اقتصاد

ملګري ملتونه د کندوز سلګونو بزګرانو ته وړیا د کرنې وسایل او تخمونه ورکوي

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په کندوز ولایت کې له ۵۰۰ بزګرانو سره د کرنیزو وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه. د ملګرو ملتونو د ځایی چارواکو په وینا، د اېف ای او ملاتړ دغو بزګرانو ته وړتیا ورکړې چې زراعتي فعالیتونه په ښه توګه ترسره کړي. [احسان الله عزیزي]

کندوز -- د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) په کندوز ولایت کې له ۵۰۰ کروندګرو سره د کرنیزو وسایلو او تجهیزاتو مرسته وکړه.

په کندوز ولایت کې د اېف ای او د پروژو رییس رحیم الله خرمي وویل، اېف ای او په کندوز کې له سلګونو اړو کروندګرو سره چې د کرنیزو وسایلو د اخیستلو توان نه لري، مرسته کړې، څو هغوی وکولی شي چې کرنه په ښه توګه ترسره کړي.

هغه د غبرګولي په ۱۳مه وويل، «موږ د ولايت په مرکز او علي اباد ولسوالۍ کې ٥٠٠ کروندګرو ته د لاس کراچیو، لرونو، دوه ډوله کولنګونو، آبپاشونو، خاوره مخلوطوونکیو او دوه ډولو بېلونو په ګډون اوه ډوله کرنيز وسايل په وړيا ډول ووېشل، څو هغوی وکولی شي چې خپل پټي په ښه توګه مدیریت کړي.»

خرمي وویل، «د بې وزلو کروندګرو د غوښتنو او زموږ د تخنیکي ټیمونو له خوا د ترسره شوې سروې په اساس، له نېکه مرغه موږ وکولی شوای چې دغو بزګرانو ته کاري وسایل ووېشو څو... هغوی وکولی شي د کور تر باغچې چې وار له مخه یې ورته جوړ کړي دي، په ښه توګه مدیریت کړي.»

کروندګر د غبرګولي په ۱۳مه په کندوز ښار کې د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) څخه زراعتي وسایل او تجهیزات ترلاسه کوي. [عکاس: احسان الله عزیزي]

کروندګر د غبرګولي په ۱۳مه په کندوز ښار کې د ملګرو ملتونو د خوړو او زراعت موسسې (اېف ای او) څخه زراعتي وسایل او تجهیزات ترلاسه کوي. [عکاس: احسان الله عزیزي]

کروندګر د غبرګولي په ۱۴مه په کندوز ښار کې د سویابین تخم او کېمیاوي سره چې د اېف ای او له خوا توزیع کیږي، ترلاسه کوي. [عکاس: احسان الله عزیزي]

کروندګر د غبرګولي په ۱۴مه په کندوز ښار کې د سویابین تخم او کېمیاوي سره چې د اېف ای او له خوا توزیع کیږي، ترلاسه کوي. [عکاس: احسان الله عزیزي]

هغه څرګنده کړه، ملګرو ملتونو په وروستیو کلونو کې له بزګرانو سره مرسته کړې چې په خپلو ځمکو کې زرغونې خونې او نرسرۍ جوړې کړي.

هغه زیاته کړه، «موږ چمتو یو چې له بزګرانو سره تخنیکي مرستې وکړو څو هغوی وکولی شي پرمختګ وکړي او د هېواد اقتصاد ښه کړي.»

یوه ورځ وروسته د کندوز د بزګرانو یوې بلې ډلې ته نورې مرستې هم راورسېدلې.

اېف ای او د غبرګولي په ۱۴مه د چاردرې، امام صیب، دشت ارچي او علي آباد ولسوالیو په ۴۸۲ بزګرانو د سویابین تخم او کیمیاوي سرې په وړیا توګه وویشلې. خرمي وویل، هر کروندګر ته ۲۰ کیلو ګرامه سویابین تخم، ۲۵ کیلو ګرامه ډای امونیم فاسفیټ (ډي ای پي) او ۲۵ کیلو ګرامه یوریا سره ورکړل شوه.

هغه زیاته کړه، هدف دا دی چې په دې ولسوالیو کې د سویابینو کښت ته وده ورکړل شي او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړای شي.

راتلونکي ته هیله

په کندوز کې کروندګرو وویل، اوس چې هغوی نوي وسایل او تجهیزات لري، راتلونکي ته ډېر هیله من دي.

د کندوز ولایت په مرکز کې یوه کروندګر مسجدي اکرم زاده چې ۴۲ کاله عمر لري، وویل، د سلګونو شغلونو د رامنځته کولو ترڅنګ، په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په مرسته جوړ شويو زرغونو خونو او نرسریو د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کړی دی.

تېر کال یوې غیرحکومتي موسسې د اکرم زاده لپاره یوه زرغونه خونه جوړه کړه، او ویې ویل چې هغه اوس په ځان باندې بسیا کېدونکی دی.

هغه وويل، «زه په خپلو زرغونو خونو کې بادرنګ، روميان، تور بانجان، مرچ، کاهو، مولۍ، پالک، نعناع، ګشنیز او نور موسمي سبزيجات کرم. هر فصل کې حاصل راټولوم او په بازار کې یې خرڅوم.»

هغه وویل، «زما ورځنی عاید د ۲۰۰ او ۸۰۰ افغانیو [۲.۳۰ – ۹:۲۵ ډالرو] تر منځ دی، چې زه یې په خپلو لومړنیو اړتیاوو لګوم. دا له ما سره د ژوند د لګښتونو په پوره کولو کې مرسته کوي.»

هغه وویل، د اېف ای او د ملاتړ ترلاسه کولو څخه مخکې، اکثر سبزي کرونکيو او د زرغونو خونو خاوندانو د خپلو فصلونو د کښت او راټولولو لپاره ضروري وسایل نه لرل.

هغه زياته کړه، په اوسنيو شرايطو کې افغان کروندګر د مرستندويو ادارو او نړۍ والو موسسو مالي ملاتړ ته اړتيا لري، چې دا کار به له هغوى سره د ځان بسياينې په برخه کې مرسته وکړي.

د علي آباد ولسوالۍ يوه کروندګر رحيم ګل چې ۵۱ کاله عمر لري، وويل، هغه وسايل چې هغه له اېف ای او څخه تر لاسه کړي، له هغه سره به مرسته وکړي چې په ټاکلي وخت په خپلو زرغونو خونو کې خشاوه وکړي او سبزیجات اوبه وکړي.

هغه وويل، «زه له یو جریب څخه په لږه ځمکه کې زرغونه خونه لرم. هر ځل چې فصل ورسېږي زه یې راټولوم او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره ترې حلال عاید ترلاسه کوم.»

هغه د غبرګولي په ۱۳مه وويل، «ما نن اوه کرنيز وسايل په وړيا توګه ترلاسه کړل، چې زما د ورځني کار لپاره ضروري وسايل وو. په بازار کې زياتره کرنيز وسايل ډېر قېمت دي، او موږ يې نشو اخيستلى. اوس موږ خوښ یو چې په وړیا توګه مو ترلاسه کړل.»

پرځان بسیاینې ته رسیدل

د ولايت په مرکز کې يوه تن کروندګر، خالقداد غفوري چې ۵۶ کاله عمر لري، وويل، د ملګرو ملتونو له خوا تېر کال د ده لپاره جوړې شوې زرغونې خونې د ده اقتصادي وضعيت ښه کړى، ځکه اوس کولی شي چې په هر فصل کې ترکاري وکري.

هغه وويل، «پخوا ما د زرغونې خونې په نشتوالي کې نشوای کړای چې سبزیجات وکرم او دا وړتیا مې نه لرله چې د ځان لپاره یې جوړه کړم، خو اوس زه کولی شم چې ټول کال کې ترکارۍ وکرم او یو ښه عاید ترلاسه کړم.»

هغه زیاته کړه،‌ «زموږ ډېری بزګران په سخت اقتصادي وضعیت کې دي. زه تمه لرم چې هغوی د سبزیجاتو کرلو ته مخه کړي ځکه چې ډېر کار ته اړتیا نه لري، په داسې حال کې چې عاید د نورو فصلونو په پرتله بهتر دی.»

غفوري خوښ دی چې د ملګرو ملتونو له خوا یې وړیا وسایل ترلاسه کړل، او وایي له دغو وسایلو څخه په کار اخیستنې سره به لا ډېر حاصلات ترلاسه کړي.

په کندوز ولایت کې د زراعت یوه متخصص احمد میلاد قادري چې ۴۵ کاله عمر لري، وویل، د کروندګرو لپاره د کرنیزو وسایلو او تجهیزاتو برابرول به د سبزیجاتو حاصلات زیات او محلي اقتصاد پیاوړی کړي.

هغه وويل، «افغانستان يو زراعتي هېواد دى. د کرنې وده د هېواد اقتصادي پرځان بسیاینې ته د رسېدلو په برخه کې مرسته کوي. د کرنې د سکتور په ودې او پراختیا سره به فقر کم شي.»

قادري وويل، «سبزيجات لږو اوبو ته اړتيا لري نو وچکالي پرې اغېز نه کوي. هرڅومره چې سبزیجات ډېر وي، د بزګرانو لپاره به کار ډېر وي او مصرفوونکي به هم د دوی له حاصلاتو څخه ګټه پورته کړي.»

هغه وویل، «پخوا به د مېوو ترڅنګ سبزیجات هم له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له تاجکستان، پاکستان او ایران څخه راوړل کېدل، خو له دې وروسته به د سبزیجاتو واردولو ته اړتیا نه وي او د ولایتونو اوسېدونکي به نور اړ نه وي چې سبزیجات په لوړه بیه واخلي.»

هغه زیاته کړه، «د زرغونو خونو جوړول به په کندوز کې د کرنې په معیاري کولو او د کرنې د حاصلاتو په زیاتولو کې مرسته وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ملګري ملتونه دې یو لطف وکړي چې لومړیتوبونه دې وپېژني بیا دې کارونه وکړي. له دومره پوهې سره او بیا د کلونو کلونو فعالیت سره د ملګرو ملتونو داخلي کارمندان په خپل ځای خو هر بهرنی کارمند یې هم د افغانستان له ټولې عراضۍ سره بلد او د افغانستان کونج کونج ورته معلوم دی. په دې هم ښه پوهېږي چې د کومې سیمې خلک څه ته اړتیاوې لري او باید څه ورته وکول شي. کور یې ودان چې مرسته کوي خو د دې سره سره باید زموږ په نوم مصرفېدونکي پیسې باید په سمو ځایونو کې ولګول شي. مثلاً کلونه کلونه کېږي چې هره مؤسسه راځي نو بزګرانو ته د کرنې وسایل او د اصلاح شویو تخمونو په نوم تخمونه ورکوي چې حاصلات یې هغه د کلیوالو تخمونو ډېر کم وي. په هر حال کلونه کلونه کېږي چې افغان بزګران د خپلو حاصلاتو لپاره د ښه بازار د لټون په هڅه کې دي، خو چې فصل یې ورسېږي د لیلام په شکل کیلو چې نورو وختونو کې په ۴۰ افغانۍ یو شی کېږي د بزګرانو د فصل په وتو سره هماغه سبزي یا مېوه کیلو پینځه افغانۍ ته راښکته شي. زه وایم چې اصلاح شوی تخم، سره او دوایانې د هر بزګر په وس پوره خبره ده. اول خو دې د کلیو، که د کلیو نه کېږي د ولسوالیو په کچه او که د ولسوالیو په سطحه هم نه کېږي نو د ولایتونو په کچه دې منظمې سړې خونې جوړې شي چې رسېدلی حاصل په کې حد اقل تر څلور میاشتو پورې وساتل شي. په دې سره د اړتیا وړ حاصل په موسم کې مصرف او باقي به د وخت سره د اړتیا پر مهال بازار ته عرضه شي چې تاوان به نه وي...

ځواب ورکړئ

داسې یو کس چې د ملګري په څېر دی، کیسه کوله وای، کله چې په اروپايي هېوادونو کې د بزګر فصل ورسېږي حکومت راشي خبره وکړي او رسېدلي فصل ترې واخلي. او داسې یې واخلي چې مثلاً یو پټی په سل زره پیسو ارزي نو مسؤلین د بزګر د خوشالۍ او تشویق په موخه هغه ته یو سل او پنځوس یا هم له دې زیاتې پیسې ورکړي. همدارنګه د راتلونکي فصل لپاره ورته اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړي چې بزګر ورته تیاره امادګي ولري او په ذهني لحاظ ورته جوړ وي. له دې څخه د هغو هېوادونو هدف دا دی چې بزګر ثقیل کارونه او خلکو ته خدمت کوي نو پرېږده چې د نورو په څېر خوښ ژوند ولري. مګر زموږ په وطن کې بیا کیسه بل ډول ده. په هره برخه کې چې د پام وړ عواید ولرو او په دې وپوهېږو چې دا مو د ځان بسیاینې په لور لومړني ګامونه دي مسؤلین هڅه کوي چې هغه برخه راته شنډه کړي او یا هم هېڅ داسې برنامه نه لري چې دهقان او یا د بلې برخې ماهر کس دې تقویه کړي... د ثور او جوزا میاشتو کې زموږ د ساحو ژمني فصلونه رسېږي. دا شاوخوا میاشت کېږي چې زموږ په ساحه کې پیاز رسېدلي. په منډيي کې من په ۶۰ افغانۍ خرڅېږي چې په دې ټول کال دهقان خواي کړې، سره یې ورکړې، د ځمکې لاندې اوبه یې د ماشین په زور راایستلي او په هغې یې خپل فصل اوبه کړی دی چې ځه یو څه به لاس ته راشي. خو اوس چې پیاز او نور فصلونه ورسېدل من په ۶۰ افغانۍ خرڅېږي په ژمي کې چې د پاکستان او ایران نه پیاز راتلل من په ۵۰۰ افغانۍ وو. اوس رومیان رسېدلي من په ۳۵ افغانۍ دي چې حساب ورته وکړې، نو له جېب نه هم په کې دهقانان باقي دي. دا چې ټول کال یې ورته قرضونه کړي او د قرض د خلاصون لپاره یې شپې ورځې شمارلې اوس یې د ژوند خوند ورته پیکه کړی. دا یوازې د اوس فصل نه دی؛ بلکې هر وخت همدا حال وي...

ځواب ورکړئ

افغانستان یو زراعتي هیواد دی، او د ملګرو ملتونو په مرسته کرنه وده کوي او د کرنې وده د هیواد اقتصاد ته وده ورکولی شي. له کروندګرو سره د پیسو د نشتوالي له امله زیاتره ځمکه بنده وه چې د کرنې لپاره یې وسایل او تجهیزات نشي اخیستلی. په دې مرسته به له دغو ځمکو څخه حاصلات هم ترلاسه شي. کروندګر کولی شي د کندوز له ځمکو څخه حاصلات نورو هیوادونو ته صادر کړي. سبزیجات کمو اوبو ته اړتیا لري او په دې وچکالۍ کې ښه وده کولی شي او بزګران کولی شي له دې لارې حلال رزق ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ