برلین، جرمني -- د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني وویلي چې د ښځو حقونه له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې د افغان حکومت لپاره یوه «مطلقه سره کرښه» جوړوي.
رباني د سې شنبې په ورځ /د وري ۶ مه/ بېلډ ورځپاڼې ته وویل، «د نجونو په تعلیم باندې به هېڅ ډول بندیزونه نه وي --» مونږ به هغه څه قرباني نه کړو چې په تېرو ۱۸ کالو کې مو لاسته راوړي،هغه په قطر کې د سولې خبرو څخه قوي ملاتړ څرګند کړ.
هغه وویل، «د دې شخړې او دغو ستونزو د پای ته رسولو یوازنۍ لاره خبرې اترې دي،»

د هرات ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ۲۰۰ څخه ډېرې ښځې د مارچ په ۱۳مه په هرات ښار کې د والي د دفتر مخې ته راټولې شوي، او پر طالبانو غږ کوي چې جګړه پای ته ورسوي. لاریونوالو غوښتنه کوله چې د سولې په خبرو کې دې د هغوی لاسته راوړنې له پامه نه غورځول کیږي. [عمر]
رباني تاکید وکړ چې خبرې «په هېواد کې د طالبانو د رژیم د بیا راژوندي کولو لپاره نه دي».
نه تسلیمېدل
هغه وویل، «راځئ چې خبره پاکه وکړو -- کله چې مونږ د سولې خبره کوو، د دې معنی دا نه ده چې مونږ تسلیمېږو،»
هغه زیاته کړه،«که مونږ په افغانستان کې سوله، ثبات او بهرنۍ پانګونه ولرو، بیا به خلک د جرمني په نیت افغانستان نه پرېږدي. هغوی به هلته پاتې شي. له دې امله، د سولې پروسه ډېره مهمه ده.»
د خبرو د وروستي پړاو په ترڅ کې، چې د کب په ۲۵مه په دوحه کې پای ته ورسېد، د متحده ایالاتو استازي زلمي خلیلزاد وویل چې، «پرمختګ کېږي» خو ډېر نور څه کولو ته لا اړتیا ده .
رباني بېلډ ته وویل، جرمني، چې په افغانستان کې پوځي حضور لري، کولی شي چې د سولې د خبرو د درېیم پړاو کوربه توب وکړي.
هغه وویل، «لکه څنګه چې وزیر [د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هیکو ماس] په وروستیو کې وویل، جرمني دې ته تیار دی چې د سولې خبرو ته ښه راغلاست ووايي. افغان حکومت د دې ستاینه کوي. کله چې هغه وخت راورسېږي، مونږ به پخپله خپل جرمني ملګري خبر کړو.»
دا لیکنه زما خوښه شوه.
ځواب ورکړئ