د ښځو حقوق

هغه افغانانې چې نور نشي کولی کار وکړي له یوه تیاره راتلونکي سره مخامخ دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په عکس کې چې د لړم په ۲۲مه په کابل کې له ای اېف پي سره د مرکې پر وخت اخیستل شوی دی، مدینې، چې یوه پخوانۍ ژورنالسته ده او د خپل هویت د پټولو لپاره یې دا نوم ورکړ، خپل مخ پټ کړی دی.‌ په داسې حال کې چې افغانستان په نړۍ واله سطحه له یوه ډېر بد بشري ناورین سره مخامخ دی، د هېواد اقتصاد د ماتېدلو په لوري روان دی، او ډېرو کورنیو د ښځو د تنخواګانو په شکل کې د خپل عاید یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د لړم په ۲۲مه په کابل کې له ای اېف پي سره د مرکې پر وخت اخیستل شوی دی، مدینې، چې یوه پخوانۍ ژورنالسته ده او د خپل هویت د پټولو لپاره یې دا نوم ورکړ، خپل مخ پټ کړی دی.‌ په داسې حال کې چې افغانستان په نړۍ واله سطحه له یوه ډېر بد بشري ناورین سره مخامخ دی، د هېواد اقتصاد د ماتېدلو په لوري روان دی، او ډېرو کورنیو د ښځو د تنخواګانو په شکل کې د خپل عاید یوه لویه برخه له لاسه ورکړې ده. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- په ۲۱ کلنۍ کې مدینې داسې وظیفه ترلاسه کړه چې هغې یې د ترلاسه کولو هیله لرله: هغه ژورنالسته وه او تنخوا یې په افغانستان کې د هغې له کورنۍ سره ډېره مرسته کوله.‌

افغان حکومت د زمري په ۲۴مه نسکور شو.

اوس د ډېرو نورو افغانو ښځو په څېر، مدینه نشي کولی چې کار وکړي او د هغې کورنۍ د هغې عاید په داسې وقت کې له لاسه ورکړ چې د افغانستان اقتصاد د سقوط په درشل کې دی او ملګري ملتونه وړاندوینه کوي چې د اوږده او ساړه ژمي په ترڅ‌ کې به د دغه هېواد د نیمایي وګړو خوراکي توکي ختم شي.

دغه حالت مدینه د بندو دروازو تر شا ایساره پرېښې او په عصباني توګه فکر کوي چې د هغې کورنۍ به څنګه د کور کرایه ورکوي او څنګه به لرګي اخلي چې تر پسرلي پورې خپل کور تود وساتي.

د لیلا په نامه د شپږو ماشومانو یوې مور چې له افغانستان څخه د هغې د مستخدمې ادارې له تګ څخه وروسته هغه بې کاره شوې او په لارو او کوڅو کې یې خیر غوښتل پیل کړي دي، د لړم په ۲۵مه له ای اېف پي سره د مرکې پر وخت وویل، «زه ډېره شرمېږم. زما په ژوند کې دا لومړی ځل دی چې زه خیرات غواړم. د هغې نوم د هغې د خوندي کولو لپاره بدل شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د لیلا په نامه د شپږو ماشومانو یوې مور چې له افغانستان څخه د هغې د مستخدمې ادارې له تګ څخه وروسته هغه بې کاره شوې او په لارو او کوڅو کې یې خیر غوښتل پیل کړي دي، د لړم په ۲۵مه له ای اېف پي سره د مرکې پر وخت وویل، «زه ډېره شرمېږم. زما په ژوند کې دا لومړی ځل دی چې زه خیرات غواړم. د هغې نوم د هغې د خوندي کولو لپاره بدل شوی دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

مدینې چې نوم یې د هغې د پېژندګلو د خوندي کولو لپاره بدل شوی دی، وویل، «ماته یو تیاره راتلونکی په مخکې دی.»

یواځې څو میاشتې مخکې،‌ دغې ځوانې ښځې د امریکا په مرسته چلېدونکې یوې راډېو سټېشن سره کار کاوه. هغې هیله لرله چې په تلوېزیون خبرونه خپاره کړي او ښایي وروسته سیاست ته ورننوځي.

اوس سټېشن خپرونې نه کوي، او نوی کار لټول به هسې عبث وي. د زمري په میاشت کې د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې د روغتیا او پوهنې له تخصصي سکتورونو څخه پرته یواځې یو څو ښځو کار کړی دی.‌

عواید په خپله مخه لاړل

تېر کال، په پخواني حکومت کې له ۲۷٪ څخه ډېرې ښځې مامورینې وې. اوس هغوی ته ویل شوي چې تر امر ثاني پورې په کورونو کې پاتې شي.

افغانستان د نړۍ له یوه بدترین ناورین سره مخامخ دی، او ډېرو کورنیو د خپلو عوایدو ډېره برخه له لاسه ورکړې ده.

ملګرو ملتونو ویلي چې په دې ژمي کې به له ۲۲ میلیونو څخه ډېر افغانان د خوړو له کمبود سره مخامخ شي، ځکه د اقلیم د بدلون په نتیجه کې رامنځته شوې وچکالي د حکومت د نسکورېدلو له امله رامنځته شوې ستونزې لا ډیرې کړي دي.

مدینه چې له خپل مور او پلار سره اوسېږي د څلورو نجونو او دوو هلکانو تر ټولو مشره ده.‌ د هغې پلار چې ورځ مزدوري کوي د هغې په زده کړو باندې یې پیسې ولګولې او دغه لګښت په کابل کې د ادارې تر سقوط پورې یوه ښه پانګونه وه.

دې کورنۍ د مدینې او د هغې د پلار په دوو تنخواګانو ګزاره کوله.

هغه وایي، «ما کرایه ورکوله. ما چې وظیفه لرله، کولی مې شوای چې د کورنۍ اړتیاوې پوره کړم.»

خو اوس هغوی مجبور دي چې اساسي توکي لکه وریژې او اوړه په پیسو واخلي، او د ژمي له سختې یخنۍ سره سره، هغوی نشي کولی چې د ډبرو سکاره یا لرګي واخلي او خپل کور پرې تود کړي.‌

مدینې وویل، «زما لپاره دا ډېره دردوونکې ده چې داسې سختۍ وینم.»

په زندان کې

رابعې چې ۲۵ کاله عمر لري او هغې هم په مستعار نامه خبرې کولې، د کانونو او پیټرولیم وزارت کې کار کاوه. د زمري په ۲۴مه د سهار ۱۰ بجې هغه په وارخطایۍ سره له خپل دفتر نه ووتله.‌

د هغې نارینه همکارانو خپلې وظیفې بیا پيل کړي،‌ لاکن هغه نشي کولی چې خپل کار ته بېرته لاړه شي.‌

هغې وویل، «زه داسې احساس کوم لکه په زندان کې چې یم.»

رابعه له خپل خور او ورور سره چې ښوونکي دي ژوند کوي. دواړه کار کوي خو تنخواګانې نه دي ورکړل شوي.

هغې وویل، «موږ په خپلو سپمولو پیسو وخت تېروو.»

هغوی په کورنۍ کې ۸ کسان دي او سپمول شوې پیسې به دوام ونه کړي.

رابعې وویل، «په دوه یا درې میاشتو کې؟ زه نه پوهېږم، په ژمي کې به موږ پیسو ته اړتیا ولرو چې کور تود کړو.»

هغې وویل، «زه له نړۍ والې ټولنې څخه غواړم چې فشار واچوي ... او ښځو ته د کار کولو اجازه ورکړي.‌ اکثر وختونه هغوی د کورنۍ یواځینۍ نفقه ګټونکې دي.»

ډېر د شرم احساس

لیلا، چې د هغې نوم هم بدل شوی دی، د خپلې کورنۍ یواځنۍ نفقه ګټونکې ده.‌

پخوا هغې د یوې کورنۍ لپاره د پاکوونکې په توګه کار کاوه، لاکن کله چې حکومت نسکور شو هغوی وتښتېدل.

اوس دغه ۴۳ کلنه ښځه د کابل په یوه مارکېټ کې سوال کوي. هلته چې هغه د سړیو په منځ کې یواځینۍ ښځه ده، چادري په سروي ترڅو «خپل وقار یو څه خوندي وساتم».‌

هغه شپږ ماشومان لري او په یواځې سر یې مرسته کوي.‌ هغه نه پوهېږي چې مېړه یې چېرې دی، او فکر کوي چې مړ شوی دی یا دا چې دا یې د بلې ښځې لپاره پرېښې ده.‌

هغې وویل، «زما ماشومان په کور کې دي. هغوی نه پوهېږي چې زه سوال کوم.‌ زه مجبوره یم چې پیسې پیدا کړم او هغوی ته نفقه برابره کړم... په کور کې موږ یو ګیلاس اوړه هم نه لرو.»

نوموړې وویل، «زه ډېر د شرم احساس کوم.‌ دا زما په ژوند کې لومړی ځل دی چې زه سوال کوم.»

کله چې له هغې نه پوښتنه وشوه چې آیا هغه کولی شي چې په دې طریقه خپله کورنۍ مړه کړي،‌ د هغې اوښکې روانې شوې.

هغې وویل، «زه ډېره خفه یم.‌ ما په خپل ژوند کې هېڅکله هم دومره ډېرې ستونزې نه وې لیدلې لکه په دې دوو اونیو کې مې چې ولیدلې.»

مدینې وویل چې هغه هم هره ورځ ژاړي.‌

اوس هغه ډېره کمه بهر وځي، هغه ډېره زیاته ډارېږي. پر ځای یې، د هغې ورځ کورني کار او لوستلو پورې محدوده ده.

هغې وویل، «زه له خپلو دوستانو سره د خپل حال په هکله خبرې نه کوم. موږ ټول سره ورته یو، هسې بې ګټې ده.»

رابعه وایي چې هغه هم د «پرېشانۍ» احساس کوي.

هغې وویل، «زه په رواني لحاظ ښه نه یم،» خو هغه هڅه کوي چې د خپلې کورنۍ په مخکې ځان خوشحاله وښيي.

په هر حال، هغوی هغې ته وایي، «ته یواځې نه یې چې په داسې حال کې یې.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تالبانو له خپل نظام نه بیخي جومات جوړ کړی دی. دا خلک د پاکستان په داسې مدرسو کې تربیه شوي چې هلته یوازې تنګ نظري تدریس کیږي، دا خلک له ټولنې نه په لیرې محیط کې تربیه کیږي او یوازې د نبی (ع) او صحابه وو د وخت کیسې ورته کیږي او دا ورته ویل کیږي چې باید هغسې نظام رامنځته کړي. دا صحیح ده چې د نبی ع نظام او د خلفاوو د وخت نظام یو عادلانه نظام وو خو اوس له هغه وخت راهیسې تقریبا ۱۵۰۰ کاله وخت تېر شوی دی. اوس نه نبی ع شته نه صحابه شته نه تابعین شته نه د تبع تابعین شته او نه هغوی پسې پنځه او ان لس نسله نیک خلک شته. او بیا که پاکستان له دغسې نظام سره علاقه مندي لري باید په خپل وطن کې یې جوړ کړي. زمونږ وطن د څلورو لسیزو جنګ ځپلی، خلک مو په خیټه وږي دي، په تن لوڅ دي، پښې یبله دي، له مونږ سره چې نړۍ واله ټولنه پرله پسې د لسو کالونو لپاره مرستې ونه کړي، د نظام په جوړولو کې راسره مرسته ونه کړي، زمونږ وطن نه جوړیږي. مونږ نشو کولی چې له نړۍ والې ټولنې نه ځانونه راوشکوو او بیا د ۱۳۷۰مو کالونو انزوا ته لاړ شو چې له افغانستان سره له پاکستان پرته هیڅ هیواد اړیکې نه لرلې او افغانستان د نړۍ لپاره په یوه بد ځای باندې بدل شوی وو. مونږ داسې نظام غواړو جې زمونږ خلک په کې خوښ وي، له نړۍ سره مو اړیکې جوړې وي او د نړۍ والو مرستې راورسیږي چې زمونږ هیواد پرې جوړ شي. داسې نظام غواړو چې انسانان په کې خپل دیني او مذهبي ازادي ولري او یو بل ته زیان ونه رسوي.

ځواب ورکړئ

۲ برخه: نه څوک پوښتنه کوي چې ستا د وطن له منځه زه تجارت کوم، اجازه شته؟ د ډيورنډ داعيه مړه شوه. د افغانستان حقوقي حیثیت له منځه ولاړ. لنډه دا چې افغانستان يوه جغرافيه ده چې‌ د پاکستان د امنيت د سلاکار ترې رو تيريږي او منځنۍ اسيا او اروپا سره خپل تجارت کوي، مګر د دې ضرورت نه احساسوي چې د افغان دولت د ميز يو اړخ حساب کړي. غني ولې باید نه وای شړل شوی؟ ټالب ولې باید په کابل نه واي حاکم شوی؟ د افغانستان دولت ولی باید نه وای نړيدلی؟ چې دا کارونه نه وای شوي د پاکستان د اقتصادي ګټو بل پړاو شروع کيده؟ دا جهاد وو د همدې لپاره. په احترام خالد یوسفزی

ځواب ورکړئ