اقتصاد

د ملګرو ملتونو د زرغونو خونو پروژې د هلمند د بزګرانو لپاره د کال په اوږدو کې د حاصلاتو اسانتیا برابره کړله

د عبدالخالق همیم راپور

د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (یو اېن ډي پي) په هلمند ولایت کې د بزګرانو لپاره د ترکاریو۸۲ زرغونې خونې جوړې کړي، چې هغوی ته به فرصت برابر کړي څو د کال په ټولو فصلونو کې حاصلات ورکړي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

هلمند -- د ملګرو ملتونو پرمختیایي پروګرام (يو اېن ډي پي) له افغانانو سره د خپلو بشري مرستو په لړ کې، په هلمند کې د بزګرانو لپاره د ترکاریو ۸۲ زرغونې خونې جوړې کړي دي.

د هغو له جملې څخه، ۴۲ په ګرېشک او ۴۰ نورې په نادعلي ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د هوا له سړښت سره سره، بزګرانو په دغو زرغونو خونو کې د بادرنګو، رومیانو، بانجانو، مرچکو او بامیې په څېر ترکاریو کرل پیل کړي دي.

د پروګرام تر پوښښ لاندې نیول شوي بزګران ټول اړمن دي او دا وړتیا یې نه لرله چې له مرستې څخه پرته خپل فصلونه ورسوي.

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو بزګر د سلواغې په ۲۰مه پخپله زرغونه خونه کې چې د ملګرو ملتونو پرمختایي پروګرام (یو اېن ډي پي) جوړه کړې ده، لیدل کیږي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو بزګر د سلواغې په ۲۰مه پخپله زرغونه خونه کې چې د ملګرو ملتونو پرمختایي پروګرام (یو اېن ډي پي) جوړه کړې ده، لیدل کیږي. [عبدالخالق همیم/سلام ټایمز]

محمد صابر ظاهري چې ۴۲ کاله عمر لري او په نادعلي ولسوالۍ کې یو بزګر او د دې پروګرام یو ګټه اخیستونکی دی، په تېرو کالونو کې وچکالۍ سخت ځپلی او خپل عواید یې له لاسه ورکړي وو.‌

هغه وویل، «زه ډېر خوښ یم چې په لومړي ځل یوه زرغونه خونه لرم. د یو اېن ډي پي دا مرسته ډېره مؤثره ده او موږ بزګرانو ته یې هیله راکړې او دې ته یې هڅولي یو چې لا نور زیار وباسو.»

صابر زیاته کړه، «هر سهار زه زرغونې خونې ته په لېوالتیا سره ځم او کار پیلوم.»

هغه وویل، که دا زرغونه خونه نه وای، هغه به مجبور شوی وای چې د کار لپاره ایران ته لاړ شي، او زیاته یې کړه چې هغه ډېر خوښ دی چې مهاجرت ته اړ نه دی او دا فرصت لري چې په خپله ځمکه کې کار وکړي.

د بزګرانو ملاتړ کول

په هلمند کې د زرغونو خونو جوړول د هغو لسګونو بزګرانو لپاره چې نشوای یې کولی چې په ژمي کې کرنه وکړي، کار برابر کړی دی.

په نادعلي ولسوالۍ کې د نبي جان افغان په نامه یوه بزګر چې ۴۱ کاله عمر لري، وویل چې دا زرغونه خونه به د کال په ټولو فصلونو کې د ترکاریو د ښو حاصلاتو په ورکولو سره د هغه اقتصادي وضعیت ته وده ورکړي.

هغه وویل، «پخوا ما نشوای کړای چې په ژمي او مني کې ترکارۍ وکرم ځکه چې ما د زرغونې خونې د جوړولو وس نه درلود. په دې زرغونې خونې سره، له اوس نه ایسته زه کولی شم چې ټول کال ترکارۍ وکرم او کار ولرم.»

هغه زیاته کړه، اکثر کروندګر په ژمي کې کار نه کوي، چې له امله یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کیږي.

هغه وویل، «که بزګران د کال په اوږدو کې کرنه وکړي، هغوی به له فقر او بې کارۍ څخه خوندي شي او عاید به ولري.»

افغان یادونه وکړه چې که د ملګرو ملتونو مرسته نه وای، هغه به هېڅکله هم نه وای توانېدلی چې یوه زرغونه خونه ولري.

د نادعلي یوه بل بزګر بسم الله چې ۲۷ کاله عمر لري، په خپله زرغونه خونه کې د بادرنګو او رومیانو په څېر مېوې کرلي دي.

هغه وویل، تمه ده چې په څو میاشتو کې هغه ورسېږي.

هغه زیاته کړه، «د حاصلاتو قیمت په ژمي کې لوړېږي. کله چې زه د خپلې زرغونې خونې حاصلات ټول کړم، ښه عاید به ولرم.»

هغه وویل، «په یوه زرغونه خونه کې کرنه ډېر کار ته اړتیا نه لري په داسې حال کې چې عاید یې زموږ کروندګرو لپاره ښه دی.»

بسم الله وویل، په زرغونه خونه کې له کرل شویو فصلونو څخه ترلاسه شوی عاید به هغه د دې وړ کړي چې د خپلې اته کسیزې کورنۍ لپاره نفقه وګټي.‌

د کال په ټولو فصلونو کې حاصلات

د ګرېشک ولسوالۍ یوه بزګر خیرالله محمدي چې ۳۷ کاله عمر لري او د یو اېن ډي پي د مرستې یو ګټه اخیستونکی دی، وویل، د زرغونو خونو جوړول به په هلمند کې د ترکاریو حاصلات زیات کړي.

هغه وویل، «په هلمند کې په ژمي کې ترکارۍ نه کیږي، له دې امله اکثر ترکارۍ له پاکستان او ایران څخه را واردېږي.»

هغه وویل، «له دې وروسته به له ګاونډیو هېوادونو څخه د ترکاریو ورود ته اړتیا نه وي، ځکه چې موږ به له خپلو زرغونو خونو څخه ترکارۍ ترلاسه کوو.»

هغه زیاته کړه، «د زرغونو خونو جوړېدا به په هلمند کې د زراعت په معیاري کولو کې مرسته وکړي او د پخوا په پرتله به کرنیز حاصلات زیات کړي.»

محمدي وویل، د زراعت او د زراعتي حاصلاتو په ودې سره به د بزګرانو عواید زیات شي او هغوی به له فقر او لوږې څخه وژغورل شي.

په ګرېشک کې د هدایت الله مطمئن په نامه یوه بل بزګر چې ۴۸ کاله عمر لري او ملګرو ملتونو ورته یوه زرغونه خونه جوړه کړې ده، وویل، په هلمند کې له زرغونو خونو څخه د ترکاریو په ترلاسه کولو سره به د دې ولایت اوسېدونکي به اړتیا ونه لري چې د وارد شویو ترکاریو د اخیستلو لپاره ډېر لګښتونه وکړي.‌

هغه وویل، «افغانستان یو زراعتي هېواد دی. د زراعت وده ... به له هېواد سره اقتصادي پرځان بسیاینې ته رسېدلو کې مرسته وکړي. د زراعت په ودې او انکشاف سره به فقر کم شي.»

مطمئن زیاته کړه، «د زرغونو خونو ترکارۍ لږو اوبو ته اړتیا لري، او وچکالۍ نشي کولی چې په هغو باندې اغېز وکړي. څومره چې هلته زرغونې خونې زیاتېږي، هومره به بزګران ډېر کارونه ولري، او ډېر کاروونکي به د هغوی له حاصلاتو څخه ګټه پورته کړي.»

هغه وویل، په دې شرایطو کې، افغان بزګران د مرستندویو ادارو او نړۍ والو موسساتو مالي ملاتړ ته اړتیا لري. دا ملاتړ به په اږده موده کې افغانستان د پرځان بسیاینې لوري ته روان کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د زرغونو خونو جوړول په افغانستان کې یو نوی شی دی چې ډیر ګټور شوی دی. تر اوسه په هغو ولایتونو کې چې کروندګرو دغه زرغونې خونې جوړې کړي، ښه ګټه ترې پورته کړې ده. افغان بزګران باید سخت کار وکړي او خپلو ځانونو ته قناعت ورکړي ترڅو ښې پایلې ترلاسه کړي. زه هغه کروندګر پېژنم چې زرغونې خونې لري او ډېر راضي دي او وايي چې کاش دغه زرغونې خونې مو پخوا جوړې کړې وای. پخوا به خلکو په یو فصل او بل فصل کې د غلو له کروندو څخه حاصلات ترلاسه کول. اوس په هر موسم کې هر څه شته او دوی کولی شي هر څه وکري چې دا یوه لویه لاسته راوړنه ده.

ځواب ورکړئ

تقریبا ۱۷ کاله وړاندې د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ژمي په میاشتو کې تازه سبزیجات نه پیدا کیدل او د افغانستان په ګرمو ولایتونو کې بزګرانو هیڅ ډول تازه سبزیجات نه کرل، ځکه چې سړې هوا یې حاصلات خرابول. د همدغو زرغونو خونو په برکت اوس د افغانستان خلک په هر موسم کې تازه سبزیجاتو ته لاس رسی لري. پخوا به د ښار او کلیو اکثرو خلکو د اوړي په موسم کې سابه وچول او د ژمي په موسم کې به یې کارول او دا مهال د ملګرو ملتونو د همدغو پروګرامونو په برکت زموږ بزګرانو ته د زرغونو خونو د جوړولو زمینه برابره شوې ده. دا هم د کروندګرو لپاره او هم د افغانستان د خلکو لپاره ګټور دي. د دغو زرغونو خونو په برکت د افغانستان خلک په ارزانه بیه تازه سبزیجاتو ته لاس رسی لري. د ژمي په موسم کې زرګونه کسان د تازه سبزیجاتو په کرلو بوخت دي. دغه راز په زرګونو کسانو ته د دغو سبزيجاتو په برخه کې د کار زمينه برابره شوې ده. پخوا به کروندګر د ژمي په موسم کې په خپلو کورونو کې ناست وو او اوس په خپلو زرغونو خونو کې په کرنه بوخت دي. هر څومره چې زرغونې خونې ډېرې جوړ شي، هغومره به د افغانستان کرنه پیاوړې شي، د افغانستان اقتصاد به پیاوړی شي او بې وزلو خلکو ته به د کار زمینه برابره شي.

ځواب ورکړئ

زراعت او صنعت په اقتصادي برخه کې د هېواد د ملا د تیر حیثیت لري. د شنو خونو جوړول ښه کار دی خو په دې برخه کې بزګرانو ته ټریننګ ورکول هم په کار دي. د موسمونو په تغیر سره باید د شنو خونو د تودوخې درجه په پام کې ونیول شي او په دې برخه کې د بزګرانو لپاره ټریننګ حتمي دی. له ذکر شوي اړخ سره سره باید بازار او تخمونو ته هم پاملرنه وشي. د اکثره موسسو منفي اړخ دا دی چې په کلیوالو سیمو کې یې د خپل کار د اسانۍ لپاره په ولس ملک حاکم کړی نو د ملک چې په کلي کې له چا سره جوړه وي، اصلاح شوي تخمونه ورکوي او که یې ورانه وي نه یې ورکوي. د ملک د او د غله همدومره فرق دی لکه د ورځې غل او د شپې غل. ملک د ورځې غل دی او بس. زما د معلوماتو له مخې د غنمو اکثره اصلاح شوي تخمونه ملکانو یا خرڅ کړل او یا یې اوړه کړل. په افغانستان کې د یو، ان، ډي، پي او نورو موسسو له پرمختیایي پروګرامونو ملاتړ کوو خو کار دې په خپله وکړي، د بل په لاس دې کار نه کوي. همدا راز په کار دا ده چې په هېواد کې د شنو خونو له جوړېدو علاوه، د سړو خونو جوړول او زیاتول هم په کار دي. اکثره وخت داسې وي چې د حاصل پر مهار مارکیت خراب وي. په کار دا ده چې دغسې وخت کې بزګران خپل حاصلات په سړو خونو کې وساتي خو دا امکان نه وي. که په لویه سطحه په هېواد کې سړې خونې جوړې شي، د حاصلاتو د مارکیټ د خرابوالي په وخت کې کولی شو خپل حاصلات په خپلو سړو خونو کې وساتو او د مارکيټ ښه کېدو سره یې بازار ته عرضه کړو.

ځواب ورکړئ

په شنو خونو کې رښتیا هم د کال په څلورو فصلونو کې بې موسمه هر ډول ترکاري کېږي او تازه په تازه یې خلک استفاده کولی شي. افغانستان یو کرنیز هېواد دی او تر ډېره د خلکو اقتصاد په کرنه او مالدارۍ ولاړ دی. که څه هم د مالدارۍ برخه کې مالدارانو ته ډېر سهولتونه نشته خو د کرنې برخې ته یو څه نه چې کافي اندازه توجه شوې او بزګران وخت په وخت ښه حاصلات ترلاسه کولی شي. خو د یو شي کمی چې حس کېږي هغه د نورو وطنونو په څېر د بې موسمه سبزیجاتو نشتون دی. چې اکثر له ګاونډیو هېوادونو څخه راوړل کېږي خو که داسې د شنو خونو شمېر زیات شي تر ډېره حده به دا سهولت هم خلکو ته برابر شي چې وخت په وخت به د خوسا ترکیو پر ځای تازه سبزیجات اخلي.

ځواب ورکړئ