اقتصاد

په بلخ کې د حکومت په ملاتړ د بڼوالۍ پروژې په زرګونو ښځو ته کاري فرصتونه برابر کړي دي

د هدایت الله راپور

یوه ښځه د چنګاښ په ۲مه د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې په خپله نوې زرغونه خونه کې فصل ټولوي. [د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

یوه ښځه د چنګاښ په ۲مه د بلخ ولایت په نهر شاهي ولسوالۍ کې په خپله نوې زرغونه خونه کې فصل ټولوي. [د بلخ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست]

کندوز -- چارواکي وایي، د افغان حکومت له خوا د بڼوالۍ یوه پروګرام د تېرو اتو میاشتو په ترڅ کې په بلخ ولایت کې د ښځو لپاره ۳۲۰۰ کاري فرصتونه رامنځته کړي دي.

د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه (اېن اېچ اېل پي) د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له خوا په مزارشریف او د بلخ په ۱۲ ولسوالیو کې تطبیق شوه.

تر دغې پروژې لاندې، ښځو د کرنې، باغدارۍ، او د ډول ډول ترکاریو د ټولولو او پروسیس کولو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وویل، د بڼوالۍ او مالدارۍ د پروژې هدف دا دی چې د ښځو ظرفیت جوړ کړي، هغوی له اقتصادي پلوه ځواکمنې کړي، ټولنیزو فعالیتونو ته یې لاسرسی پراخ کړي او په ژمي او وړي کې د ترکاریو تولید زیات کړی.

رستمي وویل، «موږ په بلخ ولایت کې ښځو ته ۱۶ ډوله د ترکاریو تخمونه توزیع کړي دي. د ترکاریو د تخمونو د وېش سربېره، موږ ښځو ته د کرنې وسایل ورکړي ترڅو ترکارۍ وکري او د هغوی لپاره مو د ترکاریو د پروسیس کولو مرکزونه جوړ کړي دي.»

هغه زیاته کړه، دغه پروګرام د بې وزلو ښځو لپاره، چې ډیری یې بې سواده دي، کاري فرصتونه برابر کړي، او په واردېدونکیو ترکاریو باندې تکیه کموي.

رستمي وویل، حکومت پلان لري چې له ښځینه بزګرانو سره د هغوی د تولیداتو لپاره د بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

هغه وویل، «د کرنې وزارت د ښځو د تولیداتو لپاره د بازارموندنې په خاطر منظم پروګرامونه پیل کړي ترڅو له دوی سره مرسته وکړي چې خپل تولیدات په وخت سره په بازار کې وپلوري. موږ پانګه وال او سوداګر دې ته هڅوو ترڅو د ښځو تولیدات واخلي او د هغوی خرڅلاو حمایه کړي.»

اقتصادي وده

د بلخ ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس محمد سالم ساعي وویل، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروګرام همدارنګه د ښځو لپاره زرغونې خونې جوړې کړي چې ۷۰٪ لګښتونه یې پروګرام ورکوي، او پاتې ۳۰٪ یې بزګران تادیه کوي.

هغه وویل، «دغه زرغونې خونې بېلابېل مساحتونه لري چې له ۴۰ څخه تر ۳۰۰ مربع مترو پورې رسیږي چې بادرنګ، رومیان او نورې ترکارۍ په کې کرل کیږی.»

ساعي وویل، هرې ښځې ته یوه زرغونه خونه چې له ۵۰ زرو څخه تر ۷۵ زرو افغانیو پورې قېمت لري ورکول کیږي. هغه په دې هکله جزیات ورنه کړل چې تر اوسه پورې څو زرغونې خونې جوړې شوي دي.

د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ د نو آباد کلي یوې اوسېدونکې فریدې محسني چې ۳۸ کاله عمر لري، هم وکولی شوای چې د خپل ژوند اړتیاوې د ترکاریو له کرنې څخه پوره کړي.

هغې د لړم په ۱۴مه وویل، «زه له شپږو میاشتو راهیسې د ترکاریو په کرلو او خرڅولو باندې بوخته یم، او ما د خپل تولید د دوو فصلونو د خرڅلاو څخه د میاشتې ۱۲۰۰۰ افغانۍ (۱۵۶ ډالر) عواید ترلاسه کړي دي چې بېرته مې پرې د خپلو ماشومانو لپاره خواړه او جامې اخیستي دي.»

هغې وویل، «موږ له حکومت څخه مننه کوو چې زموږ لپاره یې کاري فرصتونه برابر کړي دي، او اوس موږ زما او زما د ماشومانو د ژوند لپاره هیله من یو.»

د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ یوې اوسېدونکې نسیمې مهرآیین وویل، «وروسته له هغه چې موږ د روان کال د غوایي په میاشت کې د ترکاریو د تولید او ټولولو په برخه کې روزنه ترلاسه کړه، حکومت موږ ته د کرنې وسایل راکړل او موږ په ۲۰۰ مربع متره ځمکه باندې ډول ډول ترکارۍ وکرلې.»

هغې وویل، «خلک په وړي او ژمي کې ډېرو ترکاریو ته اړتیا لري، او موږ کولی شو چې په دغو دواړو فصلونو کې یو ښه او حلال عاید وګټو.»

هغې وویل، «زه درې ماشومان لرم. هغوی کوچنیان دي، او زه باید کار وکړم ترڅو د هغوی د مړولو لپاره حلال عاید ترلاسه کړم.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا پروژې کولی شي د ښځو په ژوند کې بدلون راولي. د بلخ ولایت ښځې باید له دغو زرغونو خونو څخه ګټه واخلي. دوی ممکن د خپل اقتصاد د پیاوړتیا هڅه وکړي. د کرنې وزارت دا پروګرامونه د دغه وزارت له غوره کارونو څخه دي. ۳۲۰۰ ښځو ته د کار فرصت برابرول اسانه کار نه دی. دا ډېره ستونزمنه ده، خو د کرنې وزارت وتوانېد چې دا پروژه بشپړه کړي. هغو ښځو ته چې د کرنې وزارت له خوا زرغونې خونې ورکړل شوي، باید هڅه وکړي چې له منځه یوسي او په سمه توګه یې وکاروي. دا ښځې کولی شي د دوی تر څنګ ډېرې نورې ښځې هم وروزي.

ځواب ورکړئ

دا ښه خبر دی. حکومت باید په سمنګانو کې هم دغه ډول پروژې تطبیق کړي، ځکه چې د سمنګانو خلک له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي، او دغه ډول پروژې کولی شي چې د خلکو د ژوند شرایطو ته وده ورکړي.‌ د دې هېواد ټولې بدبختۍ د اقتصادي ستونزو او د پرمختیایي او بېخبنایي پروژو د نشتوالي له امله دي. که د خلکو اقتصاد وده وکړي، په هېواد کې به په اتومات ډول امنیت راشي.

ځواب ورکړئ