اقتصاد

نهیلي او مایوسي په بې وزلو افغانانو باندې په زیاتېدونکي ډول ناوړه اغېز کوي

د عمر راپور

ښځې د لیندۍ په ۱۱مه په هرات ښار کې د دې لپاره راټولېږي چې له نړۍ والو موسسو څخه مرسته ترلاسه کړي. [عمر/سلام ټایمز]

ښځې د لیندۍ په ۱۱مه په هرات ښار کې د دې لپاره راټولېږي چې له نړۍ والو موسسو څخه مرسته ترلاسه کړي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د بې کارۍ زیاتوالي او د خوراکي توکو د قېمتونو لوړوالی او ورسره یخ ژمی د هغو کورنیو هیلې له منځه وړي چې په هرات ولایت کې ژوند کوي.‌

ډېری خلک وایي چې هغوی لوږې سره مخامخ دي، او خوراکي توکي نشي پیرودی.‌ هغوی وایي، چې په ورځ کې صرف یو ځل او هغه هم لږه ډوډۍ وخوري.‌

د زنده جان ولسوالۍ یوې اوسېدونکې ۴۵ کلنې زهرا چې سترګې یې له اوښکو ډکې وې، وویل، ډېرې شپې هغه او د هغې څلور بچیان په وږې خېټه ویده کیږي.‌

هغې وویل،‌ «په تېره یوه میاشت کې زه دوه ځلې ناروغه شوم خو پيسې راسره نه وې چې ډاکتر ته لاړه شم. مجبوره وم چې په کور کې پاتې شم او د ناروغۍ او خپلو ماشومانو د لوږې درد په یواځې ځان وزغمم،» او زیاته یې کړه چې مېړه یې پنځه کاله مخکې مړ شوی دی.

یو ماشوم د مرغومي په ۶مه په کابل کې په یوه پلې لاره مشتریانو ته د انتظار پر وخت ژاړي. [مهد راسفان/ای اېف پي]

یو ماشوم د مرغومي په ۶مه په کابل کې په یوه پلې لاره مشتریانو ته د انتظار پر وخت ژاړي. [مهد راسفان/ای اېف پي]

هغې وویل، «موږ د خوړو هېڅ نه لرو. ما د تېر حکومت له نسکورېدلو څخه مخکې په زنده جان ولسوالۍ کې په یوه حکومتي ودانۍ کې د صفاکارې په توګه کار کاوه، خو دنده مې له لاسه ورکړه او بل عاید هم نه لرم.»

زهرا وویل چې هغه بېلابېلو ادارو ته د مرستې لپاره مراجعه وکړه، لاکن یوې هم ورسره مرسته ونه کړه.

په انجیل ولسوالۍ کې د یوې اته کسیزې کورنۍ نفقه ګټونکي عبدالعزیز چې ۷۰ کاله عمر لري، وویل، په دغې ولسوالۍ کې اکثر خلک خواړه نه لري چې ویې خوري ځکه چې هغوی د اوړو، وریجو او غوړو د پیرودو وس نه لري.

هغه وویل، «په کلیوالو سیمو کې د فقر کچه لوړه ده ځکه چې اوسېدونکي یې بې کاره دي او عایداتي سرچینه نه لري.»

نوموړي وویل، «که مرسته ونشي خلک له لوږې د مرګ له خطر سره مخامخ دي.»

عزیز وویل، پخواني حکومت د زراعتي تولیداتو د بهبود لپاره د تخمونو او سرې په ورکولو سره له هغه او د هغه له خپلوانو سره مرسته کوله.‌

هغه وویل، خو اوس مرسته نه ورکول کیږي.‌

هغه زیاته کړه، «په کور کې مې مېرمن ناروغه ده، او زه پیسې نه لرم چې هغه ډاکتر ته بوځم.»

کار او خوراک نشته

د هرات ښار یوې اوسېدونکې زینب فیروزي وویل چې هغې په هرات کې د ښځو د چارو ریاست کې د صفاکارې په توګه کار کاوه او د میاشتې یې ۵۰۰۰ افغانۍ (۴۸ ډالر) تنخوا ترلاسه کوله.

هغې د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته خپله دنده له لاسه ورکړه او اوس له ډېرې اقتصادي تنګسې سره مخامخ ده.

هغې وویل، «زه مجبوره یم چې شپږو کسانو ته نفقه برابره کړم، لاکن موږ هېڅ نه لرو چې ویې خورو. کله چې زه خپل ګاونډیان ووینم، د هغوی حال زما له حال نه هم بدتر دی. موږ یو هم دومره څه نه لرو چې ځانونه پرې ماړه کړو.»

هغې زیاته کړه، «په نوي حکومت کې، د سړیو لپاره کارونه نشته، د ښځو لپاره خو کار له نشت سره برابر دی.»

تېر کال، په پخواني حکومت کې له ۲۷٪ څخه ډېر دولتي کارکوونکي ښځې وې. اوس، هغوی ته ویل شوي چې تر امر ثاني پورې دې په کور پاتې شي.

عبدالبصیر چې د ادرسکن ولسوالۍ اوسېدونکی دی او ورځ مزدوري کوي، وویل چې هغه په تېرو پنځو میاشتو کې نه دی توانېدلی چې کوم کار پیدا کړي چې دغه حالت د هغه او د هغه د کورنۍ لپاره شرایط ډېر سخت کړي دي.‌

هغه وویل، «د پخواني حکومت په دوره کې، ما کار پیدا کاوه او د ورځې به مې ۳۰۰ افغانۍ (۲.۹۰ ډالر) ګټلې، لاکن اوس نه کار نشته او نه خوراکي توکي اخیستلی شم..‌. وضعیت ډېر بد دی او هیچ څوک هم موږ سره مرسته نه کوي حتی که ګدایي هم وکړو.»

هغه وویل،‌ دا ښه دی چې اوس هم څه ناڅه بهرنۍ مرسته راځي، او زیاته یې کړه چې له هغې پرته، اکثر افغانان به حتی دومره هم ونشي کولی چې وچه ډودۍ واخلي.

رنګین چې ۴۸ کاله عمر لري، درې میاشتې مخکې د بادغیس ولایت له بالامرغاب ولسوالۍ څخه چې هلته یې دهقاني کوله، هرات ته راکډه شو.

اوس هغه د خپلې کورنۍ له درې غړو سره یوځای د داخلي بې ځایه شویو خلکو په یوه کمپ کې ژوند کوي.‌

رنګین وویل چې هغه د وچکالۍ او سختې بې وزلۍ له امله مجبور شو ترڅو خپل کلی پرېږدي، لاکن په هرات کې هم ژوند ډیر سخت دی.

هغه وویل، «بادغیس وچکالۍ سخت ځپلی او زه هېڅ عایداتي سرچینه نه لرم. ما هرات ته له کډه کېدلو څخه پرته بله لاره نه لرله او په دې هیله وم چې حکومت یا مرستندویې ادارې به له ما سره مرسته وکړي.»

رنګین وویل، «زه هره ورځ ځایي حکومتي ادارو ته ورځم او مرسته ترې غواړم، لاکن هیڅوک هم راسره مرسته نه کوي.»

د ژوندي پاتې کېدلو هیله نشته

پراخېدونکي اقتصادي ناورین او زیاتېدونکي فقر راتلونکی غیر یقیني کړی، او په میلیونونو افغانان یې له سترې پرېشانۍ او خفګان سره مخامخ کړي دي.‌

د ساختماني کار یوه کارکوونکي نظام الدین حسیني چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، څلور میاشتې کېږي چې هغه کار نه دی کړی.

هغه وویل چې ۲۰۰۰۰ افغانۍ (۱۹۲ ډالر) یې له خپلو خپلوانو څخه پور کړي ترڅو خپله کورنۍ له لوږې څخه وژغوري، لاکن نور هیڅوک هم دې ته حاضر نه دی چې هغه ته پیسې په پور ورکړي.

حسیني وویل، «زه هر سهار شپږ بجې ښار ته په دې هیله راځم چې کار پیدا کړم، لاکن د ورځې په پای کې بیرته تش لاس او په لوږه کور ته ستنېږم. زه د خپلې مېرمنې او بچیانو سترګو ته نشم کتلی ځکه چې زه عاید نه لرم.»

هغه وویل، «ما هېڅکله هم داسې تصور نه وو کړی چې له داسې یوه حالت سره به مخامخ شم. په افغانستان کې نه د تېښتې لاره شته او نه هم د ژوندي پاتې کېدلو هیله.»

حسیني وویل چې هغه ژوند ته هیله له لاسه ورکړې او د مرګ دعا کوي.

د لوږې او اقتصادي ننګونو تر څنګ، د تعلیمي فرصت له لاسه وتلو ډېر ځوان افغانان خفه او پرېشان کړي دي.

د هرات پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي د دریم کال یوه محصل تواب قادري وویل چې هغه د تېر حکومت په نسکورېدلو پسې د پوهنتون له بندېدلو څخه وروسته د خپل راتلونکي لپاره هیله له لاسه ورکړې ده.‌

هغه وویل، «ما غوښتل چې له فراغت څخه وروسته د یوه پرمختللي افغانستان په جوړولو کې یو فعال رول ولوبوم، لاکن د پوهنتون بندېدلو زما ټول خوبونه ویجاړ کړل.»

هغه وویل، ډېر هغه ځوان افغانان چې لوړې هیلې او امېدونه یې لرل مجبور شول چې د بې کارۍ او بې باورۍ له امله خپل هېواد پرېږدي او ځانونه ژوندي وژغوري.‌

قادري وویل، «په تېرو څلورو میاشتو کې یو نسل خراب شو. سل کاله وخت ته اړتیا ده چې وضعیت بېرته پخواني حالت ته ور ستون شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د دغه حالت په رامنځته کولو او دغه ستر جنایت کې نړۍ واله ټولنه، پخوانی حکومت او طالبان ټول شریک دي. نړۍ والې ټولنې له افغانانو سره په صداقت سره کار ونه کړ، وایي چې څه باندې سل میلیارده ډالر یې په افغانستان کې ولګول، لاکن اوس چې ګورو هېڅ ملموسه نتیجه یې نه لیدل کیږي، هېڅ داسې فابریکه او پروژه جوړه نشوه چې حتی لسو زرو افغانانو ته دایمی کارونه ورکړي. تېر حکومت ځکه په کې ملامت دی چې له وزیرانو نه رانیولې تر رییسانو او مدیرانو پورې په لسو کې ۹ کسانو غلاګانې او اداري فساد وکړ او د دې پرځای چې نظام جوړ کړي، نظام یې خراب کړ. طالبان خو پاکستان د همدې لپاره جوړ کړي ول چې افغانان پرې ووژني او افغانستان او د افغانستان نظام پرې وران کړي.

ځواب ورکړئ