د ښځو حقوق

په بلخ کې سوداګرې ښځې د سوداګرۍ د ساتنې لپاره د محدودیتونو پر وړاندې مبارزه کوي

د محمد قاسم راپور

یوه ښځه د لیندۍ په ۲مه د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف په رابعه بلخي مارکېټ کې په خپل دوکان کې له مشتریانو سره خبرې کوي. [عکس ذبیح الله لبیب پور اخیستی دی]

یوه ښځه د لیندۍ په ۲مه د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف په رابعه بلخي مارکېټ کې په خپل دوکان کې له مشتریانو سره خبرې کوي. [عکس ذبیح الله لبیب پور اخیستی دی]

کندوز -- یو شمېر افغانانې د بلخ ولایت په مرکز مزار شریف کې په یوه مارکېټ کې چې د ښځو لپاره جوړ شوی دی، کار ته دوام ورکوي.

رابعه بلخي مارکېټ په ۱۳۹۰ کال کې د دې لپاره رامنځته شو چې ښځې پیاوړې او د سوداګرۍ فرصتونه ورته رامنځته کړي.

دغه مارکېټ د ښار په جنوبي برخه کې واقع دی او ۶۰ دوکانونه یې چې مالکانې یې ښځې دي د زمري په میاشت کې د تېر حکومت له سقوط څخه وروسته اوس هم فعال دي.

نجونې او ښځې د زمري میاشتې راهیسې د خپلو حقونو له محدودیدلو څخه کړېږي.

د تېر حکومت پر وخت، له ۲۷٪ څخه ډېر دولتي کارکوونکي ښځې وې. اوس هغوی ته ویل شوي چې تر امر ثاني پورې په کورونو کې پاتې شي، او د ښځو د کار کولو حق اوس هم تر پوښتنې لاندې دی.

دغه راز، نوی حکومت نجونې له شپږم ټولګي څخه وروسته زده کړو څخه منع کوي.

په مارکېټ کې د فعالیت له کمېدلو سره سره، ښځې مشکلاتو ته نه تسلیمېږي او کار ته دوام ورکوي.

د رابعه بلخي مارکېټ رییسې حبیبیې امیني وویل، هغه دوکانونه چې د زمري میاشتې څخه مخکې په دغه مارکېټ کې ښه غوړېدلي وو اوس یې خرڅلاو کم شوي دي.‌

امیني سلام ټایمز ته وویل، «په دې مارکېټ کې د ښځو لپاره ټول ټال ۶۰ دوکانونه دي. پخوا په هر دوکان کې شاوخوا پنځو ښځو کار کاوه، او سیمینارونه، نندارتونونه او پروګرامونه یې ترسره کول.»

هغې وویل، اوس په هر دوکان کې یوه یا دوه ښځې کار کوي.

هغې زیاته کړه، دغه مارکېټ د ښځو د سوداګرۍ د ظرفیت په پیاوړي کولو کې مهم رول ولوباوه او له هغوی سره یې مرسته کړې چې له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شي او د خپلو کورنیو د اقتصاد په برخه کې مرسته وکړي.‌

د مارکېټ یوې دوکاندارې شفیقې تیموري سلام ټایمز ته وویل، «پخوا په مزارشریف کې د ښځو لپاره هېڅ مارکېټ نه وو... ځکه چې په کلتوري لحاظ ښځو ته اجازه نه وه چې له سړیو سره یو ځای سوداګري وکړي.»

تیموري وویل، «اوس چې د ښځو لپاره یو مارکېټ ځانګړی شوی دی، موږ کولی شو چې د سوداګرۍ د ننګونو په هکله خبرې اترې وکړو، خپلې تجربې شریکې کړو او د ستونزو لپاره د حل لارې راوباسو.»

له کورنیو سره مرسته کول

دغه راز، دا مارکېټ ښځو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې د زیاتېدونکي بشري ناورین په ترڅ‌ کې له کورنیو سره مرسته وکړي.

په دغه مارکېټ کې د حلیمې فقیري په نامه یوې پلورونکې چې له ۱۳۹۶ راهیسې هلته کار کوي، وویل چې هغه کولی شي دومره څه وګټي چې خپله کورنۍ پرې وچلوي او د خپلو ماشومانو د ښوونځي لګښت پرې تادیه کړي.‌

هغه کورنۍ ډوډۍ، سموسې، بولاني او نور بېلابېل ډولونه خواړه تیاروي او په خپل دوکان کې یې خرڅوي.‌

هغې وویل، «زه د الله تعالی شکر کوم چې زما کار روان دی.‌ زه د ورځې شاوخوا ۶۰۰ افغانۍ (۵.۷۱ ډالر) ګټم، او زما عاید زما د کورنۍ اړتیاوې پوره کوي.»

په دغه مارکېټ کې یو شمېر داسې ښځې هم کار کوي چې خپل مېړونه یې له لاسه ورکړي دي.

محنسې چې ۴۲ کاله عمر لري او مېړه یې اته کاله مخکې په مزارشریف کې په یوه ترافیکي پېښه کې له لاسه ورکړی دی، وویل چې هغه له ډېرو ستونزو او ننګونو سره له مخامخ کېدلو څخه وروسته له اقتصادي پلوه پر ځان بسیا شوې ده.

هغې سلام ټایمز ته وویل، «ما ډېر کالونه سخت زحمت و اېست او ډېر لګښت مې وکړ، او بالاخره مې خواریو رنګ راوړ. زه ډېره خوشحاله یم چې اوس کولی شم د خپلې کورنۍ ملاتړ وکړم.»

محنسې وویل، د هغې دوکان د زمري په میاشت کې څو ورځې بند وو خو اوس پرانستی او کار په کې روان دی.‌

د مزارشریف یوه اوسېدونکي ضیاءالدین بشردوست سلام ټایمز ته وویل، له کار کولو څخه د ښځو ایسارول نه یواځې دا چې په افغانستان کې اقتصادي ننګونې زیاتوي بلکې دغه راز د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کورنیو تر منځ بې وزلي هم ډېروي.‌

هغه وویل، که ښځې او نجونې اجازه ولري چې د تېر په څېر په بېلابېلو سکتورونو کې کار وکړي، هغوی به وکولی شي چې خپل اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي او د کورنیو په کچه د فقر په کمولو کې مرسته وکړي.‌

هغه زیاته کړه، «ښځې چې په هر سکټور کې د کار کولو فرصت ترلاسه کړي، هغوی کولی شي چې توپیر رامنځته کړي.»

نفیسه مجیدي چې په دغه مارکېټ کې لاسي صنایع خرڅوي وویل، «د بلخ ښځو ثابته کړې چې هغوی چمتو دي چې په هر ډول شرایطو کې له کورونو څخه بهر کار وکړي.»

مجیدي له نړۍ والې ټولنې څخه وغوښتل چې د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي او پرې نه ږدي چې د ۱۳۸۰ - ۱۴۰۰ لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو شي.‌

د ښځو وړتیاوې

په کندوز کې د ښځو د حقونو یوې فعالې نسرین حبیبي وویل، د تېرو ۲۰ کالونو په ترڅ کې په بېلابېلو فعالیتونو کې په برخه اخیستنې سره ښځو خپل ځانونه او خپلې وړتیاوې ثابتې کړي دي.‌

هغې زیاته کړه، «ښځې او نجونې د ټولنې نیمه برخه جوړوي، او که هغوی له کار څخه محرومې وي، معنی یې دا ده چې نیمه ټولنه محرومه ده.»

حبیبي وویل، «د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې ښځو هم د سړیو په څېر زده کړې کړي دي، نو لوستو ښځو او نجونو ته باید فرصت ورکړل شي چې له کورونو څخه بهر په حکومتي دوایرو او خصوصي سکټور کې کار وکړي.»

هغې له مقاماتو څخه وغوښتل چې په ښځو باندې هر ډول لګېدلي بندیزونه لیرې کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې د سړیو په څېر په ټولنه کې برخه واخلي.‌

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال محمد حسن انصاري وویل، په دغه ولایت کې په لاسي صنایعو او نورو کارونو کې د ښځو برخه اخیستنه اوس هم ښه روانه ده، او مقامات باید د ښځینه سوداګرو د اقتصادي او سوداګریزې ودې لپاره ډېر فرصتونه برابر کړي.‌

هغه وویل، «ښځو په ډېرو سکټورونو په ځانګړې توګه د قالینو، لاسي صنایعو او خوراکي توکو په تولید کې یو مهم رول لوبولی دی. سربېره پر دې، داسې ښځې شته چې تجارتي جوازونه لري، او ځینو ان خپل تولیدات صادر کړي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

5 ـ نارینه و ته بایدد ښځو د حقوقو په اړه اګاهي ورکړای شي. د پارلمان له لوري داسې ماده په قانون کې ځای پرځای شي تر څو د ښځو دحقوقو په اړه نارینه و ته معلومات ورکړل شي په دې برخه کې ملي شورا، دعدلیې وزارت او دپارلماني چارو وزارت په ګډه کار کولای شي. 6 ـ د حکومت له لوري باید د بیسوادۍ کورسونه جوړ کړای شي او زده کړې باید اجباري شي. په دې برخه کې دپوهنې وزارت مهم رول ترسره کولای شي. دپورتنیو حل لارو دعملي کولو په صورت کې به بې له شکه دافغان میرمنو اقتصادي ستونزې ترډیره بریده حل شي.

ځواب ورکړئ

ج: حرفه یي کورسونه، لکه د صفا کارۍ، د مربا جوړول، مرغ داري، د کرنې، مالدارۍ او خیاطي. په دې برخه کې دکرنې او پوهنې وزارتونه مهم رول ترسره کولای شي. د: فقیرو او کوڼدو میرمنو ته چې ښارونو ته نږدې ژوند کوي د یو کار زمینه برابرول، د وړو فابریکو ایجادول، چې ښځي کار په کې وکړي. 3 ـ د قانون تطبيق کول: الف: د داسې نویو مادو جوړول چې په وسیله یې د ښځو ژوند کې اسانتیاوې رامنځ ته شي ب: سخت او جدي قانوني برخورد د هر هغه چا سره چې په میرمنو ظلم کوي ج: د نارینه وو ذهنیت جوړول، د ښځو د حقوقي ستونزودحل لپاره یو د اړیکې تیلفونې لاین جوړ ول، تر څو ښځي وکړای شي خپل مشکل بیدون د شرم نه درج کړي او د دغه لاین اګاهي باید هر ه سیمهد افغانستان کې وي په دې برخه کې دمخابراتو او عدلیې وزارتونه مرسته کولای شي. 4 ـ دود او دستور باید د قانون سره تړاو ولري. یوه ښځه کوڼده کیږي او بې اولاده وي نو هغې ته میراث ویل کیږي او د هغې دارایي چور کیږي. هغه یا په زوره نکاح کیږي یا دپلار کورته لیږل کیږي. د هغې حقوق باید په قانون کې خوندي کړای شي. په دې برخه کې دعدلیې، دکورنیو چارو او دحج او اوقافو وزارتونه او ملي شورا مهم رول ترسره کولای شي. 5 ـ نارینه و ته بایدد ښځو د حقوقو په اړه اګاهي ورکړای شي. د پارلمان له لوري داسې ماده په قانون کې ځای پرځای شي تر څو د ښځو دحقوقو په اړه نارینه و ته معلومات ورکړل شي په دې برخه کې ملي شورا، دعدلیې وزارت او دپارلماني چارو وزارت په ګډه کار کولای شي. نوربیا

ځواب ورکړئ

دامنیت نشتون، د ښځو دحقوقو دخوندیتوب لپاره دیو بشپړ میکانیزم نشتون، د قانون نه تطبیق، ناوړه دود او دستور، نامناسب رواجونه، د نارینه و واکمني او بیسوادي دافغان میرمنو داقتصادي پرمختګ پروړاندې مهمې ستونزې ګڼل کیږي. په یو هیواد کې چې نا تمام شوی جنګ روان وي او لرې کلي او باڼدې شهري ژوندو نه لرې وي، ښونځي موجود نه وي، بازار نه وي، فابریکه نه وي، دحکومت حاکمیت کمزوری وي، نارینه حاکم وي او اسلامي قانون تطبیق نه وي، خلک داسلامي قانون په اړه بشپړ معلومات ونه لري په داسې حالاتو کې کله چې یوه ښځه کوڼده شي او اولاد هم ونه لري او هغه میراث معرفي شي او د هغې میړه دارایې باندې چاپه اچول کیږي ځکه چې زوی نه لري نودا ټول دمیرمنو د فقر باعث ګرځي او دمیرمنو داقتصادي ستونزو مهم لاملونه دي. حل لارې: ۱ـ د امنيت ټینګښت، دامنیت دټینګښت په برخه کې دکورنیو، ملي دفاع وزارتونه او دملي امنیت ریاست مهم رول ترسره کولای شي. دامنیت دټینګښت په صورت کې به میرمنې ددې فرصت ترلاسه کړي څو دخپل ژوند چارې په عادي ډول ترسره کړي. ۲ـ دمیرمنو دحقوقو دخوندیتوب لپاره دیو بشپړ میکانیزم جوړول چې په هغې کې دالاندې ټکي په پام کې ونیول شي. الف؛ په کلیو کې د یو ښځينه بازار جوړول تر څو ښځي وکړای شي خپل د لاس محصولات خرڅ کړي دا کار حکومت په انجو ګانو کولای شي هم انجوګانې په کار اچول کیدای شياو هم ښځوته زمینه برابریدای شي چې له کور نه ووځي او خپل محصولات خرڅ کړي. په دې برخه کې دسوداګرۍ او اقتصاد وزارتونه او دسوداګرۍ او صنایعو خونه ډیره مرسته کولای شي. ب: دغو ښځو ته په ښارونو کې بازار یابي. نور بیا

ځواب ورکړئ

په افغان ټولنه کې باید د ښځو لپاره همداسې مارکېټونه جوړ شي.ځکه یوه مېرمن غیر له دې چې د کورنۍ کوم نارینه غړی ورسره وي په داسې یو مارکېټ یا سوداګریز مرکز کې بغیر له وېرې توکي اخیستلی شي. خو دا چې په وروستیو کې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې یوازې محدودیتونه زیات شوي مګر دغه ډول امکانات نه برابریږي. د طالبانو حکومت که په ریښتیا هم له نارینه وو سره په ګډ کار کولو ټینګ وي، نو په کار ده چې دغه ډول مارکېټونه او دې ته ورته نور سوداګریز مرکزونه جوړ کړي څو د دوی خبرې ته هم اهمیت ورکړل شي او که محدودیت لګوي نو خلک به له ستونزو سره نه مخامخ کېږي.

ځواب ورکړئ
د تبصرو له تګلارې څخه د سرغړونې له امله تبصره لیرې شوه

کېنه غولنه. صلیبي لښکرو ته ماتې، د ماتې زویه د ماتې په معنی پوهېږې چې څه ته وایي؟ صلیبیان اصطلاح یوه زړه اصطلاح ده چې اوس څوک هیڅ اهمیت نه ورکوي. بیا د څه شي ماتې؟ ۶۱ زره د ملي اردو عسکر ووژل شول چې افغانان ول، ۵۵ زره طالبان ووژل شول چې افغانان ول، لږ تر لږه ۷۰ زره ملکي خلک ووژل شول چې افغانان ول، په لکونو نور معلول شول هغه هم افغانان ول، په میلیونونو مهاجر شول، په میلیونونو اوس له لوږې مري. اوس ته دا خپل چټل فکر واخله او سوچ وکړه چې ماتې چا وخوړله؟ آیا ستا په وینا صلیبیانو ماتې وخوړله که نه مونږ د خپل حماقت له امله ماتې وخوړله؟ حماقت ورته ځکه وایم چې د امریکایانو برجونه یا عربانو وران کړل یا پاکستانیانو وران کړل یا پخپله امریکایانو وران کړل لاکن انتقام له افغانانو واخیستل شو او لا اوس هم اخیستل کیږي.‌

ځواب ورکړئ