اقتصاد

یو اېس ای آی ډي په فراه کې سړه خونه تیاره کړه څو له بزګرانو سره مرسته وکړي چې ګټه ترلاسه کړي

د عمر راپور

په فراه ولایت کې کروندګر د ۱۰۰۰ ټنو په ظرفیت د سړې خونې په جوړېدلو خوښي څرګندوي. د دغې پروژې ډیره برخه بودیجه یو اېس ای آی ډي ورکړې، او یوه برخه بودجه یې په افغانستان کې د یوه خصوصي شرکت سنايي غزنوي له خوا تمویل شوې ده. دا پروژه روټس آف پیس غیرحکومتي موسسې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، پلې کړې ده. کروندګر د غبرګولي په ۳۰مه په مرکز کې له خپلو حاصلاتو سره لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

فراه -- کروندګر په فراه ولایت کې د یوې لویې او مجهزې سړې خونې د جوړېدلو هرکلی کوي او هیله لري چې ګټه به یې زیاته شي او حاصلات به یې له خرابېدلو څخه وژغورل شي.

د دې سړې خونې، چې کولی شي ۱۰۰۰ ټنه میوه او سبزیجات ذخیره کړي، په جوړولو ۳۰۰۰۰۰ ډالر لګښت راغلی.

د سړې خونې د جوړولو او د فعالولو لپاره د اړتیا وړ تجهیزاتو د چمتو کولو په موخه ډېره بودیجه د متحده ایالاتو نړۍ والې پراختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) ورکړې، په داسې حال کې چې د پروژې د بودیجې یوه برخه په افغانستان کې د سنایې غزنوي په نامه خصوصي شرکت له خوا برابره شوې ده.

دا پروژه د روټس آف پیس په نامه یوې غیرحکومتي موسسې چې مرکز یې په متحده ایالاتو کې دی، پلې کړله.

په عکس کې چې د غبرګولي په ۳۰مه اخیستل شوی، په فراه ولایت کې یوه سړه خونه لیدل کیږي چې کولی شي تر ۱۰۰۰ ټنو پورې مېوې او ترکارۍ تر دوو میاشتو پورې ذخیره کړي. [عمران/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۳۰مه اخیستل شوی، په فراه ولایت کې یوه سړه خونه لیدل کیږي چې کولی شي تر ۱۰۰۰ ټنو پورې مېوې او ترکارۍ تر دوو میاشتو پورې ذخیره کړي. [عمران/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۳۰مه اخیستل شوی، یو کروندګر په فراه کې د خپلو هندواڼو له حاصلاتو سره لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د غبرګولي په ۳۰مه اخیستل شوی، یو کروندګر په فراه کې د خپلو هندواڼو له حاصلاتو سره لیدل کیږي. [عمران/سلام ټایمز]

یو اېس ای آی ډي په فراه ولایت کې د کروندګرو لپاره د لومړۍ سړې خونې د جوړولو او سمبالولو لپاره د بودیجې لویه برخه چمتو کړله. [عمران/سلام ټایمز]

یو اېس ای آی ډي په فراه ولایت کې د کروندګرو لپاره د لومړۍ سړې خونې د جوړولو او سمبالولو لپاره د بودیجې لویه برخه چمتو کړله. [عمران/سلام ټایمز]

د سړې خونې ودانۍ له نږدې یوې میاشتې راهیسې فعاله شوې ده.

د سړې خونې د مرکز مدیر محمود سلیماني وویل، هغه دوه برخې لري؛ یوه د مېوو او بله د سبزیجاتو د ذخیره کولو لپاره ده.

هغه وويل، «دا په فراه کې لومړنۍ زراعتي سړه خونه ده. د یو اېس ای آی ډي په همکارۍ، موږ وکولی شوای چې د فراه د خلکو د کالونو غوښتنه پوره کړو.»

هغه وويل، «اوس موږ کولى شو چې کرنيز محصولات د دوو مياشتو لپاره په سړو خونو کې زېرمه کړو او کله چې يې بيه ښه شي بازار ته وړاندې کړو.»

په سلو کې شپېته ګټه بزګرانو ته ځي، په داسې حال کې چې ۴۰٪ د مرکز د فیسونو د تادیه کولو لپاره کارول کیږي.

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس عبدالمؤمن فیصل وویل، سړې خونې به د ولایت کرنه بدله کړي او له کروندګرو سره به اقتصادي مرسته وکړي.

هغه وویل، «فراه د مېوو او سبزیجاتو د حاصلاتو په موسم کې ډېره ګرمېږي، چې ډېر حاصلات یې خرابېږي.»

هغه وویل، «هر کال په فراه کې د حاصلاتو په موسم کې د مېوو او سبزیجاتو بیې راټیټېږي، چې په نتیجه کې یې کروندګر مالي زیانونه ویني. سړه خونه به له بزګرانو سره مرسته وکړي چې خپل محصولات ذخیره کړي او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي.»

هغه زیاته کړه، «سړه خونه به د مېوو او سبزیجاتو د خرابیدلو مخه ونیسي.»

ګټور محصول

هغه کروندګر چې خپل حاصلات يې په سړو خونو کې ځاى پر ځاى کړي دي، خوښ دي چې وروسته به يې په لوړه بيه وپلوري.

۳۲ کلن اسماعیل سلطاني شاوخوا دوه ټنه روميان سړې خونې ته استولي دي.

هغه وويل، هر کال د سړو خونو د نشتوالي له امله خپل حاصلات په ډېره ټيټه بيه پلوري، خو سږ کال به یې په څو اونیو کې په لوړه بیه وپلوري.

سلطاني وویل، «زه ډېر خوښ یم چې په فراه کې یوه لویه او معیاري سړه خونه جوړېږي. دا سړه خونه ډېره اغیزمنه ده او موږ یې توانولی یو چې خپل محصولات له دوو څخه تر دریو میاشتو پورې ذخیره کړو او بیا یې په لوړه بیه وپلورو.»

سلطاني وویل، «اوس مهال د هر کیلو رومي بانجان بیه ۵ افغانۍ [۰.۰۶ سنټه] ده، خو په دوو میاشتو کې به دا بیه ۳۰ افغانۍ [۰.۳۵ سنټو] ته لوړه شي.»

د فراه ولايت يوه بل کروندګر ٤٨ کلن محمد ولي درې ټنه روميان په سړه خونه کې ځاى پرځاى کړي دي.

هغه وويل، «په اقتصادي لحاظ، سړې خونې زموږ لپاره خورا ګټورې او اغېزمنې دي.»

هغه وويل، پخوا چې داسې ذخیره نه وه، د حاصلاتو ورستېدلو به د کروندګرو د یوه کال زحمت په سیند لاهو کړ.

محمد ولي تمه لري چې سږ کال به د تېرو کلونو پر خلاف ډېره ګټه ترلاسه کړي.

هغه وويل، «د سړو خونو او صادراتو د نشتوالي له امله، موږ مجبور وو چې خپل حاصلات په ټيټه بيه وپلورو. په ډېرو مواردو کې، زموږ محصولات هېڅ نه پلورل کېدل او تر دې چې خرابېدل.»

هغه زیاته کړه، «په فراه ولایت کې د نورو سړو خونو جوړول به د بزګرانو ستونزې هوارې کړي.»

نورو سړو خونو ته اړتیا

د فراه کروندګر وايي، دا چې فراه د افغانستان له زراعتي ولایتونو څخه دی، نو په لسګونو معیاري سړو خونو ته اړتیا لري.

د فراه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، سږ کال په دغه ولایت کې د شاوخوا ۵۰ زرو ټنو هندواڼو، ۱۵۰ زرو ټنو روميانو او ۷۰ زرو ټنو بادرنګو حاصلات ترلاسه شوي دي.

خو هر کال، د دې ولایت د مېوو او سبزیجاتو حاصلات په پراخه پیمانه له تقاضا څخه ډېرېږي، چې بیې خورا ډېرې ښکته کیږي.

د قلعه کاه ولسوالۍ يوه کروندګر نذير احمد چې ۴۵ کاله عمر لري، سږ کال د خپلو هندواڼو پټیو کې ٢٠٠ زره افغانۍ (٢٣٠٠ ډالر) لګولي، خو تر ۱۵۰۰۰۰ افغانيو (١٧٠٠ ډالرو) کمې یې ګټلي دي.

هغه وويل، «موږ ډیر زحمت باسو او کرنيز محصولات مو لوړ کيفيت لري، خو بازار يې نشته.»

هغه وويل، «کله چې موږ خپل حاصلات اخلو، نرخونه راټيټيږي، او موږ خپل لګښتونه هم نشو پوره کولى. پېرېدونکي غریب دي او د مېوو او سبزيجاتو د پېرودلو توان نه لري.»

هغه زياته کړه، «زموږ حاصلات بايد صادر شي، خو زموږ پر مخ ټولې دروازې تړلې دي. کله چې صادرات او په داخلي بازارونو کې پېرېدونکي نه وي، موږ نشو کولى خپل محصولات وپلورو.»

نذیر احمد وویل، د تقاضا کمښت او مالي زیانونو ډیری کروندګر د کرنې له دوام څخه ترغیب کړي دي.

د پشت رود ولسوالۍ یوه کروندګر خیرمحمد چې ۶۵ کاله عمر لري، په ۳ جریبه ځمکه کې روميان کرلي،خو د حاصلاتو یوه برخه یې د تقاضا د نشتوالي له امله له منځه تللې چې له امله یې هغه شاوخوا ۷۰ زره افغانۍ (۸۰۹ ډالر) زیان لیدلی دی.

اوس هغه په نوي سړه خونه کې ۵۰۰ کیلو ګرامه روميان لري.

هغه وويل، «موږ د خپلو توليداتو د ساتلو لپاره ډېرو سړو خونو ته اړتيا لرو.»

محمد وويل، «زموږ د حاصلاتو په موسم کې بيې ډېرې راټيټېږي، خو کله چې زموږ حاصلات کم شي، له ګاونډيو هېوادونو مېوې او سبزيجات واردېږي او په ډېره لوړه بيه ترلاسه کېږي.»

هغه وويل، «له کلونو راهيسې موږ له دولت څخه غوښتنه کوله چې زموږ لپاره سړې خونې جوړې کړي، خو تر اوسه کوم اقدام نه دى شوى.»

هغه زیاته کړه، «د سړو خونو د جوړولو ترڅنګ، [چارواکي] باید زموږ د تولیداتو صادرات ګړندي کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟