جرم او انصاف

پخوانۍ ژورنالسته او د ولسي جرګې سلاکاره مینه منګل په کابل کې ووژل شوه

سلام ټایمز او ای اېف پي

مینه منګل، چې یوه افغانه ژورنالسته وه، د غوایي په ۲۱مه په کابل کې په ډزو وژل شوې وموندل شوه. له دې نه یوازې څه ورځې مخکې هغې اعلان کړی وو چې د هغې ژوند په خطر کې دی. [مینه منګل/فېسبوک]

مینه منګل، چې یوه افغانه ژورنالسته وه، د غوایي په ۲۱مه په کابل کې په ډزو وژل شوې وموندل شوه. له دې نه یوازې څه ورځې مخکې هغې اعلان کړی وو چې د هغې ژوند په خطر کې دی. [مینه منګل/فېسبوک]

کابل -- د کورنیو چارو وزارت وویل، پخوانۍ ژورنالسته چې په پارلمان کې یې کار کاوه د شنبې په ورځ‌ /د غوایي ۲۱مه/ په کابل کې وویشتل شوه او ووژل شوه.

مینه منګل د ژورنالیزم له پرېښودلو او په پارلمان کې د کلتوري سلاکارې په توګه له کار پیلولو څخه مخکې په ګڼو تلوېزیوني شبکو کې د نندارو د وړاندې کولو د کار له امله د کابل په حلقو کې ډېره مشهوره وه.

د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمي وویل چې منګل د کابل ښار په ۸ مه ناحیه کې موټر ته د انتظار پر وخت په رڼا ورځ په ډزو ووژل شوه.‌

عیني شاهدانو وویل چې دوه سړیو چې په یوه موټرسایکل سپاره وو لومړی هوایي ډزې وکړې چې لارویان خپاره کړي او زیاته یې کړه چې بیا یې منګل دوه ډزه په سینه کې وویشتله.

د منګل خپلوانو تایید کړه چې هغه موټر ته منتظره وه چې په ولسي جرګه کې خپلې وظیفې ته لاړه شي.

هیچا هم سمدلاسه د منګل د مړینې مسؤلیت نه دی اخیستی، او دا هم سمدلاسه معلومه نشوه چې هغه ولې په نښه شوه.‌

د پولیسو ویاند فردوس فرامرز ازادۍ راډېو ته وویل، «د قضیې ټول اړخونه» تر څېړنې لاندې دي او زیاته یې کړه چې د منګل پلار د یوه ممکن مشکوک کس نوم ورکړی دی.

د ښځو د کار د حق پلوي

منګل له یوې لسیزې څخه ډېر وخت په کابل کې له اریانا، شمشاد او لمر تلوېزیوني چینلونو سره د پروګرام وړاندې کوونکې په توګه کار وکړ.

هغې د ټولنیزو رسنیو داسې پاڼې چلولې چې د افغان ښځو له خوا د کار او د افغان نجونو له خوا ښوونځیو ته د تګ د حقونو دفاع یې کوله.‌

ای اېف پي د ښځو د حقونو فعالې وژمې فروغ له قوله راپور ورکړ چې ویل یې، منګل په وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو لیکلي وو چې هغه داسې احساسوي چې ژوند یې په خطر کې دی.

د ازادۍ راډېو د راپور له مخې، منګل د هغې د خوښې خلاف ترتیب شوي واده چې په ۱۳۹۶ کې شوی وو او د طلاق ترلاسه کولو د سختې پروسې په هکله چې مقاماتو د غوایي د میاشتې په نیمایي کې ورکړ، ډېرې لیکنې کولې.

له متحده ایالاتو سره د سولې په وروستیو خبرو اترو کې، د افغان طالبانو مشرانو وویل چې هغوی به نور د نجونو له خوا د زده کړو د ترلاسه کولو او د ښځو له خوا د کار کولو مخه ونه نیسي.

خو بیا هم د ښځو د حقونو فعالانو اندېښنه ښودلې چې له طالبانو سره د سولې هوکړه کولی شي چې د طالبانو د وخت ځپل بیا را وګرځوي.په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکورولو راهیسې له شویو پرمختګونو سره سره، لا هم په افغانستان کې ښځېډېر وختونه څنډې ته پرېښودل کیږي.

همدارنګه، افغانستان د ژورنالستانو لپاره د نړۍ تر ټولو ډېر خونړی ځای دی چې هغوی په کې د جګړې د پوښښ پر وخت له ډېرو خطرونو سره مخامخ کیږي او ځینې وختونه د هغوی د کار ترسره کولو له امله په نښه کیږي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په افغانستان کې مو دښځو امنیت تراوسه خوندې پاتې نسوه زموږ له امنتې اودفاعې څواکونو څخه دا غوښتنه ده چې باید ددی قضیې عمیلین باید عدلی او قضایي اورګانونو ته وسپارل سې او جدی غوښتنه یې کوه دا دیوي غریبی کورنۍ لور وه او زیات ظلم ورسره وسوه دژوند ارمانونه یې ورخاوری کړل

ځواب ورکړئ