جلال اباد -- د ازادې اروپا/ د ازادۍ راډېو د راپور په اساس، د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ / د می ۸ مه/ وویل، چې په ننګرهار ولایت کې د افغان هوایي ځواک په بریدونو کې د ۲۴ ساعتونو په دوران کې د داعش لږ تر لږه ۳۴ غړي ووژل شول.
د کورنیو چارو وزارت وویل، د هوایي ځواک جیټ الوتکو په دوه ولسوالیو کې په پټنځایونو باندې بمونه وغورځول او د داعش یو راډېو سټېشن یې هم ویجاړ کړ.