اقتصاد

د افغان باغوال عاید د باغوالۍ د نویو طریقو په کارولو سره ډېر شو

نړیوال بانک

د باغوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه (این اېچ ایل پي) چې د هېواد په کچه د ۲۰۱۳ په اپریل کې پیل شوې ده، به د ۲۰۲۰ تر پایه پورې روانه وي. د دغې پروژې د باغوالۍ فعالیتونه به د ۳۱ ولایتونو په خواوشا ۳۰۰ ولسوالیو کې تطبیق شي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

د باغوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه (این اېچ ایل پي) چې د هېواد په کچه د ۲۰۱۳ په اپریل کې پیل شوې ده، به د ۲۰۲۰ تر پایه پورې روانه وي. د دغې پروژې د باغوالۍ فعالیتونه به د ۳۱ ولایتونو په خواوشا ۳۰۰ ولسوالیو کې تطبیق شي. [رومي مشورتي اداره/نړیوال بانک]

نیلي ولسوالي، دایکندي ولایت -- د نعمت الله رادفر باغونه او باغچې په چار اسبان کلي کې د یوه غره په بېخ کې پراته دي، چې د دایکندي له مرکز نیلي نه ورته په غرونو کې دوه ساعته د موټر لاره ده.

د هغه کورنۍ د نورو ځایي کلیوالو په څېر، د باغوالۍ له دودیزو طریقو څخه استفاده کوله.

نعمت الله پنځه جریبه ځمکه لري چې د انګورو تاکونه، بادام او د مڼو ونې یې پرې کرلې دي.

په ۲۰۱۵ کال کې، هغه لومړنی کلیوال وو چې د باغوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې (اېن اېچ اېل پي) سره یې چې د ۵۰۰ کورنیو په چار اسبان کلي کې یې خپل فعالیتونه شروع کړل، خپل نوم ولیکه.

باغوال نعمت الله رادفر تمه لري چې سږ کال به د انګورو حاصل د تېر کال د حاصل په پرتله درې یا ان څلور ځلې ډېر قېمت وکړي، چې وایي دا د اېن اېچ اېل پي د مرستې له برکته دی.

باغوال نعمت الله رادفر تمه لري چې سږ کال به د انګورو حاصل د تېر کال د حاصل په پرتله درې یا ان څلور ځلې ډېر قېمت وکړي، چې وایي دا د اېن اېچ اېل پي د مرستې له برکته دی.

په نیلي ولسوالۍ کې د اېن اېچ اېل پي افسر علي رویش وویل، په اول کې خلک د دې پروژې په هکله زړه نا زړه ول «ځکه چې دلته هیڅکله هم اوږدمهالی ملاتړ نه وه لیدل شوی.»

هغه وویل، د اېن اېچ اېل پي د فعالیتونو او د نعمت الله د بریالیتوب له لیدلو څخه وروسته، «اوس خلک په اېن اېچ اېل پي باندې باور کوي.»

پرمختللیو ټکنالوجیو عواید زیات کړل

نعمت الله وویل، «اېن اېچ اېل پي د انګورو د کرنې د مدیریت پرمختللې ټکنالوجۍ او طریقې معرفي کړل» او زیاته یې کړه چې تمه لري چې سږ کال به د انګورو حاصل د تېر کال د حاصل په پرتله درې یا ان څلور ځلې ډېر قېمت وکړي.

هغه وویل، «خلک دې ته لیوال دي چې د اېن اېچ ایل پي له پروګرامونو سره یوځای شي او په راتلونکي کال کې دغه نوي میتودونه وکاروي.»

نعمت الله وویل، «له اېن اېچ ایل پي څخه مخکې، په کلي کې ټولو باغونو له بې ګټې دودیزو طریقو نه استفاده کوله، چې عواید یې لږ ول. زه فکر کوم چې دا پروژه به د کلیوالو عواید زیات کړي او د هغوی د ژوند وضعیت به انکشاف ومومي.»

اېن اېچ ایل پي د کرنې، اوبه لګولو او مالدارۍ وزارتونو تر چتر لاندې، د افغانستان د بیارغونې د وجهي صندوق د ۱۹۰ میلیونه ډالرو (۱۲.۷ میلیارده افغانیو» د مرستندویې بسپنې په کارولو سره فعالیت کوي.

این اېچ ایل پي په ۲۰۱۴ کال کې په دایکندي ولایت کې کار شروع کړ او د ۸ ولسوالیو له جملې څخه په ۶ ولسوالیو کې فعالیت کوي، او پلان لري چې د ۲۰۱۷ کال تر پایه پورې ټولې ولسوالۍ وپوښي. دغې پروژې په دایکندي کې ۱۴۰۰ جریبه د انګورو، بادامو، مڼو او زردالو باغونه جوړ کړي دي. د اوبه خور د سیستم د انکشاف لپاره په ۱۸ ذخیرو باندې تعمیراتي کار روان دی.

ګټور باغونه او د ترکارۍ باغچې

په دایکندي کې د این اېچ ایل پي ولایتي کوارډینیټر محمد حسن ابراهیمي وویل، «زمونږ هدف دا دی چې د محلي خلکو هوساینې ته انکشاف ورکړو، او دا د ډوډۍ یا کالیو د ورکولو له لارې نه ځکه چې ډوډۍ یا کالي به یوه ورځ ایسته ختم شي. د هغو پرځای به مونږ هغوی د کرنې له پرمختللیو طریقو سره اشنا کړو.

له باغوالو سره د مشارکت په لومړي کال کې، این ایچ ایل پي د پروژې ۷۵٪ لګښت پرغاړه اخلي. په دویم کال کې، پروژه او باغوالان دغه لګښتونه په مساوي توګه سره ویشي.

این ایچ ایل پي د باغوالو لپاره د ساحوي ښوونې پروګرامونه دایروي چې په هغو کې د موسم په اړوندو ځانګړيو موضوعاتو، لکه حاصلخېزۍ، شاخونو پرې کولو، اوبه خور او د حاصل او عاید په زیاتولو باندې بحث کیږي.

په وروستیو وختونو کې، این ایچ ایل پي د دایکندي له ۸۰۰ څخه ډېرو ښځو سره کار کول شروع کړل چې د ترکارۍ باغچې جوړې کړي.

۳۱ کلنې صدیقې حسیني چې د څلورو بچیانو مور ده، وویل، «له این ایچ ایل پي څخه مخکې، مونږ په دې نه وو خبر چې مونږ کولی شو چې کال او سر ترکارۍ وکرو، او نه هم د ترکاریو د مغذي ارزښتونو په هکله پوهېدلو. اوس مونږ ان په ژمي کې ترکاري کرلی شو، او په پیازو، مولیو او نوش پیازو سربیره کاهو هم کرو.»

[نړیوال بانک د هغه پر وېب سایټ http://www.worldbank.org/terms د یادو شویو شرایطو او مقرراتو په اساس د دې موادو د کارولو اجازه ورکوي.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه دې پروژې (د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروژې) ته په داسې یوه سترګه ګورم چې خلکو ته یې ګټه رسېږي او د ولس د خیر ښېګڼې حیثیت ورسره وده کوي. او زه له ټولوهغو کسانو څخه چې په کې بوخت دي، او په ځانګړې توګه ښاغلي نعمت الله رادفر څخه مننه کوم. د دې خاورې اصلي بچیان هغه دي چې په ایماندارۍ سره د خپل هېواد د پرمختګ لپاره کار کوي. تاسو ته د ډېر بري هیله کوم!

ځواب ورکړئ