د ښځو حقوق

یو اېن ډي پي د افغانستان په لوېدیځ کې په زرګونو ښځینه خیاطانو ته د ژوند تېرولو اسانتیا برابره کړې ده

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو نړۍ وال پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په لوېدیځ زون کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مرستندوی پروګرام پیل کړی دی. تر دغه پروګرام لاندې، یو اېن ډي پي هغو ښځو ته چې د خیاطۍ غیر رسمي‌ کار کوي او د کورنۍ نارینه نفقه ګټونکی نه لري، نغده مرسته او رخت ورکړی دی. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د ملګرو ملتونو نړۍ وال پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د افغانستان په لوېدیځ زون کې د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره یو مرستندوی پروګرام پیل کړی دی.

تر دغه پروګرام لاندې، یو اېن ډي پي هغو ښځو ته چې د خیاطۍ غیر رسمي کار کوي او د کورنۍ نارینه نفقه ګټونکی نه لري، نغده مرسته او رخت ورکړی دی.

دغه پروګرام وار له مخه ښځو ته له ۳۰ ټنو څخه ډېر رخت ور وېشلی دی څو هغوی د دې وړ وګرځوي چې کالي جوړ کړي او په بازار کې یې خرڅ کړي.‌

دغه راز، د پروګرام هرې برخه والې ښځې ۱۲۰ ډالر نغده مرسته ترلاسه کړه چې خپل کاروبار ته پراختیا ورکړي.

یوه ښځه د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د نړۍ وال پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د مرستندوی پروګرام په لړ کې کالي ګنډي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ښځه د غبرګولي په ۴مه په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د نړۍ وال پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) د مرستندوی پروګرام په لړ کې کالي ګنډي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د غبرګولي په ۲۰مه په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو په یوه مارکېټ کې د خرڅلاو لپاره اېښودل شویو جامې او رختونه ګوري. [محسن کریمي/ای اېف پي]

ښځې د غبرګولي په ۲۰مه په هرات کې د ښځو د لاسي صنایعو په یوه مارکېټ کې د خرڅلاو لپاره اېښودل شویو جامې او رختونه ګوري. [محسن کریمي/ای اېف پي]

دغه پروګرام چې د وري په ۲۲مه پيل شوی دی، تر اوسه پورې په هرات کې له ۷۰۰۰ څخه ډېرو او په فراه، بادغیس او غور ولایتونو کې له نږدې ۵۰۰۰ ښځو سره مرسته کړې ده.‌

د پروګرام د پای د نېټې په هکله څه نه دي ویل شوي.‌

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رئیسې نرګس هاشمي وویل، دغې مرستې په زرګونو کورنۍ له بې وزلۍ څخه ژغورلي دي.

هغې وویل، «د تېر یوه کال په ترڅ کې په هېواد کې د اقتصادي بحران له بدترېدلو راهیسې، ډېرو ښځو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي او له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي. دا به له هغوی سره مرسته وکړي چې خپل کاروبارونه بیا پيل کړي.»

هغې وویل، «موږ له نړۍ والې ټولنې او په ځانګړې توګه له ملګرو ملتونو څخه غواړو چې له افغانو ښځو او نجونو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. که له ښځو سره نړۍ واله مرسته دوام ومومي، د کورنیو اقتصادي ستونزې به هوارې شي.»

د ښځو لپاره دندې

له محدودیتونو سره سره هم، ډېرو ښځو د خپلو کورنیو د ملاتړ لپاره له خپلو کورونو څخه بهر کار کولو ته دوام ورکړی دی.‌

بس ګل احمدي په هرات ښار کې د خیاطۍ د یوه کارځای مسؤله ده. په دغه کارځای کې۷۰ ښځې کار کوي.‌

هغې وویل، د یو اېن ډي پي د نغدو او رخت مرستې هغې ته دا وړتیا ورکړه چې د خپلو کارکوونکو شمېر له ۳۰ څخه ۷۰ ښځو ته زیات کړي.

هغې وویل، «موږ په نغدو پیسو د ګنډلو ماشینونه او نور اړتیاوړ مواد واخیستل او رخت مو ښځو ته توزیع کړ چې کالي ترې جوړ کړي.»

د احمدي په وینا، په هغو ښځو کې چې د هغې په کارځای کې کار کوي د کورنیو مشرانې، د پوهنتون او ښوونځیو زده کوونکې او د کور میرمنې شاملې دي.‌

هغې زیاته کړه، «اکثر دغه ښځې او نجونې د خپلو کورنیو نفقه ګټونکې دي او د ملګرو ملتونو مرستې ته اړتیا لري.»

په هرات ښار کې د خیاطۍ د یوه بل کارځای رییسې راحلې حقدوست وویل، د اقتصادي بحران او د زیاتې شوې لوږې له امله، ښځې مجبورې دي چې له خپلو کورونو څخه بهر کار وکړي.

هغې وویل، «زما په کارځای کې ۲۵ ښځې کار کوي، او هغوی ټولو د یو اېن ډي پي مرسته ترلاسه کړې چې ورسره د هغوی په اقتصادي وضعیت کې ښه والی راغلی دی.»

هغې وویل، «ډېرې ښځې له خپلو کورونو څخه بهر ډیر زیار باسي. هغوی د غیرحکومتي موسسو او نړۍ والې ټولنې مرستې ته سخته اړتیا لري. موږ په نړۍ واله ټولنه باندې غږ کوو چې په دې سختو وختونو کې د افغانو ښځو ملاتړ وکړي.»

حقدوست وویل، افغانې ښځې د غیرحکومتي موسسو او نورو هېوادونو په مرسته کولی شي چې د اقتصاد په پياوړتیا کې یو مهم رول ولوبوي او خپلې کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغوري.

د کورنیو ملاتړ کول

د یو اېن ډي پي مرستې د زرګونو افغان ښځو او د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعیت بدل کړی او د بې وزلۍ او لوږې ستونزې یې حل کړي دي.‌

یګانه سفري چې په هرات ښار کې په یوه خصوصي پوهنتون کې اقتصاد لولي، وویل چې اوس هغه کولی شي چې د یوې خیاطې په توګه په کار کولو سره د خپلې کورنۍ د لګښتونو برابرولو کې مرسته وکړي.‌

هغې وویل،‌ «هغې مرستې چې موږ ترلاسه کړه کاري فرصتونه رامنځته کړل چې له لارې یې اوس زه کولی شم چې له خپلې کورنۍ سره مرسته وکړم. زه ډېره خوشحاله یم چې کولی شم په دې سختو حالاتو کې له خپل مور او پلار سره مرسته وکړم.»

سفري وویل،‌ «د کورنیو د لګښتونو په پوره کولو سربېره، له خیاطۍ څخه زما عاید زما د زده کړو لګښتونه هم پوره کوي. کله چې اقتصادي وضعیت داسې خراب وي، داسې کار کول او عاید جوړول ډېره مرسته کوي.»

په هرات ښار کې د یوې لېسې د وروستي کال زده کوونکې زهرا مرزایي د نجونو د ښوونځیو له بندېدلو څخه وروسته د خیاطۍ کورس پیل کړ.

له اوه میاشتې زده کړو څخه وروسته، هغه اوس کولی شي چې د ښځو او سړیو بېلابېل ډولو کالي وګنډي.‌

مرزایي وویل چې د هغې له ۱۰ کسیزې کورنۍ څخه یواځې د هغې پلار کار کوي او زیاته یې کړه چې هغې په کور کې د ناستې پر ځای کار کولو ته مخه کړه چې له خپل پلار سره مرسته وکړي.‌

هغې وویل، «د غیرحکومتي موسسو مرسته ډېره مؤثره ده. هغوی موږ ته ډېر رخت راکړ چې ما ترې کالي وګنډل او په بازار کې مې خرڅ کړل.»

په هرات ښار کې د یوه ښوونځي زده کوونکې نسیمې شریفي وویل چې هغې د خیاطۍ کورسونو ته د دې لپاره مخه کړه چې له بې کارۍ او په کور کې له ناستې څخه ځان خلاص کړي.‌

نسیمې وویل، «ما له یو اېن ډي پي څخه د ترلاسه کړې مرستې په وسیله خیاطي پیل کړه، او اوس زما د هرې اونۍ عواید له ۳۰۰۰ افغانیو (۳۴ ډالرو) څخه اوړي. دغه عاید له ما سره مرسته کړې چې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې پرې حل کړم

هغې زیاته کړه، «که څه هم چې زه ښوونځي ته له تګ څخه محرومه یم، خو زه خوشحاله یم چې کولی شم کار وکړم او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زما په اند، ډیری کوچني مهارتونه چې په هیواد کې د مرستندویو موسسو له خوا تمویل کیږي او روزنه یې ورکول کیږي د هیواد د بازارونو احتمالي مطالعه په کې په پام کې نیول شوې نه ده. کله چې خلک د خوړو لپاره خواړه نه لري، په جامو باندې به څه وکړي؟ ولې دا موسسې هغه پیسې چې له مرستندویو هیوادونو او نورو موسسو څخه ترلاسه کوي د افغانانو په ګټه په هغو برخو کې نه لګوي چې تلپاتې پایلې ولري؟ حقیقت دا دی چې دا سازمانونه هم خپلې ګټې او موخې تعقیبوي. دوی هغه کار کوي چې له یوې خوا مرسته کوونکي قانع کولای شي او له بلې خوا په لوړه بیه اسانه کار کوي. بسپنه ورکوونکي هیوادونه باید په یو شفاف میکانیزم کار وکړي چې له مخې یې ټولې پروژې د ټولنیزو لومړیتوبونو او اوږدمهاله پایلو پراساس طرحه شي. مننه

ځواب ورکړئ

زه د یو اېن ډي پي او نورو نړیوالو خیریه مؤسسو د دا ډول مرستو هرکلی کوم. خو هیله مې ده چې یو اېن ډي پي او نورې مرستندویه ادارې خپل فعالیتونه پراخ او د افغانستان نورو سیمو ته هم وغځوي. په دې کار سره به د یوې خوا به مرستې لا ډېرو مستحقو خلکو ته ورسېږي او له بلې خوا به د هیواد دننه د بې ځایه کېدو مخه ونیول شي. کله چې د خیریه او نړیوالو مؤسسو ټول تمرکز په لویو ښارونو د مثال په ډول په هرات وي نو خلک هم خپل کلي، ولسوالۍ او ولایتونه پرېږدي او لویو ښارونو ته کډه کوي څو له دې مرستو برخمن شي. ددې ترڅنګ اوس چې په ټول هیواد کې امنیت تامین دی او د مرستندویه مؤسسو لپاره نا امني نوره بهانه نشي کېدی ځکه نو دوی ته ښایي یو شمېر هغه ولایتونو ته هم خپل خدمات وغځوي چې په تېرو شلو کلونو کې يې هیڅ ډول مرستې ورسره ندې شوي او له ډېر پخوا په ناوړه اقتصادي وضعیت کې اوسي. له دې ډلې د پکتیکا، ارزګان، زابل، نورستان، لغمان، هلمند، غور او ورته نور ولایتونه یادولی شو. مننه

ځواب ورکړئ

د اوس لپاره د کار بد فرصت دی چې خلک پرې بوخت شوي دي. مګر په اوږد مهال کې دا کار له خلکو سره مرسته نه شي کولی چې خپل ضرورتونه پرې پوره کړي. ځکه دا پروژې لنډمهالې دي او د یو څه مودې لپاره به خلک ځان سره مصروف وساتي خو بیا په ټپه درېږي. دغه امکانات چې خلاص شول بیا دا کاریګر د چا لپاره کار وکړي؟ خلک د ماښام لپاره ډوډۍ نه لري نو جامي به څنګه ځانته واخلي؟ زه وایم پر ځای د دې چې په داسې پروګرامونو پیسې مصرفېږي، ښه به وي چې همدغه مؤسسات د افغاني قالینو دستګاوې دې خلکو ته فعالې کړي او په کار یې مصروف کړي. افغاني قالینې که په کور د ننه بازار نه لري نو ښه تود نړیوال بازار او دایمي ګاک لري. بل نسبت جامو ګنډلو ته د افغاني قالینو جوړولو او بیا په نړیوال مارکېټ کې پلورل ډېره ګټه چې یو به ورسره خلک پیسې وګټي او بل به د افغانستان تولیدات د افغانستان په نوم نورو هېوادونو ته صادر شي.

ځواب ورکړئ

دا پروسه باید لا نوره پراخه شي. د ملګرو ملتونو اکثرې ادارې خپلو انټرنیشنل کارمنانو ته ډېر لوړ معاشونه ورکوي. د افغانستان اوسني بحراني حالت ته پ کتلو سره باید یو این ډي پي او نورې نړۍ والې ادارې د خپلو نړۍ والو کارمندانو شمېر کم کړي او پرځای یې افغان کارمندان مقرر کړي. په دې توګه به له یوې خوا د انټرنشنل سټاف د لوړو تنخاګانو د تادیاتو مخه ونیول شي او هغه پیسې به غریبو خلکو ته ورسیږي او بلې خواته به افغان کدرونه په کار وګومارل شي. زه د سلام ټایمز له لارې له ملګرو ملتونو او نورو نړۍ والو ادارو څخه غوښتنه کوم چې دغه ډول پروژې د پښتنو سیمو کې هم پیل کړي. د پښتنو سیمې د تېرو شلو کالونو په ترڅ کې له هر راز مرستندویو او خیریه کارونو څخه بې برخې پاتې دي ځکه له یوې خوا به طالبانو په کې تخریبي فعالیتونه کول او بلې خواته به حکومت او غربیانو پرې بمونه ورول. له دې امله د پښتنو سیمې او هلته شته امکانات او خدمتونه د نشت برابر دي او د تمدن نښې نښانې بیخي له منځه تللي دي.

ځواب ورکړئ