اقتصاد

د زرغونو خونو پروژې په زرونو افغان مېرمنو سره د هغوی د ژوند په ښه کوله کې مرسته وکړه

د هدایت الله راپور

په دې عکس کې چې د وري په ۲۳مه اخیستل شوی، ښځې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې ترکاري ټولوي.‌ [د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت]

په دې عکس کې چې د وري په ۲۳مه اخیستل شوی، ښځې د بدخشان ولایت په مرکز فیض اباد کې ترکاري ټولوي.‌ [د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت]

کندوز -- یو حکومتي پروګرام د افغانستان په شمال کې په زرونو ښځو ته فرصت برابروي چې د ښه ژوند د جوړولو لپاره د بنسټ ډبره کېږدي.

په کندوز، تخار، بغلان او بدخشان ولایتونو کې له ۵۰۰۰ څخه ډېرو ښځو ته د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت داسې زرغونې خونې ورکړي چې هغوی وکولی شي د خپلو ترکاریو د کرنې لپاره ترې استفاده وکړي.

د روان کال د وري میاشتې راهیسې چې دا پروګرام په کې پیل شوی، په یادو څلورو ولایتونو کې د ترکاریو تولید زیات شوی ځکه چې ښځې له دې نوښت څخه استفاده کوي او د خپلو تولیداتو د خرڅانه له لارې عواید ترلاسه کوي او خپلو کورنیو ته مغذي مواد هم برابروي.

د کرنې د وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، «د دغو پروژو د پلي کولو هدف دا دی چې د خوړو په تأمین سربېره د کورنیو معیشتونه پراخ او پیاوړي کړای شي، د ترکاریو تولید زیات کړای شي، د تولید عمومي ظرفیت پراخ او زراعتي واردات کم کړای شي.»

هغه زیاته کړه چې د داسې پروژو له لارې، «د کرنې وزارت هڅه کوي چې زراعتي اقتصاد ته، په ځانګړې توګه د هغو ښځو لپاره چې علاقه لري چې په کرنه کې ښکېلې شي، وده ورکړای شي.»

رستمي وویل،‌ هره زرغونه خونه ۶۵ زره افغانۍ (۸۳۰ ډالر) قېمت لري.

د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت یوه سلاکار محمد غلام ملاخېل وویل،دا پروګرام له افغانو ښځو سره مرسته کوي چې له خپلو ځانونو او کورنیو سره مرسته وکړي.‌

هغه وویل، دا زرغونې خونې «اوس د هغوی لپاره د عوایدو ښې سرچینې ګرځېدلي دي.»

ملاخېل زیاته کړه، «د ترکارۍ د پټيو او زرغونو خونو د جوړولو اصلي هدف دا دی چې د ښځو ټولنیزې بوختیا ته وده ورکړل شي، خوارځواکي یا سوء تغذي کمه کړای شي او ترکاري په ژمي او اوړي دواړو کې موجوده شي.»

هغه وویل، «همدارنګه دا پروګرام په یادو څلورو ولایتونو کې ښځو ته روزنه ورکوي چې د ترکارۍ پټي جوړ کړي او وساتي. ښځې خپلو د ترکارۍ پټیو څخه تولیدات اخلي او په محلي مارکېټ کې یې پلوري او له عوایدو څخه یې د کورنیو د لګښتونو لپاره استفاده کوي.»

د کورنیو د مالي عوایدو پیاوړي کول

په دغه نوښت کې بوختې ښځې وایي چې هغوی د ترکاریو په تولید او خرڅانه کې بوختې دي او دا چې دغه پروګرام د هغوی د کورنیو په مالي وضعیت کې مثبت تغیرات راولي.‌

د کندوز ولایت د علي اباد ولسوالۍ د کیما کلي یوې اوسېدونکې فوزیې چې ۲۸ کاله عمر لري، وویل، «زه کولی شم چې د ترکاریو د تولید له لارې له مالي پلوه د خپلې کورنۍ غړي حمایه کړم او خواړه ورته برابر کړم.»

هغې وویل، «په هغو پیسو چې زه یې د ترکاریو د خرڅانه له لارې ترلاسه کوم،‌ زه کولی شم چې د خپلو ماشومانو لپاره د کتابونو،‌ کتابچو، قلمونو او پنسلونو په څېر د ښوونځي مواد واخلم او له خپل مېړه سره مرسته وکړم.»

د کندوز ښار یوه اوسېدونکې او د څلورو ماشومانو مور صدیقه رحیمي چې ۳۵ کاله عمر لري،‌ د خپلې زرغونې خونې ترکاري د خپل معیوب مېړه د دوکان له لارې خرڅوي.

هغې وویل چې هغې په تېرو څلورو میاشتو کې ۴۰ زره افغانۍ (۵۰۰ ډالر) ګټه کړې ده.‌

هغې وویل، «پخوا ما د نورو خلکو په کورونو کې کار کاوه چې ډېر لږ عواید مې ترې ترلاسه کول، خو اوس زما مالي حالت له یوې ورځې څخه بلې ته ښه کیږي.»

رحیمي زیاته کړه چې هغې د پروګرام له خوا وړاندې شوې تخنیکي او عملي روزنه ترلاسه کړې چې له هغې سره د هغې د ترکاریو په کرلو، لویولو او ټولولو کې مرسته کوي.

د زرغونې خونې پروژې د تخار ولایت د اوسېدونکې رحیمې چې ۳۹ کاله عمر لري، د ژوند او کورنۍ وضعې په پرمختګ کې پراخ رول لوبولی دی.‌

رحیمې وویل، «ما د خپلې زرغونې خونې د فصل له یو ځل ټولولو څخه ۴۰۰۰ افغانۍ (۵۰ ډالر) ګټه ترلاسه کړه.»

هغې زیاته کړه، «زما مېړه پنځه کاله مخکې مړ شو،‌ او په ما باندې ډېر غم او خفګان تېر شو. زه حیرانه او پرېشانه وم چې زما ژوند به څنګه شي.»

رحیمې وویل، «ما به د پیسو د ګټلو لپاره نورو خلکو ته پخلی کاوه او د هغوی کالي به مې وینځل چې خپلو درې ماشومانو ته خوراک برابر کړم، او هغه یو سخت کار وو چې ما کاوه. اوس زه هیله لرم چې زه او زما ماشومان به یو ښه ژوند ولرو ځکه زه کولی شم چې د ترکاریو له تولید څخه مې ښه عاید ترلاسه کړم.»

رحیمې په نورو ښځو په ځانګړې توګه هغو باندې چې په کلیو کې اوسېږي غږ وکړ چې له دغه پروګرام سره یوځای شي څو وکولی شي چې پیسې وګټي او خپلو کورنیو ته ډېر مغذي خواړه برابر کړي.‌

د بازارموندنې فرصت

په بدخشان ولایت کې د کرنې د چارو یوه تحلیلګره عارفه اسلمي چې ۳۰ کاله عمر لري، د زرغونو خونو په پروګرام کې د ښځو له خوا په شویو حاصلاتو کې یو غټ قوت ویني.

هغې وویل، «زه د کرنې وزارت کې او په ځانګړې توګه د محلي حکومت په کچه مقاماتو څخه غوښتنه کوم څو هڅې وکړي چې د ښځو د حاصلاتو لپاره د خرڅانه بازار پیدا شي.»

اسلمي زیاته کړه، «ښځې په بېلابېلو ولایتونو کې په بېلابېلو برخو کې ډېر بوټي کري -- د هغوی تولیدات حتی کولی شي چې له خارجي تولیداتو سره سیالي وکړي، خو دا چې هغوی مارکېټ ته لاسرسی نه لري له دې امله د هغوی تولیدات نه خرڅیږي او خرابیږي.»

رستمي وویل، وزارت پلان لري چې په ولایتونو کې د تولیدوونکو د اتحادیو په مرسته د ښځو فصلونه مارکېټونو ته ولېږدوي.

هغه وویل،‌ «دا چې د کرنې وزارت زرغونې خونې جوړې کړي چې په بېلابېلو ولایتونو کې د ښځو اقتصاد پیاوړی کړي، په ورته ډول یې داسې نوښتونه په پام کې نیولي چې د ښځو زراعتي تولیدات بازار ته وړاندې کړي.»

هغه زیاته کړه، «د کرنې وزارت د تولیدونکیو لپاره د زراعت د چارو اتحادیې جوړې کړي دي. د امنیتي ځواکونو د خوراک په مینو کې د ترکاریو او تازه مېوې په څېر کورنیو تولیداتو ورزیاتول د حکومت د هغو هڅو برخه ده چې له لارې یې کورنی زراعت حمایه کوي.»

د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام د جنسیت یا جندر د ټیم یوې غړې فرشتې جوینده وویل، «مونږ پانګوال او سوداګر هڅوو چې له ښځو سره د هغوی د زراعتي تولیداتو د پېرودلو له لارې مرسته وکړي او پرې نه ږدي چې هغه خراب شي.»

د طالبانو تر رژیم لاندې ژوند

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ژوند تېرولو سره په توپیر، افغانې ښځې د حکومت له خوا وړاندې کېدونکي داسې پروګرامونه د هغوی او د هغوی د ماشومانو لپاره د مناسبو فرصتونو په برابرولو کې یو مثبت ګام بولي.‌

هغوی وایي،‌ په داسې حال کې چې طالبانو ښځو ته اجازه نه ورکوله چې له خپلو کورونو څخه بهر کار وکړي او په بېلابېلو بهانو یې د هغوی نور حقونه تر پښو لاندې کول، اوس راتلونکی ډېر زیات روښانه دی.

په کندوز ولایت کې د ښځو د حقونو یوې فعالې حبیبې ګلستاني وویل، «د طالبانو د واکمنۍ پر وخت، ښځو د زده کړې ترلاسه کولو حق نه درلود. هغوی نشوای کولی چې په دولتي دوایرو کې کار وکړي یا له سرپرست څخه پرته یوازې له کوره وځي. د ښځو ډېرې ازادۍ پرې ودرول شوې وې.»

ګلستاني وویل، «خو د نن ورځې ښځې هغسې نه دي لکه پخوا چې وې. هغوی په ټولنیزو،‌ کولتوري، سیاسي او اقتصادي سکتورونو کې کار کوي او په تېرو ۱۹ کالو کې یې د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.‌ نن ورځ د طالبانو له وخت سره ډېر توپیر لري، او افغانانې هېڅکله هم نه غواړي چې هغه وخت ته ستنې شي او خپلې لاسته راوړنې بایلي

د کندوز ښار یوې اوسېدونکې سمیرا قیوم زاده چې ۳۶ کاله عمر لري او د طالبانو له خوا د کندوز د نیولو پر وخت په لسم ټولګي کې وه، ومنله چې،‌ له هغه وخته چې اورپکي له واکه غورځول شوي د ښځو په ژوند کې ډېر ښه والی راغلی دی.‌

هغې وویل، «مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسېږي، زه د کندوز ښار د فاطمه الزهرا د نجونو ښوونځي کې شاګرده وم، خو کله چې طالبان راغلل زه ښوونځي ته له تګ څخه محرومه شوم.»

هغې زیاته کړه، «په هغه وخت کې،‌ کله کله ما فکر کاوه چې زما ځواني -- زما د عمر تر ټولو ښه وخت -- په ما باندې داسې تېرېده چې زه په کور کې ایساره وم. زه فکر کوم چې د طالبانو وخت زما د ژوند تر ټولو بد او تر ټولو تیاره وخت وو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

حیرانوونکې ده. ټولي پروژي یا په بامیانو کي عملی کیږی یا په دایکندي، او شمالي ولایتونو کي. ولی د پښتنو په ولایتونو کی کار نه کیږي؟ مونږ دا نه وایو چی غیر پښتنو ته دی کار نه کیږي لاکن د پښتنو لپاره خو هم څه کول په کار دي. پښتانه له یوی خوا نه د طالبانو له خوا وژل کیږی او تاسیسات یی ورانول کیږي او بلی خواته یی حکومتي ځواکونه او ایتلافي قواوی وژني او پرمختیایي کارونه ورته د صفر برابر کیږي.

ځواب ورکړئ

تاسو په جدي توګه نه پوهېږئ ولې؟ هلته هېڅ امنیت نشته. هغوی ښوونځي، سرکونه او روغتونونه ویجاړوي. دا ډېره د بدمرغۍ خبره ده چې تاسو تر اوسه هم نه پوهېږئ،‌ او حکومت ملامتوئ.‌

ځواب ورکړئ