د ښځو حقوق

د افغانستان په لوېدیځ زون کې د محدودیتونو پر وړاندې د مبارزې په لړ کې ژورنالستانې خپلو کارونو ته ستنې شولې

د عمر راپور

په کور کې تر شپږ میاشتو پورې پاتې کېدلو څخه وروسته، په هرات او بادغیس ولایتونو کې ډېرې ژورنالستانې، د ښځو پر وړاندې د موجودو ګواښونو او بندیزونو له پام کې نیولو څخه پرته، خپلو کارونو ته ورستنې شوي دي.

هرات -- په کور کې تر شپږ میاشتو پورې پاتې کېدلو څخه وروسته، په هرات او بادغیس ولایتونو کې ډېرې ژورنالستانې، د ښځو پر وړاندې د موجودو ګواښونو او بندیزونو له پام کې نیولو څخه پرته، خپلو کارونو ته ورستنې شوي دي.

د زمري په میاشت کې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته، د افغانستان نویو واکمنانو په لوېدیځ زون کې نږدې ټولې ژورنالستانېکارونو ته له تګ څخه ایسارې کړلې.

اوس، له شپږو میاشتو غیرفعال پاتې کېدلو څخه وروسته، ځینې ښځې بیا کارونو ته ځي او په خپله ویره باندې برلاسې کېږي.

۲۳ کلنې فضیلې صالحي چې په دنیای نو خصوصي تلوېزیوني سټېشن کې د خبرونو ویانده او د سیاسي پروګرامونو کوربنه وه، وویل چې هغه په وروستیو کې له تقریبا شپږ میاشتې کار کولو څخه وروسته خپل کار ته ستنه شوله.

یوه ویانده د کب په ۲۳مه په هرات ښار کې د محلي دنیا تلوېزیون سټېشن په پرده خبرونه وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

یوه ویانده د کب په ۲۳مه په هرات ښار کې د محلي دنیا تلوېزیون سټېشن په پرده خبرونه وړاندې کوي. [عمر/سلام ټایمز]

هغې خپل کار او شوق ته په ستنېدلو سره وویل چې هغې داسې احساس کاوه لکه هغه چې بیا زېږېدلې وي او یو نوی ژوند یې پيل کړی وي.‌

هغې وویل، «زه غواړم چې خپل هوډ او هیله تعقیب کړم. ژورنالستان به نه کومو خنډونو ته سر ټیټ کړي او نه به چاته اجازه ورکړي چې د خپل کار په مخکې خنډونه جوړ کړي.»

هغې وویل، «د موجودو پایلو او حقایقو په هکله له خبرېدلو سره سره، ما پرېکړه کړې چې خپل کار بیا پيل کړم.‌ زه پوهېږم چې په ښځو ژورنالستانو باندې ډېر بندیزونه لګېدلي دي، لاکن دا خنډونه باید کار ته په دوام ورکولو کې د ښځینه ژورنالستانو په هوډ باندې سیوری ونه غوړوي.»

هغې وویل، د هغې ډېرې همکارانې د کار نه کولو له امله په رواني ناروغیو باندې اخته شوي، او اوس د دې وخت دی چې هغوی له خپلو کورونو څخه راوځي او د خپلو مشروع حقونو لپاره مبارزه وکړي.

په لوېدیځ زون کې د ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې رییس شمیل احمد مشال وویل، د پخواني حکومت له سقوط څخه مخکې په هرات ولایت کې له ۶۰ څخه ډېرو ښځو له بېلابېلو رسنیزو ادارو سره کارونه کول.‌

هغه د دوشنبې په ورځ /د کب ۲۳مه/ وویل، «د تېرو درې اونیو په ترڅ کې تر ۲۷ پورې ژورنالستانې خپلو کارونو ته ور ستنې شوي دي.»

هغه وویل، «په وروستیو میاشتو کې ډېرې ژورنالستانې بهر ته تللي دي، خو ځینې هغه چې په هرات کې پاتې دي منتظرې دي ترڅو په راروانو اونیو کې کارونو ته ستنې شي.»

هغه وویل، په بادغیس ولایت کې ‍‍۱۰ ژورنالستانې کار ته ستنې شوي او زیاته یې کړه چې تمه ده چې پاتې دوه هم ډېرې ژر ستنې شي.

د سختو لاسته راوړنو ساتنه

له خطرونو او بندیزونو سره سره، ډېرې ژورنالستانې کارونو ته ستنې شوي ځکه چې هغوی په رسنیو کې د ښځو استازیتوب د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې د افغان ښځو له لویو لاسته راوړنو څځه بولي.

هغوی وایي هغوی د دې لپاره مبارزه کوي چې دغه سختې لاسته راوړنې وساتي او پرې به نه ږدي چې د هغوی هیلې کمزورې شي.

په هرات ښار کې د یوه خصوصي تلوېزیون سټېشن د خبرونو مدیرې فاطمې جعفري چې ۲۱ کاله عمر لري، وویل چې هغه له څو میاشتو څخه وروسته کار ته ستنه شوې او پرې به نه ږدي چې د افغانو ښځو لاسته راوړنې له پامه وغورځول شي.

هغې وویل، هېڅ څه هم په اسانۍ سره نه ترلاسه کیږي، او ښځې باید د خپلو هدفونو د لاسته راوړلو لپاره سخته مبارزه او هڅه وکړي.‌

هغې وویل، «موجودې ستونزې د افغانو ښځو لپاره یوه ازموینه ده، او موږ ټول باید مبارزه وکړو او نړۍ ته خپل قوت ور وښیو.»

جعفري زیاته کړه، چوپ پاتې کېدل د حل لاره نه ده او په ښځو باندې باید وېره غلبه ونه کړي.‌

فاطمې وویل، «ښځې باید خپله انګېزه له لاسه ورنه کړي او نه خپل ځانونه کورونو پورې محدود کړي. هغوی باید سره یو ځای ودرېږي او هڅې وکړي چې سترې لاسته راوړنې ولري.»

۲۵ کلنې سهیلا یوسفي چې د بادغیس ولایت په مرکز قلعه نو کې په یوه راډېو سټېشن کې سیاسي پروګرامونه وړاندې کوي، وویل، هېڅ ګواښ نشي کولی چې د ښځو د پرمختګ مخه ونیسي.

هغې وویل، «زما په فعالیتونو باندې ډېر سخت محدودیتونه لګېدلي خو زه باید پرې نه ږدم چې دا محدودیتونه په هېڅ ډول شرایطو کې هم ماته ماتې راکړي.»

یوسفي وویل، که تر محدودیتونو لاندې ښځې او نجونې خوشحالې پاتې شي، هغوی به چوپ کړای شي او نړۍ به هېڅکله هم له حقایقو څخه خبره نشي.

هغې زیاته کړه، «ژورنالستانې باید له کوم ډار څخه پرته کارونو ته ستنې شي او پرې نه ږدي چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې یې ضایع شي.»

د رسنیو مهم رول

د رسنیو په ساحه کې د افغانو ښځو حضور او د عامه پوهاوي په زیاتولو کې د هغوی برخه اخیستنه د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې فوق العاده ډېره وه، لاکن د پخواني افغان حکومت په نسکورېدلو سره د هغو لاسته راوړنو ډېره برخه ضایع شوه.‌

د افغان ژورنالستانو خپلواکې اتحادیې د لیندۍ په میاشت کې راپور ورکړ چې، تر ۲۰۰۰ پورې ښځینه ژورنالستانو خپلې دندې له لاسه ورکړې او ډېرو نورو د افغانستان له پرېښودلو څخه پرته بله لاره نه لرله.

په راپور کې راغلي چې، په ټول هېواد کې یواځې شاوخوا ۴۰۰ ښځینه ژورنالستانو له محدودیتونو سره سره په بېلابېلو رسنیو کې کار ته دوام ورکړ.

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوې فعالې نادیې سروري وویل، ژورنالستانې د کورنیو په خبرولو او پوهولو کې یو مهم رول لوبوي.‌

هغې وویل، «د ځایي رسنیو اکثر کتونکي او اورېدونکي اصلا ښځې دي ځکه چې هغوی په کورونو کې وي او رسنۍ تعقیبوي.‌ښځې د نورو ښځو له خوا خپاره شوي معلومات په اسانه او اغېزمنه توګه قبلوي.»

سروري وویل، له ښځو څخه باید د مذهب په نامه د دروغو په پلمو په رسنیو کې د کار کولو فرصت وانه خیستل شي.

هغې وویل، په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښځې اجازه لري چې په رسنیو کې کار وکړي او افغانستان هم باید همدا لاره تعقیب کړي او ښځو ژورنالستانو ته اجازه ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي او ټولنه، په ځانګړې توګه ښځې خبرې وساتي.

په هرات ښار کې د صدیقې جمشېدي په نامه یوې ژورنالستې وویل، افغاني ټولنه باید مبارزه وکړي، ناوړه دودونه تر پښو لاندې کړي څو ژورنالستانې وکولی شي چې په اسانۍ سره کار وکړي.‌

هغې وویل، «ځینې ډلې چې له اسلامي ارزښتونو څخه خبرې نه دي، د مذهب په نامه په ښځو باندې ډېر ظلم کوي او هغوی له خپلو انساني او اسلامي حقونو څخه محروموي.»

جمشېدي وویل، د ښځو لپاره یواځینۍ لاره چې په دغو محدودیتونو او ننګونو باندې لاسبرې شي دا ده چې متحد پاتې شي او د خپلو حقونو لپاره مبارزه وکړي.‌

هغې زیاته کړه، «د ښځو لپاره د دغو ناسمو عقایدو او ناوړو دودونو پر ضد د مبارزې لپاره یوه لاره دا ده چې ښځې د رسنیو له لارې خپل غږ پورته او خلک خبر کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې په تصویري رسنیو کې د بهرنیو سریالونو پر خپرېدو بندیز ولګېد. د طلوع نیوز د خبر له مخې د پرېکنده بندیز په رابطه د سرپرست حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د حکم پر بنسټ، د موبي ګروپ اړوند رسنۍ سر له نن شپې په موقت ډول د سریالونو خپرول بندوي. دا حکم نن پنج‌شنبه چې د مارچ له ۱۷مې او د کب له ۲۶مې سره سمون خوري؛ د سرپرست حکومت د استخباراتو ادارې له لوري د موبي ګروپ استازي ته ابلاغ شوی دی. سرچینه وایي، د استخباراتو ادارې په دې رابطه د موبي ګروپ له استازي د کتبي ضمانت غوښتنه هم کړې ده. د موبي ګروپ دریځ او وړاندیز دا دی چې د بهرنیو سریالونو پر خپرېدو د بندیز په ګډون دې پر ټولو مسایلو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او رسنیو د استازو په یوه ګډ کمېسیون کې بحث وشي او وروستۍ پرېکړه دې د دولت له عرف سره سم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له ادرسه په رسمي توګه رسنیو ته ابلاغ شي. دې کار ته د ټولنیزو رسنیو فعالانو بېلا بېل غیرګونونه ښودلي. ځیني خوښ دي چې افغانستان کې پردی فرهنګ نور رایج نه شي، خو ځیني بیا وایي چې په دې سره به یوه ورځ حتماً داسې راځي چې طالبان د خپلې خوښې کارونه کوي او څه یې چې زړه وغواړي په خلک عملي کوي.

ځواب ورکړئ