اقتصاد

په قلعه نو کې د ښځو د مارکیټ بیا پرانستل د هټۍ والو لپاره د ژوند لګښت برابروي

د محمد قاسم راپور

په بادغیس ولایت کې په لسګونو هغه ښځې چې یو وخت بې کاره وې، په مرکز قلعه نو کې د ښځو د مارکېټ په بیا پرانستل کېدلو سره کار ته ورستنې شوي دي. دغه مارکېټ چې په ۱۳۹۵ کې جوړ شوی خو د تېرو ۸ میاشتو په دوران کې تړل شوی وو، ۲۵ دوکانونه لري او د شاوخوا ۸۰ ښځو او نجونو لپاره کاري فرصتونه برابروي. [عکس میرویس عمري اخیستی دی]

هرات -- په بادغیس ولایت کې په لسګونو هغه ښځې چې یو وخت بې کاره وې، په مرکز قلعه نو کې د ښځو د مارکېټ په بیا پرانستل کېدلو سره کار ته ورستنې شوي دي.

دغه مارکېټ چې په ۱۳۹۵ کې جوړ شوی خو د تېرو ۸ میاشتو په دوران کې تړل شوی وو، ۲۵ دوکانونه لري او د شاوخوا ۸۰ ښځو او نجونو لپاره کاري فرصتونه برابروي.

په دغه مارکېټ کې د ښځو او ماشومانو د جامو، بوټانو، سینګار توکو او نورو لاسي صنایعو په ګډون تولیدات چې ټول یې د ځایي ښځو له خوا تولیدیږي، وړاندې کېږي.

د ښځو د مارکېټ رییسې عتیبې توخي وویل، که څه هم چې د نړۍ والو موسساتو له خوا ملاتړ نشته خو بیا هم ښځو په شوق سره خپل کارونه بیا پيل کړل.‌

یوه دوکانداره د وري په ۲۰مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د ښځو په بازار کې یوې اخیستونکې ته یو کمیس ورښیي. [میرویس عمري/ سلام ټایمز]

یوه دوکانداره د وري په ۲۰مه د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې د ښځو په بازار کې یوې اخیستونکې ته یو کمیس ورښیي. [میرویس عمري/ سلام ټایمز]

هغې وویل، «ښ‍ځې کورونو پورې د محدودیت له امله ډېرې د ستړیا احساس کوي، او غواړي چې عادي ژوند ته ستنې شي او کار ته دوام ورکړي.»

د مارکېټ یوې دوکاندارې زرغونې عطایي تایید کړه چې هغې د کار کولو حق ترلاسه کړی دی.

هغې زیاته کړه، «موږ څو کاله وخت ولګاوه او هڅې مو وکړې چې دې ځای ته را ورسېږو، او اوس له دغو ټولو لاسته راوړنو څخه وروسته، موږ نه غواړو چې زموږ هڅې له منځه لاړې شي او موږ کورونو پورې محدودې پاتې شو.»

هغې وویل، «موږ غواړو چې په خپلو پښو ودرېږو او له اقتصادي پلوه په خپلو ځانونو بسیا شو.»

هغې زیاته کړه، د افغانستان اقتصاد به په اقتصادي او صنعتی سکتورونو کې د ښځو له فعالې برخه اخیستنې څخه پرته هېڅکله هم وده ونه کړي.

اقتصادي وده

په دغه مارکېټ کې ډېرې ښځې د خپلو کورنیو اصلي نفقه ګټونکې دي او اوس به هغوی وکولی شي چې د خپلو کورنیو د فقر او لوږې مخه ونیسي.

د دغه مارکېټ یوې دوکاندارې او د شپږو ماشومانو مور عزیزې نیازي وویل چې هغه د تېرو میاشتو په بهیر کې د دوکان د بندېدا له امله له اقتصادي ستونزو سره مخامخ وه.‌

هغې وویل، «زه په کور کې یواځینۍ نفقه ګټونکې یم، او زموږ د کورنۍ بقا همدغه دوکان پورې تړلې ده.»

هغې زیاته کړه،‌ «زموږ مارکېټ څو میاشتې مخکې نامعلومو خلکو چور کړ. په هر دوکان کې د ۲۰۰۰۰ - ۳۰۰۰۰ افغانیو په ارزښت توکي پراته ول خو موږ ته هېڅ شی هم پاتې نه وو.»

نیازي وویل چې هغې خپل کار له صفر څخه بیا پيل کړ او هیله یې څرګنده کړه چې بیا یې کار وغوړېږي او د هغې کورنۍ له بې وزلۍ څخه وژغوري.

د نورزیې افضلي په نامه یوې بلې دوکاندارې وویل، ښځې د مارکېټ د بندېدا په نتیجه کې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې وې.‌

هغې زیاته کړه، «موږ غواړو چې مارکېټ بیا جوړ کړو، وکولی شو چې ګټه ترې ترلاسه کړو او د خپلې کورنۍ د عاید په جوړولو کې مرسته وکړو.»

نورزیې وویل، «زما دوه زامن بې کاره دي، او موږ بله د عاید لاره نه لرو. ما له خپل یوه خپلوان څخه پیسې پور کړې چې خپل دوکان بیا پرانیزم. زه د ورځې ۴۰۰ - ۵۰۰ افغانۍ (۴.۶۰ - ۵.۷۰ ډالر) ګټم، او دا تر یوه حده پورې زموږ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.»

د صبرینا صبور په نامه یوې دوکاندارې وویل چې د هغې یواځینۍ عایداتي سرچینه د هغې دوکان دی.

هغې وویل، «زه څلور ماشومان لرم، او مېړه مې کار نه لري. په تېرو څو میاشتو کې وروسته له هغه چې مارکېټ وتړل شو ما خپلې ټولې سپمولې پیسې ولګولې، خو له هغې ورځې څخه چې ما خپل دوکان بیا پرانستی دی، بیا مې ګټه کول پیل کړي دي.»

صبور وویل که ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي، په کورنیو کې موجودې اقتصادي ننګونې به کمې شي.

د اقتصاد په وده کې د ښځو رول

له څو میاشتنۍ اوږدې بې باورۍ او وېرې څخه وروسته، هغه ښځې چې کارونو ته ستنېږي هغوی له ننګونو او محدودیتونو سره مخامخ کیږي.

په قلعه نو کې د ښځو د حقونو یوې فعالې ګلثوم خیر اندېش وویل، ښځې او نجونې د کار کولو او اقتصادي خپلواکۍ ترلاسه کولو په برخه کې د سړیو په څېر حقونه لري.

هغې وویل، «موږ داسې تجربه لرونکې او ظرفیت لرونکې ښځې لرو چې په بېلابېلو سکتورونو کې یې کارونه کړي، تغیرات او بدلونونه یې راوستي، خو دا وخت هغوی مجبورې شوي چې د محدودیتونو او ننګونو له امله په خپلو کورونو کې ایسارې پاتې شي.»

خیر اندېش زیاته کړه، «دا ناشونې ده چې په افغانستان کې په کاري ځواک کې د ښځو همکاري له پامه وغورځول شي. هغوی مجبورې دي چې له کور څخه وځي او کار وکړي څو خپله کورنۍ له فقر او بې وزلۍ څخه خوندي کړي.»

هغې وویل، د ښځو وړتیاوې باید له پامه ونه غورځول شي. هغوی کولی شي چې یو مثبت تغیر رامنځته کړي.

په قلعه نو کې د مدني ټولنې یوې فعالې شیرین افضلي وویل، په روانو شرایطو کې اکثرو سړیو خپلې وظیفې له لاسه ورکړي، له دې امله، د ښځو لپاره دا ضروري ده چې کار وکړي څو خپلې کورنۍ له فقر او اقتصادي ستونزو څخه وژغوري.

هغې زیاته کړه، «که ښځې اجازه ترلاسه کړي چې له کور څخه بهر کار وکړي، هغوی کولی شي چې د لاسي صنایعو د ودې او د کورنیو تولیداتو په برخه کې مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟