اقتصاد

په تخار کې ۳۰۰ بې وزلې ښځې په زرغونو خونو کې په کار ګومارل شوي دي

د محمد قاسم راپور

دا عکس چې د غوایي په میاشت کې اخیستل شوی، یوه له هغو ۱۵ زرغونو خونو څخه ښیي چې اکتېد موسسې د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې جوړې کړي، څو ښځې پیاوړې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي چې یو عاید ترلاسه کړي. [عکس له اکتېد افغانستان څخه]

دا عکس چې د غوایي په میاشت کې اخیستل شوی، یوه له هغو ۱۵ زرغونو خونو څخه ښیي چې اکتېد موسسې د تخار ولایت په مرکز تالقانو کې جوړې کړي، څو ښځې پیاوړې کړي او له هغوی سره مرسته وکړي چې یو عاید ترلاسه کړي. [عکس له اکتېد افغانستان څخه]

کندوز -- د تخنیکي همکارۍ او پراختیا ادارې (اکتېد) چې یوه فرانسوۍ غیر حکومتي موسسه ده، په تخار ولایت کې ۱۵ زرغونې خونې د دې لپاره جوړې کړي چې د بې وزلو ښځو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي.

دغه زرغونې خونې په بهارک او خواجه غار ولسوالیو او دغه راز د ولایت په مرکز تالقانو کې جوړې شوي دي.

په تخار ولایت کې د اکتېد موسسې رییس بشیراحمد صدیق وویل، هره یوه یې ۱۲۰ مربع متره لویه ده چې ۱۵ متره اوږده او ۸ متره پلنه ده.‌

هغه د زمري په ۵مه وویل، «تر ۳۰۰ پورې کونډې، کم وسه او غریبې ښځې د هغوی د خپلې علاقه مندۍ له مخې د دغې پروژې د ګټه اخیستونکیو په توګه په نښه شوي دي.»

په دغو ۱۵ خونو کې چې د ښځو له کورونو سره نږدې جوړې شوي دي، هره یوه کې ۲۰ ښځې په کار ګومارل شوي دي.

صدیق وویل، «زرغونې خونې له وسایلو او د ترکاریو له تخمونو سره یو ځای ګټه اخیستونکیو ته سپارل شوي دي.»

هغه زیاته کړه، «د دې پروژې هدف دا دی چې ښځې ځواکمنې کړي څو له اقتصادي پلوه پر ځانونو بسیا شي. د ډېرو کورنیو اقتصادي حالت خراب دی؛ له دې امله، د کارونو رامنځته کول به ښځې دې ته وهڅوي چې د خپل راتلونکي په هکله هیله مندې شي.»

صدیق وویل، «د پروژې ګټه اخیستونکیو وار له مخه د کرنې او حاصل ټولونې د تخنیکونو په هکله د اړتیا وړ روزنه اخیستې ده. هغوی د خپلو زرغونو خونو د ساتنې او هغو ته د پاملرنې لپاره د ښو مشقونو عملي مرسته ترلاسه کړې ده.»

پر ځان د بسیاینې په لور

هغه ښ‍ځې چې په پروژه کې یې برخه اخیستې ده وایي هغوی هیله لري چې په زرغونو خونو کې په کار کولو سره د خپلو کورنیو ملاتړ وکړي.‌

د تالقان ښار یوې اوسېدونکې سلطنت چې ۴۲ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «ما ترکارۍ کرلې... ما ښه ژوند درلود، خو د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې له هغه وخته چې زه بې کاره شوې یم وضعیت خراب شوی دی.»

هغې وویل، «زه د الله تعالی شکر ادا کوم چې ماته د داسې فرصت وړاندیز وشو چې یو ځل بیا د زراعت په سکتور کې کار وکړم. زه هیله لرم چې وبه کولی شم چې ترکارۍ وکرم او حاصلات یې خرڅ کړم او د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم.»

هغې وویل، «هغوی چې موږ ته زرغونې خونې په لاس راکړې، موږ سمدلاسه په کې د بادرنګو، مرچکو، کاهو، رومیانو، بادنجانو، دڼیا، وېلني او نورو موسمي ترکاریو کرل پيل کړل.»

ذاکرې رضایي چې هغه هم په تالقان ښار کې په یوه زرغونه خونه کې کار کوي، وویل چې د هغې مېړه ناروغ دی.‌

هغې وویل، «زه بې له دې چې پخپله د خپلې کورنۍ لپاره نفقه برابره کړم، بله لاره نه لرم.»

هغې وویل، «زه ډېره خوشحاله یم چې زه کار کوم، او هیله ده چې و به کولی شم چې په راتلونکې کې د خپلې کورنۍ او ماشومانو ملاتړ وکړم.»

رضایي وویل، «ښځو ته باید اجازه ورکړل شي چې کار وکړي څو هغوی پیاوړې شي،» او زیاته یې کړه چې موجود محدودیتونه ښځې منزوي کوي او تر ذهني فشار لاندې یې راولي.

بشردوستانه مرسته

اکتېد د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته، د دې لپاره بشري مرستې برابروي چې په افغانستان کې د خوړو تأمینات او معیشتونه پیاوړي کړي.

افغانان په عمومي توګه د هغو بشري مرستو هرکلی کوي چې غیر حکومتي موسسې یې په وروستیو میاشتو کې وړاندې کوي.

بې کاري او په ځانګړې توګه د ځوانانو تر منځ له تېر زمري میاشتې راهیسې زیاته شوې، او د وظایفو لټوونکي په لېوالتیا سره زده کړې کوي او حرفوي مهارتونه زده کوي.

د خداداد خالقي په نامه د تخار ولایت یوه اوسېدونکي وویل،‌ د بشري مرستو موسساتو د غریبو کورنیو په ملاتړ او په ځانګړې توګه د سړیو او ښځو لپاره د کارونو برابرولو په برخه کې مؤثر او مهم رول لوبولی دی.

هغه وویل، «موږ د دې ستاینه کوو چې مرستندویې موسسې د ملګرو ملتونو تر څنګ د لوږې پر ضد د مبارزې او غریبو او بې وزلو کورنیو ته د عاجلو خوراکي مرستو د وېش په برخه کې پروژې تطبیقوي.»

هغه زیاته کړه، «دغه ډول مرستې حیاتي رول لري ځکه چې په افغانستان کې د ښځو او سړیو په ګډون ډېر خلک بې کاره او له سختو ستونزو سره مخامخ دي.»

هغه یادونه وکړه چې، «ډېرې کورنۍ په ورځ‌ کې د یو وخت ډوډۍ ترلاسه کولو وس هم نه لري. په حقیقت کې هغوی کم وسه او بې چاره دي او د دې مستحق دي چې د بشري مرستو د ترلاسه کولو لپاره د لومړیتوب لرونکي ګروپ په توګه په پام کې ونیول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د افغانانو په ځانګړي ډول د افغان مېرمنو لپاره یو ښه زېری دی. په افغانستان کې افغان نارینه او مېرمنو د نوي سیاسي بدلون څخه وروسته وظیفې له لاسه ورکړي. هو منو چې د بېکارۍ کچه د نارینه و په پرتله په مېرمنو کې ځکه زیاته شوې چې نوې اداره مېرمنو ته ډېر اهمیت نه ورکوي. په تېر حکومت کې چې کومو مېرمنو ته د کار زمینه برابره وه، نوي ٪ سلنه یې بې کاره شوي. همدا راز ویلی شو چې د تېر حکومت ‌ډېری کارمندان هغه که نارینه دي او که زنانه بې وظیفې شوي. افغانان په دې مشکل وخت کې د بهرنیو هېوادونو له همېشنیو مرستو مننه کوي. د اکتید موسسې له سپانسر او کارمندانو هم مننه چې مونږ یې په یاد یو.

ځواب ورکړئ

زه له سلام ټایمز نه د پرمختګ او آبادۍ د خبرونو د نشرولو په خاطر مننه کوم. ډېرې رسنۍ شته چې د سهار نه تر ماښامه لګیا دي د ستونزو٬ غمونو٬ خفګانونو او آفتونو د خپرولو پرته هیڅ نه لري. خو تاسې ښه یاست د ستونزو او مشکلاتو تر څنګ داسې څه هم خپروئ چې انسان ته تمه او هیله پیدا کوي. ددې تر څنګ په داسې وخت کې چې د رسنیو رول تر بل هرڅه زیات دی زه د سلام ټایمز له ادارې دا هیله لرم چې داسې خبرونه دې لا ډېر نشر کړي څو هیوادوال روحیه واخلي٬ سوداګر پانګه واچوي او ځوانان مو هره ورځ د وطن نه د تېښتې په فکر کې نشي. ډېره مننه

ځواب ورکړئ

دا خبرونه واقعاً راحت بخش او لذت بخش دي چې څو تنو وطنوالو ته د کار زمینه برابرېږي او په ډاډه زړه سهار کار ته ورځي او ماښام ترې کور ته ستنیږي. خصوصاً چې ښځو ته دغه ډول فرصتونه برابرېږي هغه د پښتو متل دی چې غوړي لا غوړ...

ځواب ورکړئ

دا ډول فعالیتونه مثبتې اغیزې لري او د نورو لنډ مهاله فعالیتونو په پرتله خورا ښه دي. زه غواړم له اکتید موسسې او د هغې له تمویلونکو څخه مننه وکړم او غواړم چې دا ډول فعالیتونه پراخ کړي. یوازې ۱۵ زرغونې خونې د ټول ولایت یا یو ښار لپاره کفایت نه کوي. د دې زرغونو خونو زیاتېدل به په ټولنه کې مثبتې اغېزې لا ډېرې کړي. په دې سره به خلکو ته کاري فرصتونه او د عاید یوه سرچینه برابره شي، په بازار کې به زیات حاصلات پیدا شي او خلک به وکولی شي چې د کال په اوږدو کې ډول ډول حاصلات او سبزیجات وکري.

ځواب ورکړئ