اقتصاد

په مزارشريف کې د زیاتېدونکې غریبۍ له امله د ښځينه سوالګرو شمېر په زیاتېدلو دی

د محمدقاسم راپور

دا عکس چې د غبرګولي په ۲۰مه اخیستل شوی، د ښځو یوه ډله ښیي چې په مزارشریف کې د سړک پر غاړه د پیسو سوال کوي. [عکاس: محمد نوید اندېښمند/ سلام ټایمز]

دا عکس چې د غبرګولي په ۲۰مه اخیستل شوی، د ښځو یوه ډله ښیي چې په مزارشریف کې د سړک پر غاړه د پیسو سوال کوي. [عکاس: محمد نوید اندېښمند/ سلام ټایمز]

مزارشريف -- په مزارشريف ښار کې د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې د غریبۍ په زیاتېدلو سره د ښځینه سوالګرو شمېر زیات شوی دی.

د مزارشريف ښار اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور، ٣٨ کلنې نوريې وویل، چې په تېرو ١٨ مياشتو کې يې ژوند سخت و او سوال کولو ته مجبوره شوې.

هغې سلام ټایمز ته وويل، «زه هر سهار خپلو ماشومانو پسې د کور دروازه تړم او خدای ته يې سپارم او تر ماښامه پورې د مزارشريف په کوڅو کې د پيسو سوال کوم ترڅو هغوی ته یوه مړۍ ډودۍ پیدا کړم.»

هغې زياته کړه،‌ «که زه وکولی شم چې د ورځې له ۲۰ څخه تر ۵۰ افغانيو (۲۳ تر ۵۸ امریکایي سنټ) ترلاسه کړم، زه هغوی ته ډوډۍ اخلم او له يو څه سره کور ته ستنیږم، لاکن ډېرې ورځې هيڅوک هم له ما سره مرسته نه کوي او زه په نهیلۍ او تش لاس کور ته ستنېږم،»

نوریې وویل، «کله چې زما ماشومان ما ته په معصومو سترګو ګوري او زه د هغوی په هکله فکر کوم، زه د هغوی د راتلونکي په هکله هیله له لاسه ورکوم.»

نفیسه چې ۴۵ کاله عمر لري ټوله ورځ په ښار کې د امام علي د زیارت په دروازو کې په سوال کولو تېروي.

هغې وویل چې هغه ناروغه ده.

یوې بلې سوالګرې هم ورته دردوونکې کیسه لرله.

نفیسې چې یوه لور لري وپوښتل، «زه هیڅوک نه لرم: نه میړه، نه کور، ځای او نه ژوند. زه له خدای پرته بل څه نه لرم. زه هغه ۱۰ یا ۲۰ افغانۍ (۱۲ تر ۲۳ سنټ) چې د سوال کولو له لارې یې راټولوم د خوړو او درملو په اخیستلو باندې لګوم. نور زه څه کولی شم؟ زه چاته شکایت وکړم؟»

ملیحې چې ۵۲ کاله عمر لري، وویل چې بې سرپرستي دې ته مجبوره کړي چې هره ورځ په ښار کې سوال وکړي.

هغې وويل، «زما مېړه ۱۰ کاله مخکې مړ شو،او يواځینی زوی مې دوه کاله وړاندې په نشه ييزو توکو روږدي شو او کور يې پرېښود.»

هغې وویل، «زه په سوال کولو او خیرات ټولولو سره خپل ژوند کوم. زه د خپلې نګور او لمسي پالنه هم کوم.»

هغې زیاته کړه، «که زما ملاتړ وشي زه به هیڅکله هم خیرات ونه غواړم.»

د بیکارۍ اندیښنې

په هېواد کې د بې وزلۍ او بیکارۍ د ډېرېدلو په ترڅ کې د ځینو افغانانو لپاره د ژوندي پاتې کیدو یواځینۍ لاره سوال کول دي.

د مزارشريف يوه اوسيدونکي، عبدالقدير نظامي، چې ٢٨ کاله عمر لري، وويل، «په اوسني حالت کې چې زياتره يې په بې وزلۍ کې ژوند کوي، دولت يا مرستندويې ادارې بايد مجبورو خلکو ته د لومړيتوب ورکولو له لارې له بې وزلو کورنيو سره مرسته وکړي.»

نظامي وویل، «له بده مرغه، بېکاري اوج ته رسېدلې ده چې ښځې یې تر ټولو زیاتې اغېزمنې کړي دي.»

هغه وویل، «په هره لاره او کوڅه کې ښځې سوالګرې لیدل کیږي چې دا حال د اندېښنې وړ دی.»

هغه وویل، «نړۍ والې ټولنې په تېرو دوو کلونو کې ډېر خدمتونه وړاندې کړي، خو لا هم اړتیا شته چې له داسې خلکو سره جدي مرستې وشي،» او زیاته یې کړه چې چارواکي باید له ښار څخه سوالګر راټول کړي او د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې واقعا مرستې ته اړتیا لري.

د مزارشريف ښار يوه کارګر ٤١ کلن نورالله اسلم يار وويل، حتی کارګر هم په اونۍ کې يوه ورځ په سختۍ سره کار پيدا کوي.

هغه وویل، «زه هره ورځ کار ته انتظار کوم، خو کار نشته. زه د خجالت او ستړيا احساس کوم. که زه کار ونه لرم، څنګه به وکولی شم چې خپلې پنځه کسیزې کورنۍ ته خواړه برابر کړم؟» او زیاته یې کړه چې د خوراکي توکو بيې د لوړېدو په حال کې دي.

هغه وويل، هغه هره ورځ په ساعتونو ساعتونو د سړک پر غاړه ولاړ وي، چیرې چې کاریګر راټولېږي، د کار لپاره انتظار باسي، خو څوک نه راځي چې د کار لپاره یې بوځي.

هغه وویل، «په افغانستان کې اقتصادي وضعیت مخ په خرابېدو دی، چې د مجبورو کسانو لپاره د نفقې پیدا کول ډېر سختوي.»

ملاتړ ته جدي اړتیا

ډېری اوسېدونکي وايي، که نړۍ واله ټولنه مرستې بندې کړي، لوږه به میلیونونه افغانان په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان له ګواښ سره مخامخ کړي.

په مزارشريف کې يوه سياسي فعال محمود صديقي چې ۵۳ کاله عمر لري وويل، د کار پيدا کول او د ټولنيزو ستونزو هوارول د چارواکو له مسؤليتونو څخه دي.

هغه وويل، «که چېرې اوسني چارواکي له نړۍ والې ټولنې سره د افغانستان اړيکې عادي نه کړي او افغانانو ته د نړۍ والو مرستو په رسولو کې پاتې راشي، هېواد به له بشري ناورين سره مخامخ شي.»

صديقي وويل، په افغانستان کې فقر او بېکاري زياته شوې او بايد جدي پاملرنه ورته وشي.

د بلخ د والي وياند ذبيح الله نوراني وويل، په دغه ولايت کې له ډېرو کلونو راهيسې سوالګر او بې وزله خلک په ځانګړې توګه ښځې شته او چارواکي هڅه کوي چې بشري مرستې ورته ورسوي.

هغه زیاته کړه، «له نېکه مرغه، د سوالګرو د موندلو او هغوی سره د مرستې کمیسیون په بلخ ولایت کې خپل فعالیت پیل کړی دی.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د سوالګرو بایومټریک معلومات به راجستر شي او هر یو به د میاشتې ۲۰۰۰ افغانۍ (۲۳ ډالر) ترلاسه کوي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «موږ هڅه کوو چې د... اړو کسانو لپاره د کار فرصتونه رامنځته کړو چې بېکاري کمه شي.»

په مزارشريف کې د سوالګرو د پيژندلو د کمېسيون مشر فيض الله فيضي وويل، هغه کسان چې په کوڅو کې سوال کوي، وپيژندل شي او د اړتيا له مخې اړوندو ادارو ته راجع شي.

هغه وويل، «معيوب سوالګر به د شهيدانو او معلولينو رياست ته راجع شي، ټپيان او ناروغان به د درملنې لپاره د عامې روغتيا رياست ته او هغه څوک چې اړ وي سرې مياشتې ته راجع شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د تېرو جګړو قرباني او بې سرپرسته ډېرې داسې مېرمنې شته چې د خپلو اولادونو د نس مړولو لپاره هره ورځ سوال کوي. دوی ټوله ورځ د سړکونو پر منځ د خير غوښتنې په نيت ناستې وي، خو که دولت ورته د کار زمينه برابره کړي؛ مطمین یم چې له فقر غوښتلو څخه لاس اخلي. دغه ښځې چې ورځ تر بلې یې شمېر په ډېرېدو دی اکثرو ته یې د کورنۍ سرپرستي ور په غاړه ده. ماشومان یې خواړه غواړي، اوبه غواړي، لباس غواړي، نورو ماشومانو سره سیالي غواړي، درمل غواړي... ما چې اورېدلي د دې مېرمنو د کورنۍ سرپرستان په تېرو جګړو کې وژل شوي او دوی د ساتنې او پالنې لپاره څوک نه لري. پر مرسته کوونکو ادارو د نيوکه ترڅنګ له دولت څخه غوښتنه کوي چې دوی دې له پامه نه غورځوي.که د سوالګرو راټولو لپاره سمه طرحه برابره شي، داسې طرحه نه چې میډیايي بڼه ولري او د څو ورځو په مخه کمپاینونه وشي او بیا ایسته هر څه خلاص شي. دې مېرمنو سره چې سوال کوي ماشومان هم لمر، باد او باران ته ناست وي چې راتلونکی یې له ستونزو ډک دی.

ځواب ورکړئ

متاسفانه افغانستان کې چې باید کومې دروازې پرانیستل شي هغه تړلي او کومو ته چې کلپونه واچول شي هغه خلاصې پرتې دي. پر ځای د دې چې ښځې کار ته پرېښودل شي او پاک سوتره دفتر یا خپل بل کار ځای کې کار وکړي مخه یې نیول کېږي، خو د سړکونو په سر چې زرګونه ښځې ګرځي او سوال کوي هېڅوک پیدا نه شو چې ورته ووایي، چې مورې، خورې، لورې... ولې دلته ګرځې؟ علتونه یې وپوښتي! که په رښتیا په کور کې څوک ونه لري مرسته ورسره وشي او که فني سوالګره وي په کور کېنول شي. کلونه کلونه کېږي چې افغانستان ته هره اونۍ په میلیونونو ډالر راځي مګر بیا هم د خلکو وضعیت له ۱۹ څخه ۲۰ نه شو... رب دې په موږ خاص رحم وکړي. آمین

ځواب ورکړئ

خیرات غوښتل په افغانستان کې د ډوډۍ ګټلو وسیله ګرځیدلې ده. هغه افغانې مېرمنې چې خپل مېړونه، ورونه او پلرونه یې په جګړو کې له لاسه ورکړي او د افغانستان د داسې شرایطو له امله چې ښځې له پیله تر پایه د زده کړو حق نه لري، د اړتیا له مخې په سوال کولو لاس پورې کوي او هغوی یو سخت ژوند پر مخ بیایي.‌ هغه ماشومان چې باید ښوونځيو ته ولاړ شي او زده کړې وکړي، میندې یې یوازې په کور کې بندوي او پخپله له سهار نه تر ماښامه د سوال کولو لپاره بهر ګرځي. مونږ له اوسني حکومت څخه غوښتنه کوو، چې د لارې د سر سوالګر وپېژني او بیا يې د اړتياوو د حلولو لپاره اړوندو ادارو ته ولېږي، څو د هغوی اړتياوو ته پاملرنه وشي او د خیرات غوښتلو مخه ونيول شي.

ځواب ورکړئ

بدبختانه چې د جمهوریت په شل کلنه دوره کې چې په زرګونو میلیونه ډالر افغانستان ته راغلل،‌ د عامو خلکو د ژوند د ښه کولو لپاره کوم ځانګړی کار ونشو. اصلا د افغانستان د بیارغونې لپاره کوم واضح او ښکاره پلان موجود نه و. یو شمېر موسساتو ځینې کارونه وکړل لاکن داسې څه ونه شول چې د افغانستان د خلکو لپاره دوامدارې عایداتي سرچینې جوړې کړي او په داسې حال کې چې که توجه شوې وای حتما ممکن و. د خدای لپاره، تاسو وګورئ چې برق یې له نورو هیوادونو څخه اخیست، خو د افغانستان اوبه په وړیا ډول پاکستان او ایران ته روانې دي او په میلیاردونو ډالرو کې دومره بودجه نه برابرېدله چې د کونړ سیند، پنجشېر سیند، امو سیند، .. او په لسګونو نورو سیندونو باندې چې پراخې اوبه لري، د برېښنا بندونه جوړ شي. دا خلک، دا فقیران به ټول عمر همداسې کړېږي او همداسې به په سوال ډوډۍ غواړي. الا ماشاءالله.

ځواب ورکړئ