روغتیا

د مرستندویو ادارو له خوا د نورو مرستو په ژمنې سره له زلزله ځپلیو سره کېدونکې مرسته اوږد مهال ته اوړي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو رضاکار شخص د چنګاښ په ۵مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې له زلزلې څخه ژوندي پاتې کسانو لپاره د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) څخه ترلاسه شوې مرسته انتقالوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

یو رضاکار شخص د چنګاښ په ۵مه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ کلي کې له زلزلې څخه ژوندي پاتې کسانو لپاره د مهاجرت نړۍ وال سازمان (آی او اېم) څخه ترلاسه شوې مرسته انتقالوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

کابل -- چارواکو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۶مه/ وویل، نړۍ وال او ملي خیریه موسسات د افغانستان د هغو سیمو لپاره چې تېره اونۍ زلزلې وځپلې، خپل تمرکز له عاجل څخه اوږد مهال ته اړوي.

تېره چارشنبه /د چنګاښ ۱/ یوې ۵.۹ درجې زلزلې په ختیځ کې پکتیکا ولایت سخت وځاپه، چې له ۱۰۰۰ څخه ډېر خلک یې ووژل او په زرګونو نور یې بې کوره کړل. دغې زلزلې خوست ولایت هم سخت وځاپه.

په داسې حال کې چې مرستې او سرپناوې تقریبا ټولو متاثر شویو سیمو ته رسېدلي، اوږدمهال چندان روښانه نه ښکاري او په داسې یوه هېواد کې چې وار له مخه بشري ناورین پرې منګولې خښې کړي دي مرستې محدودې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې د سې شنبې په ورځ وویل چې هغې او د هغې شریکباڼو ادارو د ۱۱۰ میلیونو ډالرو عاجلې مرستې غوښتنه کړې وه څو د پکتیکا او خوست په سختو ځپل شویو سیمو کې د راتلونکیو درې میاشتو لپاره له ۳۶۲۰۰۰ خلکو سره عاجله مرسته وکړي.

سړي د چنګاښ په ۴مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې په واسطه اغېزمن شویو کسانو لپاره له موقتو خېمو څخه بهر پخلی کوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

سړي د چنګاښ په ۴مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د زلزلې په واسطه اغېزمن شویو کسانو لپاره له موقتو خېمو څخه بهر پخلی کوي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

ماشومان د چنګاښ په ۴مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د اخترجان کلي ته د زلزلې د یوه ټکان له ور رسېدلو څخه وروسته له یوه ویجاړ شوي کور څخه بهر ناست دي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

ماشومان د چنګاښ په ۴مه د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې د اخترجان کلي ته د زلزلې د یوه ټکان له ور رسېدلو څخه وروسته له یوه ویجاړ شوي کور څخه بهر ناست دي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

ژوندي پاتې کسان نغدو پیسو ته اړتیا لري

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال نورالدین ترابي په کابل کې یوه خبري کانفرانس ته وویل،‌ «زموږ ټیمونو موندلې چې دا وخت خوراکي او غیر خوراکي توکو ته ډېره اړتیا نشته.»

هغه وویل، ډېره زیاته اړتیا نغدو پیسو ته ده څو اغېزمن شوي کسان وکولی شي چې د خپل ژوند د بیاجوړونې لپاره اساسي مواد وپېري.

هغه وویل، «موږ به له شریکانو سره د یوه اوږدمهاله پلان په هکله خبرې اترې وکړو. اوس د خېمو، سرپناوو، خوراکي یا نورو توکو په ګډون کافي اندازه لومړنۍ مرستې شوي دي.»

متحده ایالاتو د دغې مرګونې زلزلې له امله خفګان څرګند کړ او ویې ویل چې هغوی به داسې لارې چارې وګوري چې افغانانو سره پرې مرسته وکړي.

د ولسمشر جو بایډن د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان وویل، «متحده ایالات د هغې ویجاړوونکې زلزلې له امله چې په افغانستان کې یې د لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسانو ژوند واخیست، په ژوره توګه خفه دی.»

هغه د متحدو ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې ته په اشارې وویل، «ولسمشر بایډن حالات څاري او یو اېس ای آی ډي او نورو فدرالي حکومتي شریکانو ته یې لارښوونه کړې چې له ډېرو اغېزمن شویو کسانو سره د مرستې لپاره د متحدو ایالاتو د غبرګون لارې چارې وارزوي.»

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین وویل چې متحده ایالات په افغانستان کې فعالو بشري موسساتو سره چې د واشنګټن له خوا یې ملاتړ کیږي، په تماس کې دی.‌

بلینکین په یوه اعلامیه کې وویل، «د متحده ایالاتو د بشري مرستو شریکان وار له مخه متاثر شویو خلکو سره د مرستې کولو لپاره د طبي ټیمونو د لېږلو په ګډون غبرګون ښیي، او موږ د غبرګون ښودلو نورې لارې چارې ارزوو.»

ښځې به مهم رول ولوبوي

د ملګرو ملتونو نړۍ وال پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) وړاندوینه کړې وه چې ښځې به د هغو ټولنو د بیارغونې په منځ کې ځای ولري چې زلزلې سختې ځپلې دي.

د یو اېن ډي پي مقیم استازي عبدالله ال درداري وویل، «کله چې خبره د محلي اقتصاد بیارغونې ته ځي... موږ به دا یقیني کړو چې ښځې د هغه په منځ کې ځای لري.»

هغه ای اېف پي ته وویل، «موږ هوډ کړی؛ له دې څخه انکار نشي کېدلی، او په حقیقت کې موږ په میدان کې موجودو حقایقو ته په کتلو سره باور لرو چې دا به ښځې وي چې دغه محلي ټولنې نن ژوندۍ ساتي.»

د روغتیا نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) وویل چې هغوی د رواني ضربې د معالجې ټیمونه پکتیکا ته لېږي څو له ژوندیو پاتې شویو کسانو سره د زلزلې د رواني اغېزو په برخه کې مرسته وکړي.

د ګیان په لیرې پرته ولسوالۍ کې یوه کورنۍ په لږ څه کې له دغې تراژیدۍ څخه ژوندۍ پاتې، او ګڼ داسې راپورونه شته چې د یو شمېر کورنیو له لسو څخه ډېر غړي وژل شوي دي.‌

ډبلیو اېچ او په خپل وروستي خبري بولیټن کې وویل، «د تلفاتو او ویجاړو شویو کورونو او ودانیو دقیق شمېر اوس هم پوره معلوم او تایید شوی نه دی.»

هغه وویل، «په لاسرسي کې ستونزې پرځای پاتې دي. ځپل شویو سیمو د سرکونو او موټرو د ورتګ ستونزو د تأمیناتو رسول ځنډولي دي.»

بې سرحده ډاکترانو (اېم اېس اېف) وویل چې په زلزله کې د ټپي شویو کسانو د عاجلو اړتیاوو له پوره کولو څخه وروسته، اوس د اونیو او میاشتو په درملنه باندې متمرکز کیږي.‌

د اېم اېس اېف د اضطراري چارو منتظم جوز ماس وویل، «اوس روغتیایي اړتیاوې هغې بې اوبه توب او نس ناستي ته ورګرځي چې د خوندي اوبو د نشتوالي له امله رامنځته شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د ‎پکتیکا د ګیان ولسوالۍ په ږلۍ کلي کې له تېر مازیګر (سرطان ۲۸) راهیسې زلزله پیل شوې چې د شپې تر ناوخته یې دوام درلود. ځايي چارواکي وایي چې په یاد کلي کې له ځمکې ویرونکی غږ راپورته کېږي چې د سیمې خلک یې په رواني تکلیف اخته کړي. هغوی له اړوندو ادارو غوښتي چې سیمې ته جیولوجیکي ټیم ولېږي چې څېړنه وکړي. دغې زلزلې تازه په تازه ګڼ کسان ټپیان کړي او د لسګونو کورونو د ویجاړېدو خبرونه هم ورکول شوي دي. پکتیکا کې څه موده مخکې د یوې سختې زلزلې له امله تر زرو زیات کسان وژل شوي و او څو زره تنه نور ټپيان شوي هم وو. په هماغه اولو ورځو کې ځايي خلکو غوښتنه کړې وه چې جیولوجیکي ټیم سیمې ته واستوي څو د زلزلې د سختو ټکانونو څېړنه وکړي خو دا دی میاشت تېرېږي مګر تر اوسه هغه سیمې ته څوک د څېړنو لپاره نه دي ورغلي. هلته د مېشتو انسانانو رواني او فزیکي ژوند له ګواښ سره مخامخ دی مګر مرستې ته یې هېڅوک نه ورځي چې د زلزلې د سختو ټکانونو او د ځمکې د وېروونکو غږونو اصلي علت معلوم کړي.

ځواب ورکړئ

د پکتیکا ولسونه په تاریخي لحاظ د افغانستان یو تر ټولو وروسته پاتې، بې وزله او مظلوم ولس دی. د تاریخ په اوږدو کې د افغانستان دولتونو دې ولایت ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې. د راپورونو له مخې اوس هم په ټول ولایت کې یوه ښځینه ډاکټره هم نه پیدا کېږي. د دغه ولايت سړکونه پاخه نه دي او ټول ويجاړ دي. په دغه ولايت کې نه عصري ښوونځي، نه پوهنتون او نه د څښاک اوبه شته. په لنډه توګه، دوی په ۲۱مه پیړۍ کې د ژوند له هر نعمت څخه بې برخې دي. زه هیله لرم چې دا ناورین به د پکتیکا خلکو ته یو څه ګټه ورسوي او لږ تر لږه یو څه عصري سړکونه او روغتونونه به ورته جوړ شي. ملي او نړیوالو نادولتي موسسو په تیرو شلو کلونو کې داسې څه نه دي کړي چې اوږدمهاله پایلې ولري. دوی دې د شرم احساس وکړي او د مرستو د غلا او ضایع کولو پر ځای دې د پکتیکا د خلکو اساسي ستونزې حل کړي. مننه

ځواب ورکړئ