چاپیریال

مرستندویې موسسې په داسې حال کې سره ټولېږي چې زلزلې لږ تر لږه ۱۰۰۰ تنه افغانان ووژل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د یونیسف د روغتیایي او خوراکي چارو ګرځنده ټیمونه د چنګاښ په ۱ د افغانستان په جنوب کې د یوې زورورې زلزلې په نتیجه کې ټپي شویو کسانو ته لومړنۍ مرستې ور رسوي. [یونیسف افغانستان]

د یونیسف د روغتیایي او خوراکي چارو ګرځنده ټیمونه د چنګاښ په ۱ د افغانستان په جنوب کې د یوې زورورې زلزلې په نتیجه کې ټپي شویو کسانو ته لومړنۍ مرستې ور رسوي. [یونیسف افغانستان]

ګردېز -- چارواکو د چارشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱/ وویل، یوې زورورې زلزلې تېره شپه د افغانستان یوه لیرې پرته سرحدي سیمه وځپله چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپیان شول. په داسې حال کې چې ژغورونکي په نهیلۍ سره هڅه کوي چې رالوېدلي استوګنځي ولټوي، وېره شته چې د مړو شمېر زیات شي.‌

دغې ۵.۹ درجې زلزلې د ختیځ غرنیو سیمو ته سخت ټکانونه ورکړل. د بشري ناورین ځپلي هېواد په دې سیمه کې وار له مخه خلک له ستونزو څخه ډک ژوند تېروي.‌

د پکتیکا، چې زلزلې سخته ځپلې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست رییس محمد امین حذیفه وویل، «خلک پرله پسې قبرونه باسي،» او زیاته یې کړه چې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان یواځې په دغه ولایت کې مړه شوي دي.

هغه ژورنالستانو ته وویل، «باران هم روان دی، او ټول کورونه ویجاړ شوي دي. خلک اوس هم په ورانو کنډوالو کې ایسار پاتې دي.»

د سره صلیب کارمندان د چنګاښ په ‍۱‍ په خوست ولایت کې د زلزلې له امله ژوبلو شویو افغانانو سره مرسته کوي. [آی سي آر سي]

د سره صلیب کارمندان د چنګاښ په ‍۱‍ په خوست ولایت کې د زلزلې له امله ژوبلو شویو افغانانو سره مرسته کوي. [آی سي آر سي]

له یادې سیمې څخه چې په غرونو کې پرته ده او لاسرسی ورته سخت دی، د مړینو شمېر ټوله ورځ په پرله پسې توګه زیاتېده، او چارواکو خبرداری ورکړ چې ښایي شمېر نور هم زیات شي.‌

مخکې د پکتیکا یوه قومي مشر ویلي وو چې ژوندي پاتې کسان او ژغورونکي هڅه کوي چې له متاثرینو سره مرسته وکړي.‌

په ‍ټولنیزو رسنیو خپرو شویو عکسونو او ویډیوي کلېپونو ښودله چې په لیرې پرتو کلیوالو سیمو کې ګڼ شمېر خټین کورونه سخت ویجاړ شوي دي.‌

په ځینو ویډیوګانو کې لیدل کیږي چې محلي اوسېدونکي قربانیان په یوه پوځي څرخکه کې باروي.

د مرستې ژمنې

له زورورې زلزلې څخه څو ساعته وروسته، بهرنیو هېوادونو او نړۍ والو موسساتو ژمنه وکړه چې له متاثرینو سره مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې په چټکۍ سره د مرستې وړاندیز وکړ.

د ای اېف پي د راپور له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې (یونوچا) وویل، بشردوست شریکان ځانونه دې ته چمتو کوي چې له افغان چارواکو سره په همغږۍ کې په پکتیکا او خوست ولایتونو کې له اغېزمن شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

یونوچا زیاته کړه، «د بې وخته، درنو بارانونو او یخنۍ له امله عاجلې سرپناوې یو عاجل لومړیتوب دی.»

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نېکلسن په یوه ټویټ کې ولیکل، «اروپایي اتحادیه وضعیت څاري او دې ته چمتو ده چې اغېزمن شویو خلکو او ټولنو ته د اروپایي اتحادیې عاجلې مرستې همغږې کړي او ور ورسوي.»

د سره صلیب او سرو میاشتو د ټولنو نړۍ وال فدراسیون (آی اېف آر سي) هم په یوه ټویټ کې ولیکل، «د افغاني سرې میاشتې ټولنه د مرستو رسولو لپاره په میدان کې موجوده ده.»

هغوی وویل، «مهم مرستندوی توکي په لاره دي او ګرځنده روغتیایي ټیمونه خوځېدلي او کار ته چمتو دي.»

د افغانستان لپاره د سره صلیب او سرو میاشتو د ټولنو د نړۍ وال فدراسیون (آی اېف آر سي) د هیئت مشر نیسیفور مغیندي په یوه ټویټ کې ولیکل، آی اېف آر سي او نورو موسساتو «کسان توظیف کړي چې په پکتیکا او خوست کې له زلزلې څخه وروسته د عاجل غبرګون او اضطراري ارزونو په برخه کې د محلي څانګو ملاتړ وکړي.»

د ای اېف پي د راپور په اساس، یونوچا وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو مرستندوی صندوق (یونیسف) د پکتیکا ولایت ګیان ولسوالۍ ته د روغتیایي کارکوونکیو لږ تر لږه ۱۲ ټیمونه، او د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ او د خوست ولایت سپېرې ولسوالۍ ته څو ګرځنده د روغتیایي خدمتونو او د خوراکي توکو د رسولو ټیمونو توظیف کړي دي.

یونیسف په یوه جلا اعلامیه کې وویل، «دغه راز یونیسف د پخلي د وسایلو، او د صابون، لوښو وینځلو پوډرو، ځانپاکونو، د ښځو د میاشتني عادت د نرمو تکو، د اوبو ستلونو، تودو کالیو، بوټانو او کمپلو په ګډون د روغتیایي پاملرنې د وسایلو په څېر حیاتي مرستې، او خېمې او ترپالونه هم توزیع کوي.»

له واتیکان ښار څخه پاپ فرانسیس د وروستۍ زلزلې قربانیانو ته دعا وکړه.

دغه ۸۵ کلن مشر پاپ د خپل اونیز بیان په پای کې وویل، «زه له ټپي شویو کسانو او متاثرینو سره خواخوږي څرګندوم.»

مرستو ته اړتیا ده

په افغانستان او په ځانګړې توګه د هندوکش غرونو په لړۍ کې، چې د ایروایشین او انډین تکتونیک پلېټونو د اتصال له ځای سره نږدې پرته ده، ډېر وختونه زلزلې پېښېږي.‌

د مرغومي په میاشت کې،دوو زلزلو په بادغیس ولایت کې کلیوالې سیمې وځپلې چې په لسګونو خلکو ته یې مرګ ژوبله ور واړوله او په سلګونو کورونه یې ویجاړ کړل.‌

په ۱۳۹۴ کې، له ۳۸۰ څخه ډېر خلک په پاکستان او افغانستان کې هغه وخت ووژل شول چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ۷.۵ درجو یوه زلزله پېښه شوله او په ترڅ کې یې په پاکستان کې ګڼ شمېر خلک ووژل شول.‌

وروستۍ زلزله په داسې حال کې پېښه شوه چې افغانستان له یوه سخت بشري ناورین سره لاس او ګرېوان دی.

مرستندویې ادارې او ملګري ملتونه وایي، افغانستان سږ کال د بحران پر وړاندې د مبارزې لپاره په میلیاردونو ډالرو ته اړتیا لري.‌

مرستندویو ادارو په ځانګړې توګه په دې اړتیا ټینګار کړی چې په افغانستان کې، چې د تکراري زلزلو، سېلاوونو او ځمکې ښویېدنو له خطر سره مخامخ دی، د لا غټ افت لپاره چمتووالی ونیول شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که د شرقي او غربي نړۍ په ځنګلونو کې ۱۰۰۰ حیوانات وژل شوي او ۱۰۰۰ یا زیات و کم نور ټپيان شوي وای؛ باور لرم چې د غربي او شرقي نړۍ د سیاستوالو د غمشریکۍ په پیغامونو به د نړۍ ټولې رسنۍ ډکې وای، خو د بې وزله افغان په مرګ نه د غربیانو او نه د مسلمانانو مشرانو له خولې غږ ونه ووت، نه د مکرون، نه شي جین پینګ، نه پوتین، نه بایډن، نه اردوغان، نه ملک سلمان او نه….. دوو راهیسې میډیا ګورم ته وا د سیاسیونو تر څنګ د نړۍ بشري حقونو او مرستندویه ټولنو د ملاتړو ادارو جنازې هم د پکتیا، خوست، ننګرهار، پکتیکا او…. زلزله ځپلو وږو، تږو او اړو ولسونو په څېر د ډلیز قبر لور ته روانې دي.

ځواب ورکړئ

افغانان له هر لوري له ستونزو او کړاوونو سره مخامخ دي. یو عامل نه یو عامل تل د افغانانو د ګډوډۍ او تباهۍ لامل کیږي. دا زلزله زموږ د خلکو لپاره د جګړې، ناامنۍ، بې وزلۍ، اقتصادي بې ثباتۍ او د ظالمو او بې کفایته واکمنانو په څیر یوه بله ستونزه ده. زه نه پوهېږم چې دا بدبختي به کله له افغانانو لیرې شي. خدای دې د افغانستان له خلکو سره مرسته وکړي.

ځواب ورکړئ

عجب نوښت مو کړی ولا! اول ځل دی چې په سلام ټایمز د پښتون مېشته سیمو خبر ګورم. کنه کلونه کېږي چې تاسو د ژورنالیزم اصول نه مراعتوئ او یوازې د فارسیوانانو خبرونه نشروئ. بیا هم مننه چې حد اقل دا خبر خو مو راواخیست

ځواب ورکړئ