ديپلوماسي

پاکستان او افغانستان یو له بل سره د امنیتي همکارۍ اراده وکړه

د امداد حسین راپور

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز (چپ) او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ۲۰۱۵ د ډسمبر په ۹ مه په اسلام اباد کې یوه خبري کانفرانس ته روان دي. پاکستاني او افغان چارواکي د امنیت، او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې نژدې همکارۍ ته دوام ورکوي.‌ [ای اېف پي/ عامر قریشي]

د پاکستان د لومړي وزیر د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز (چپ) او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د ۲۰۱۵ د ډسمبر په ۹ مه په اسلام اباد کې یوه خبري کانفرانس ته روان دي. پاکستاني او افغان چارواکي د امنیت، او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې نژدې همکارۍ ته دوام ورکوي.‌ [ای اېف پي/ عامر قریشي]

اسلام اباد -- پاکستان او افغانستان په خپلو کې د اړیکو د ودې، او د امنیت، او ترهګرۍ ضد همکارۍ د پیاوړتیا نښې ښیي.‌

په دې برخه کې وروستی ګام وروسته له هغه واخیستل شو چې د جون په ۲۴-۲۵مه په پاکستان او افغانستان کې مشورې ترسره شوې او د دغو مشورو په ترڅ کې دواړو لورو په سیمه کې د سولې او ثبات د پایښت ژمنه وکړه.‌

په یوه ګډه اعلامیه کې راغلي، «افغانستان او پاکستان دواړه په دې خوښ دي چې یو له بل سره اړیکې ښې کوي، دوه اړخیز سیاسي اعتماد پیاوړی کوي، د ترهګرۍ ضد مبارزې په شمول په بېلابېلو برخو کې همکاري زیاتوي او په شریکه امنیتي ننګونې حل کوي،»‌

دواړو لوریو همدارنګه په دې موافقه وکړه چې «د بحران د مدیریت داسې یو مېکانېزم» جوړ کړي چې استخباراتي معلومات په کې یو له بل سره شریکوي.

په اعلامیه کې راغلي، «دا به دواړو لوریو ته دا وړتیا ورکړي چې د ترهګریزو بریدونو په شمول د هرو عاجلو حالتونو په صورت کې پر وخت او مؤثر ارتباطات ټینګ کړای شي،»‌

هغوی موافقه وکړه، چې له تاوتریخوالي څخه پرته خبرې اترې د افغانستان د مسئلې اساسي حل دی. پاکستان «د افغانستان په مشرۍ او مالکیت» د سولې خبرو اترو څخه ملاتړ څرګند کړ او له افغان طالبانو څخه یې وغوښتل چې له ځنډ څخه پرته دې د خبرو اترو بهیر سره یوځای شي.‌

د پاکستان د لومړي وزیر میا محمد نوازشریف د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز د جون په ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې وویل، چې «پاکستان په دوامداره توګه تاکید کړی چې په افغانستان کې سوله او ثبات زمونږ په ګټه دي او دا چې یو باثبات افغانستان به له مونږ سره مرسته وکړي چې مونږ د اقتصادي پرمختګ او سیمه ییز اتصال په برخه کې خپلې شریکې اجنډا ته وده ورکړو،»

هغه وویل، «د تېرو ۱۵ کالو تجربې په روښانه توګه وښودله چې دا ناشونې ده چې افغان شخړه یوازې د جنګ له لارې حل کړای شي.‌ په افغانستان کې دوامداره سوله د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د پروسې له لارې سیاسي حل ته اړتیا لري.‌»

تودې اړیکې د جون په اوایلو کې د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د یوه نړیوال کانفرانس په لمن کې، د شریف او افغان ولسمشر اشرف غني له کتنې څخه چې دواړو موافقه وکړه چې د همکارۍ د څلوراړخیز ګروپ په چوکاټ کې به خبرو اترو ته دوام ورکړي، پیل شوې.‌

د سولې د دوام لپاره همکاري ضروري ده

په دواړو ګاونډیو هېوادونو کې چارواکي او کتونکي ښو اړیکو او د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې همکارۍ ته هیله من دي.‌

په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمر زاخېلوال سولې او د سیمې د راتلونکي په هکله د هیله مندۍ د څرګندولو په ترڅ کې پاکستان فارورډ ته وویل، «د پاکستان او افغانستان تر منځ همکاري د ترهګرۍ ضد مبارزې په شمول په بېلابېلو برخو کې احتمال لري،»‌

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نفیس ذکریا په استانه کې له ملاقات څخه وروسته د رسنیو د پوښتنو په ځواب کې وویل، «مونږ په دوامداره توګه په دې تاکید کړی چې د افغان شخړې د حل لپاره سیاسي مذاکرات ضروري دي.‌ د همکارۍ څلوراړخیز ګروپ په دې برخه کې یو مؤثر فورم دی.»‌

تحلیلګران وایي، چې د پولو د مدیریت، د ترهګرۍ ضد مبارزې، استخباراتي معلوماتو شریکولواو په طالبانو باندې د داسې فشار په راوستلو کې چې په افغانستان کې د سیاسي حل لاره انتخاب کړي،‌ دوه اړخیزه همکاري ضروري ده.‌

د نظامي او دفاعي چارو په برخه کې یوه پاکستاني تحلیلګر متقاعد جنرال طلعت مسعود پاکستان فارورډ ته وویل،‌ «د سرحد په اوږدو کې همغږي شوي عملیات او ورسره د استخباراتي معلوماتو شریکول او د سرحدونو مدیریت به دواړو خواوو ته د سولې په برخه کې یو توپیر رامنځته کړي،»‌

په پاکستان کې مېشت افغان ژورنالست او په سیمه کې د اورپکۍ د چارو کارپوه سمیع یوسفزي وویل، پاکستان او افغانستان خواوشا ۲۶۰۰ کیلومتره داسې ګډه پوله لري چې تګ راتګ ترې په اسانۍ سره کېږي او دغه حالت امنیتي وضعه کړکېچنه کړې ده.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «‌خو، د دواړو هېوادونو تر منځ‌ همکاري او ثبات کولی شي چې د سختو هدفونو لاسته راوړل شوني کړي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500