اقتصاد

له چین څخه راتلونکي ناقص توکي په بلخ کې ځایي سوداګرۍ ګواښي

د محمد قاسم راپور

په عکس کې چې د زمري په ۲۰مه اخیستل شوی، یو ځایي بوټ جوړونکی د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په خپل دوکان کې لیدل کیږي. [عکاس: ناصر الماس]

په عکس کې چې د زمري په ۲۰مه اخیستل شوی، یو ځایي بوټ جوړونکی د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې په خپل دوکان کې لیدل کیږي. [عکاس: ناصر الماس]

مزارشريف -- ځايي پرچون پلورونکي او د فابريکو خاوندان وايي، له چين څخه راتلونکي ارزان او ټيټ کيفيت لرونکي توکي په بلخ ولايت کې ځايي سوداګریو ته زیانونه رسوي.

په مزارشریف کې د ارغوان د بوټونو جوړولو فابریکې اجرائیه رییس خان محمد فرهنګدوست سلام ټایمز ته وویل، افغانانو په تېرو دوو کلونو کې د اقتصاد د خرابوالي له امله د پېرودلو ځواک له لاسه ورکړی، او مجبور شوي چې ارزان، بې کیفیته محصولات واخلي.

فرهنګ دوست وویل، په ورته وخت کې، افغاني فابریکې او د لاسي صنایعو صنعت چې په میلیونونو افغانۍ پانګونه یې کړې وه، له پامه غورځول شوي دي.

هغه وويل، «ټيټ کيفيت لرونکي چينایي محصولات ارزان پلورل کيږي، په داسې حال کې چې [مصرف کوونکي] باکيفيته محصولات نه اخلي.» هغه دا سيالي د کورنيو توليداتو د تقاضا د له منځه وړلو عامل وبلله.

هغه وويل، «پخوا مو تاجکستان، ازبکستان، پاکستان او نورو هېوادونو ته صادرات کول، خو اوس له افلاس سره مخ يو او سوداګري مو د بندېدلو حالت ته رسېدلې د،»

په مزارشريف کې د آهو د بوټو د فابريکې يوه مدير، محمد حسين نسيم سلام ټایمز ته وويل، په تېرو دوو کلونو کې د توليد چارې ورو شوې دي.

هغه وويل، «موږ ۱۰۰ تنه کارکوونکي درلودل، خو د خرڅلاو د نشتوالي له امله مو له نيمايي څخه زيات له دندو ګوښه کړل. اوس موږ د لږ شمېر کارکوونکو سره کار کوو.»

هغه وويل، «که د بې کيفيته توکو پر وارداتو بنديز ونه لګول شي، زموږ فابريکې به سقوط وکړي.»

د چینایي توکو کیفیت

د مزارشريف اوسېدونکي له چين څخه د وارد شويو توکو د نقصانونو په هکله شکايت کوي.

د مزارشريف يوه اوسيدونکي عبدالصبور چې ۳۵ کاله عمر لري، وويل، دا ډول محصولات ډېر دوام نه کوي او ژر له منځه ځي.

هغه وويل، «ما څو ځلې چينايي توکي پېرودلي او کارولي دي. بالکل خراب دي، یواځې یو ځل کارول کېږي. حکومت باید د هغو توکو کیفیت کنټرول او وڅاري چې زموږ هیواد او ښار ته را ننوځي.»

هغه زياته کړه، «په مارکېټ کې ۸۰٪ توکي چينايي دي. کيفيت یې خراب دی، خو ارزانه دي، ځکه چې [پيرودونکي] بې وزلي دي، نو له اخيستلو څخه پرته بله چاره نه لري.»

د مزارشريف ښار يوه دوکاندار ٤١ کلن نجم الدين وويل، د ښار ډېر دوکانونه له چينايي توکو څخه ډک دي.

هغه وویل، «ډېر مشتریان، په ځانګړې توګه غریبان، د چینایي محصولاتو اصلي پیرودونکي دي.»

نجم الدین وویل، «مسؤلې ادارې باید د وارداتي توکو کیفیت وڅاري.»

د بې کیفیته توکو د واردولو د مخنیوي لپاره اقدامات

په داسې حال کې چې افغانستان هم د ایران او پاکستان په څېر هیوادونو څخه توکي واردوي، چینایي تولیداتو د بیو د ټیټوالي له امله بازار نیولی دی.

د بلخ ولایت یوه اقتصاد پوه محمد حلیم ارین وویل، اوس مهال د ازاد بازار سیستم د افغان سوداګرو په ګټه نه دی.

هغه وويل، «دا غوره ده چې افغانستان يوه ګډ اقتصادي موډل ته راستون شي. تعرفې بايد زياتې شي، څو مصرف کوونکي بيا د کورنيو توليداتو اخیستل پيل کړي.»

ارین وویل، «په اوسني حالت کې، د افغانستان لپاره د ګډ بازار سیستم غوره دی، چې هم د خصوصي سکټور او هم د دولتي تصدیو ملاتړ وکړي.»

د ارین په وینا، یو مخلوط اقتصادي سیستم د حکومت، خصوصي ملکیت او تولیدي شرکتونو لپاره ښه دی.

د بلخ ولایت چارواکي هڅه کوي چې مقابله وکړي.

د بلخ د سوداګرۍ او صنایعو خونې رییس امیر محمد متقي سلام ټایمز ته وویل، د هغوی اداره هڅه کوي چې د نندارتونونو په جوړولو سره د کورنیو تولیداتو او صنعتکارانو لپاره د مناسب چاپېریال په رامنځته کولو او د بازار موندلو هڅه وکړي.

هغه وويل، «د کورنيو توليداتو د کيفيت او کميت له ارزونې څخه وروسته به موږ په هغو توکو باندې تعرفه لوړه کړو چې کورني توليدات يې اغېزمن کړي دي.»

هغه وویل، «دا اداره له سوداګرو، تولیدونکو، صنعت کارانو او پانګوالو سره مرسته کوي، او د هغو ستونزو د حلولو لپاره کار کوي چې دوی ورسره مخامخ دي څو د دوی محصولات په کور دننه او بهر وپلورل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له چین څخه د ناقصو توکیو د واردولو په برخه کې چین ملامت نه دی. دا زمونږ افغان خاین تجاران دي چې دا کار کوي. ګاونډیان په دې ښه پوهېږي چې افغانستان د ریسایکلبین په څېر دی، څه چې ورته ور انتقالوو، په کې خرڅېږي. خو په دې برخه کې تر ډېره حده نیوکه په افغان ملي سوداګرو باید وشي چې ولې دغه ډول بې کیفیته توکي هېواد ته وارد کړي. همدا راز د حکومت مسولیت هم کېدی شي چې د هغو سوداګرو په اړه چې هېواد ته بې کیفیته توکي واردوي، جدي اقدام وکړي.

ځواب ورکړئ

په تېر پسې: چین د اسلام او مسلمانانو لپاره په دوزخ باندې بدل شوی دی. په داسې حال کې چې امریکا او اروپایي هېوادونو په داسې سیمو باندې بدل شوي لکه د نبی (ع) په وخت کې چې په عربي هېوادونو کې ورځ تر بلې اسلام خپرېده. کافران به ډله ډله ورتلل او اسلام به یې قبولاوه. یو شمېر هغه ډلې چې غواړي د زور کارولو له لارې اسلام نړۍ ته وړاندې کړي،‌ هغوی په مغالطه کې دي.‌ د سلیم عقل تقاضا دا ده چې کله یو انسان ستا خبره په رضا او مینه قبلوي، بیا څه ضرورت چې څوک د زور کارولو ته مخه کړي؟ همدا اوس مسلمان تبلیغیان کولی شي چې په امریکا او اروپایي هېوادونو کې ازادانه تبلیغ وکړي، او خلکو ته د اسلام دین ور ورسوي.‌ دا د الله تعالی فیصله ده چې څوک د الله د هدایت وړ وي هغه به حتما مسلمانیږي. په اروپایي هېوادونو کې هم یو شمېر افراطی ګروپونه شته چې هغوی د اسلام او قران کریم سپکاوی کوي، لاکن د هغوی شمېر داسې دی لکه په قالینه کې د یوه ګل. پخپله د اروپایي هېوادونو عیسویان او بې دینان د هغو افراطیانو مخالف دي چې د اسلام سپکاوی کوي. علت یې دا دی چې اروپایان او امریکایان په ازادۍ باور لري او نه غواړي چې له اسلامي نړۍ او مسلمانانو سره یې روابط خراب شي. خبره اوږده شوه او بلې خواته لاړله. چې بېرته خپل مطلب ته را وګرځو، زمونږ د خلکو لپاره واقعا دا ستونزمنه ده چې قېمته اجناس واخلي او مجبور دي چې ارزان توکي واخلي.‌ زما نظر دا دی چې باید له امریکایي او اروپایي هېوادونو سره اړیکي پراخ شي څو د هغوی د پانګونې لپاره فرصتونه برابر شي او افغانان په خپل هېواد کې دننه د ښه کیفیت لرونکي توکي تولید کړي او ډېر کوشش وکړي چې په هېواد کې دننه په ځان بسیا شي.

ځواب ورکړئ

د دې معنی دا ده چې چین د خپل موجود نظام په څو لسیزو کې هم په دې ونه توانېد چې د خپل هیواد د تولیداتو کیفیت ښه کړي. دا په داسې حال کې چې ده چې ویل کیږي په سیمه او نړۍ د هوا په ککړولو او په فضا کې د ناولو ګازونو په خپرولو کې چین له ډېرو هېوادونو څخه مخکې دی. کله چې یو هېواد دومره کمزوری وي چې د خپلو تولیداتو کیفیت نشي ښه کولی او په پرله پسې ډول د سیمې او نړۍ د خلکو لپاره ستونزې جوړوي، آیا هغه د دې ارزښت لري چې افغانستان ورسره نژدې شي؟ دوستي ورسره وکړي او دا اجازه ورکړي چې په افغانستان کې اقتصادي، مالي، سیاسي مداخله وکړي؟ زما په فکر د دې ځواب نه دی. بلې خواته، همدا چین لکه څنګه چې د سلام ټایمز، بي بي سي، امریکاغږ او نورو نړۍ والو رسنیو راپورونه ښيي، په خپل هېواد کې د مسلمانانو په وژلو، تعذیبولو، د جوماتونو په ویجاړولو، د مسلمانانو د هدیرو په ویجاړولو، د روژې او لمانځه پر وړاندې د خلکو د کرکې راپارولو او نورو اسلام ضد کارونو کې مستقیما لاس لري. د چین د کمونست ګوند له خوا د پلي کېدونکو پروګرامونو او پلانونو په اساس، د مسلمانانو ډېر حقونه محدود کړای شوي او د رسنیو راپورونه ښيي چې چین نه پرېږدي چې په دغه هېواد کې اسلام پرمختګ وکړي. د پورتنیو حقایقو پر عکس، د امریکا، کاناډا، برتانیا، جرمني،‌ فرانسې، ناروی، ډنمارک... په څېر هېوادونو کې نه یوازې دا چې مسلمانان خپل عبادتونه ترسره کوي، بلکې د دغو هېوادونو د دیموکراتیکو او ازادو چاپېریالونو له برکته اسلام په کې ورځ تر بلې پراخېږي او ډېر ځایي خلک مسلمانان کیږي. امریکا، برتانیا، جرمني او سویډن خو دومره مخکې تللي چې حتی مسلمانانو ته یې په لاوډسپیکرونو کې د اذان کولو اجازه هم ورکړې ده. د دې معنی دا ده چې چین د اسلام (نور په بله لیکنه کې)

ځواب ورکړئ

که افغان تجارانو کړي واي نو اوس به د وطن هره شاړه دښته کې فابریکې جوړې او میلیونونه کسان به په کار بوخت وای. نه به مو له چین څخه بوټان راغوښتل او نه خام مواد. نه به مو دوکاندار د پاکستاني څپلیو صفتونه کول او نه به یې ایراني مکروني راباندې د غوښې په بیه خرڅوله. زموږ وطن وال چې څومره فریاد کوي په خپله ملامت دي. په بازار کې یوازې چینايي توکي زه نه وینم؛ بلکې ترڅنګ یې پاکستاني، ایران، هندي، روسي... توکي هم وینم چې خلک ترې استفاده کوي. که افغان سوداګرو او پانګوالو غوښتي وای یا هم اوس یې وغواړي کولی شو، په بهترین کیفیت فابریکې جوړې شي. چې هم به د وطن شاړې او میرې پرې ابادې او هم به ځوانانو ته د کار زمینه برابره شي. دا اوس هر ځوان چې ګورې اروپا ته د تګ فکرونه کوي او هر یو په قرض او پور تر لسو زرو زیات ډالر پیدا کوي، څو ځان اروپا ته ورسوي. داسې هم شوي چې دلته خپل کورونه یا حاصل خیزه ځمکې خرڅوی او ځان له وطنه ورکوي. خو تر کله به داسې وضعیت وي. که افغان سوداګر یوه مهرباني وکړي او په وطن کې په منظمه توګه فابریکې جوړې او معیاري خدمات وړاندې کړي، مطمین یم چې نه به څوک له وطنه لاړ شي او نه به دا فابریکې ودریږي. فابریکه خو هغه وخت دریږي چې محصولات یې په کمه اندازه بازار ته وړاندې شي. او کومې فابریکې چې کم تولیدات لري حتماً به خپل اجناس په قیمته بیه خرڅوي، فلهذا وطن جوړيږي، خو چې ملاتړ ورته وتړل شي. همدارنګه د پردیو وطنونو له بې کیفیته توکو هم خلاصیږو، خو چې یو ځل مو بسم الله وکړه او کار ته مو کار وویل.

ځواب ورکړئ

زما په نظر، ستونزه زموږ په خپلو سوداګرو کې ده، جین شاید ډېر ملامت نه وي. ځکه همدغه چین دی، چې د نړۍ بېلابېلو هیوادونو ته د هغه هیواد په خوښه با ارزښته او د ښه کیفیت مواد ورلیږي، خو زموږ د وطن بېکاره سوداګر، چې په لوی لاس چیني کارخانو ته د بې کیفیته او ارزانه موادو اډر ور کوي، فکر کوم په دې کې به چین ډېر ملامته نه وي. اهو رښتیا هم د بوټان یوه بهترینه کارخانه ده، په وسني بد وضعیت یې له زړه خپه شوم، حاکم نظام ته پکار ده، چې یاده کارخانه بېرته په پښو ودروي او مالي ملاتړ یې وکړي.

ځواب ورکړئ

سلام ټایمز ورځپاڼې له څو ورځو راهیسې خپل راپورونه بند کړي دي. آیا سلام ټایمز ورځپاڼه به خپلو راپورونو ته دوام ورکړي او که نه؟ د افغانستان اکثره خلک د سلام ټایمز راپورونه لولي. سلام ټایمز یوازنۍ ورځپاڼه ده چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه مفصل راپورونه خپروي. زه شخصاً هره ورځ د سلام ټایمز راپورونه لولم او د افغانستان له حالاتو ځان خبروم. زه د سلام ټایمز ورځپاڼې د راپورونو له لوستلو سره عادت شوی یم او تل د سلام ټایمز راپورونه لولم. هیله ده چې سلام ټایمز د خپلو راپورونو خپرولو ته دوام ورکړي، څو د افغانستان خلک د افغانستان له روانو حالاتو څخه خبر شي.

ځواب ورکړئ

د هېواد د داخلي اقتصاد او تولیدي شرکتونو د قوي کولو لپاره دوه کارونو ته اړتیا ده؛ یو دا چې حکومت باید په هغو توکو چې له بهر څخه راواردیږي، تعرفه ولګوي او دا تعرفه باید داسې وي چې د ټولنې یوازې د لوړې طبقې وګړي وکولی شي چې خارجي توکي واخیستلی شي.‌ په دې توګه به دوه ګټې وشي؛ الف) د لوړې تعرفې لوړ مقدار پیسې به د دولت خزانې ته لاړې شي چې ورسره به هماغه پیسې بېرته د غریبو عوامو د ښېګڼې او خدمتونو لپاره ولګول شي. ب) چې ریښتیا خبره وي، ب جز مې هېر شو. که وروسته رایاد شو، وبه یې لیکم. داخلي شرکتونه باید خپل تولیدات په مناسب قیمت وپلوري یعنې داسې ونه کړي چې حکومت په خارجي توکو لوړه تعرفه ولګوي، او داخلي شرکتونه سمدلاسه د خپلو توکو قیمتونه دومره لوړ کړي چې د بې وزلو خلکو له وس نه پورته شي او د بهرنیو توکو قیمت ته ور نژدې شي. مطلب دا چې د ولس، شرکتونو او حکومت د ګډو هڅو په نتیجه کې، کېدی شي چې داخلي تولیدات رشد وکړي او په خارجي توکو باندې لګېدلی او ټول شوی ټکس بېرته حکومت او د ولس خدمتونو ته ګټه ور ورسوي. درناوی

ځواب ورکړئ