کابل -- د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، د افغانستان لومړني د ښځو تلوېزیوني سټېشن د یکشنبې په ورځ /د می ۲۱ مه/ خپرونې پیل کړې. (آر ایف اي/آر ایل).
د ازادۍ راډېو په وینا، د سټېشن نوم زن دی چې په دری ژبه کې د ښځو معنی لري. دغه سټیشن په کابل کې فعالیت کوي او «د خبرو اترو، روغتیا او موزیک په هکله پروګرامونو» باندې تمرکز کوي.