رسنۍ

په کندوز کې خبري رسنۍ د چارواکو د نه همکارۍ او د ښځینه ژورنالستانو د تېښتې له امله د بندښت له ګواښ سره مخامخ دي

د محمد قاسم راپور

د چارواکو له خوا له ژورنالستانو سره د نه همکارۍ او د ښځینه ژورنالستانو له خوا د کار پرېښودلو له امله، له زمري میاشتې راهیسې نږدې دوه پر درې برخې تلوېزیوني او رادیوي رسنۍ بندې شوي دي. [حسیب حساس]

کندوز -- د چارواکو له خوا له ژورنالستانو سره د نه همکارۍ او د ښځینه ژورنالستانو له خوا د کار پرېښودلو له امله، له زمري میاشتې راهیسې نږدې دوه پر درې برخې تلوېزیوني او رادیوي رسنۍ بندې شوي دي.

د رسنیو چارواکي وایي، د هغو ۱۲ خصوصي رادېو سټیشنونو له جملې څخه چې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې یې فعالیت کاوه، یواځې څلور -- زهره رادېو، کندوز رادېو، روشني رادېو او کوهنداز رادېو اوس هم فعالیت کوي.

په ورته وخت کې، د موجودو څلورو تلوېزیون سټېشنونو له جملې څخه یواځې دوه یعنې اورګانوس او خاور دا وخت خپرونې کوي.

په کندوز کې د خاور تلوېزیون رییس اکمل رحماني وویل، د پخواني حکومت پر وخت، رسنیو کولی شوای چې د اعلانونو د خپرولو او په اقتصادي او مالي مسایلو باندې د تمرکز کوونکیو پروګرامونو د چلولو له لارې، د خپلو داخلي لګښتونو د پوره کولو لپاره عواید ترلاسه کړي.

دوه ښځې د چنګاښ په ۲۹مه په کندوز ښار کې د یوه پروګرام چې په ژوندۍ بڼه خپریږي کوربه توب کوي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

دوه ښځې د چنګاښ په ۲۹مه په کندوز ښار کې د یوه پروګرام چې په ژوندۍ بڼه خپریږي کوربه توب کوي. [محمد قاسم/سلام ټایمز]

هغه وویل، اوس د عوایدو نشتوالي او مالي ملاتړ رسنۍ مجبورې کړي چې خپل فعالیتونه ودروي او خپل دفترونه بند کړي.

رحماني وویل، «په تېرو پنځو میاشتو کې موږ ونه توانېدلو چې د خپلو کارمندانو تنخواګانې ورکړو. چې ریښتیا خبره وي، کله چې پیسې یا سرچینې نه وي، کارکوونکي به د کار کولو لپاره راپور ور نه کړي ځکه هغه مجبور دي چې د خپلو خپلوانو د مړولو لپاره نورې لارې چارې ولټوي.»

په کندوز ولایت کې د افغان ژورنالستانو د خوندیتوب کمېټې رییس شهباز صابري وویل،‌ رسنۍ د مالیې د زیاتېدلو، ډېر ځلې د جواز او پرمټ د بیا نوي کولو د شرایطو په ګډون له نورو فشار اچوونکیو ننګونو سره هم مخامخ دي.

هغه وویل، «تر موجودو سختو شرایطو لاندې چې عواید په کې نشته، د دې پر ځای چې رسنۍ له مکلفیتونو څخه معاف شي... په هغوی باندې لا اضافي فشار اچول کیږي چې خپل مالي مکلفیتونه ترسره کړي او د خپرونو او فریکوینسۍ جوازونه بیا نوي کړي.»

په کندوز کې د محمد شاکر افضلي په نامه یوه خبریال چې پخوا یې له یوه محلي راډېو سټېشن سره کار کاوه، د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته خپله دنده له لاسه ورکړه.

هغه وویل، «ما د راډېو سټېشن د عملیاتو په درېدلو سره خپله دنده له لاسه ورکړه. اوس زه بې کاره یم او حیران یم چې څنګه ژوند وکړم او خپل ژوند مدیریت کړم.»

افضلي وویل، «که زه فرصت ولرم، خپل کار ته به دوام ورکړم. که نه، زه بله لاره نه لرم مګر دا چې خپل قلم په بېل باندې بدل کړم، د ژونالست په توګه خپله وظیفه پرېږدم او د خپلې کورنۍ د مړولو لپاره مزدورکاري وکړم.»

هغه زیاته کړه، «موږ له نړۍ والې ټولنې څخه غواړو چې افغاني رسنیو او ژورنالستانو ته شا نه کړي بلکې د ازادو رسنیو ملاتړ ته دوام ورکړي او په افغانستان کې د بیان ازادي خوندي کړي.»

وېره او ګواښ

په ورته وخت کې، په کندوز کې نور خبریالان تر ډېره داسې احساس کوي چې چارواکي ورسره د معلوماتو په شریکولو کې همکاري نه کوي.

په کندوز ولایت کې یوه ځایي خبریال سید کریم دشتي وویل، ځایي حکومتي چارواکي له خبریالانو سره هېڅ همکاري نه کوي.

هغه وویل، «ما له ځایي مقاماتو سره په مکرر ډول تماس نیولی چې د خپلو راپورونو د برابرولو پر وخت مشخص معلومات ترلاسه کړم، خو هغوی تل دا رد کړې چې له ما سره خبرې وکړي.»

دشتي وویل، «زموږ له دې ډاډیېنو سره سره چې موږ په ناپېیلي ډول فعالیت کوو، اکثر مقامات نه یواځې دا چې له رسنیو سره د مرکو کولو غوښتنې ردوي بلکې دغه راز نه غواړي چې خبریالانو او رسنیو ته معلومات ورکړي.»

دشتي زیاته کړه، «که موږ وغواړو چې د روانو اقتصادي ننګونو، په راتلونکي باندې د بې باورۍ او بې کارۍ په هکله د عامو خلکو نظرونه وغواړو او راپور پرې ولیکو، هیڅوک هم د ډار او وېرې له امله زړه نه کوي چې له موږ سره خبرې وکړي.»

په کندوز ولایت کې د ظاهر شېرزاد په نامه یوه ځایي خبریال سلام ټایمز ته وویل، په کندوز کې ژورنالستان او د رسنیو کارکوونکي له محدودیتونو او سانسور سره مخامخ دي، او معلوماتو ته د لاسرسي اجازه نه ورکول کیږي.

هغه وویل، «پخوا هر چا غوښتل چې له رسنیو سره خبرې وکړي او خپلې ستونزې څرګندې کړي، لاکن اوس، ډېر کم خلک له دې سره توافق کوي چې خبرې ورسره وشي او خپل غږ پورته کړي.»

هغه زیاته کړه، «په کندوز کې معلوماتو ته لاسرسی ډېر محدود شوی دی، او دغه حالت ډېرې رسنۍ مجبورې کړي چې خپل فعالیتونه ودروي.»

هغه وویل، «دې ته اړتیا نشته چې وویل شي چې موږ نشو کولی په خپلواکه توګه راپور ورکړو.»

هغه وویل، «دا ناشونې ده چې د مسایلو په هکله رسمي نظر ترلاسه کړای شي. له دې امله، د یوه راپور د جوړولو لپاره زموږ هڅې له ستونزو سره مخامخ کیږي.»

رسنۍ بندېږي

دغه راز، په تېرو څو میاشتو کې څه ۱۰۰ ښځینه ژورنالستانو په کندوز ولایت کې خپلې وظیفې پرېښي دي.

صابري وویل، د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته په لسګونو ښځینه خبریالانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړې، مجبورې شوې چې له دغه ولایت څخه وځي یا د هغوی په فعالیتونو باندې د محدودیتونو له امله پټې شي.

هغه وویل، «له هرې رسنۍ سره لږ تر لږه له درې څخه تر اتو پورې ښځینه کارکوونکیو د سپورټونو، ټولنې، سیاسي چارو او تفریحي پروګرامونو په هکله د خبري پروګرامونو د پروډیوسرانو، خبریالانو یا نطاقانو په توګه کارونه کول.»

صابري وویل، «خو د پخواني حکومت په نسکورېدلو سره، تر ۱۰۰ پورې ښځینه خبریالانو خپلې وظیفې له لاسه ورکړلې.»

هغه زیاته کړه، «په رادېوي او تلوېزیوني رسنیو کې د اکثرو فعالیتونو تخنیکي چارې ښځو ترسره کولې.»

هغه وویل، «په کندوز کې د ښځو لپاره څلور خصوصي رادېو سټېشنونه وو چې ښځو چلول. له بده مرغه چې، دا وخت دغو ټولو سټېشنونو خپل فعالیتونه درولي دي.»

صابري وویل، «په رسنیو کې د ښځو برخه اخیستنه ډېره مهمه ده،» او زیاته یې کړه چې ژورنالستانېد ښځو ستونزو ته د پام اړولو په برخه کې ډېر اغېز لري.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د بیان ازادي باید تر پښو لاندې نه شي. رادیوګانو او ټلویزیونونو ته اجازه ورکړئ چې ګټور پروګرامونه خپاره کړي. د رسنیو د بندولو پر ځای، دوی ته د غوره پروګرامونو د خپرولو پلانونه چمتو کړئ.

ځواب ورکړئ