امنیت

په افغانستان او پاکستان کې د اورپکو پر ضد پراخ اقدامات 'بریالي' کیږي

د جاوېد محمود راپور

نیول شوي پاکستاني طالبان او د هغوی نیول شوې وسلې د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۵ مه په کابل کې رسنیو ته ښودل کېږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

نیول شوي پاکستاني طالبان او د هغوی نیول شوې وسلې د ۲۰۱۶ د جنورۍ په ۵ مه په کابل کې رسنیو ته ښودل کېږي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

اسلام اباد -- د تحقیقاتو او امنیتی څېړنو د مرکز (CRSS) د ۲۰۱۶ د کلني راپور په اساس، په افغانستان او پاکستان کې د اورپکو پر ضد پراخ اقدامات بریالي کیږي.

وړاندې کړای شوي معلومات ښیي چې، هغه پاکستاني اورپکي چې له سرحد سره په افغانستان کې پټېږي نور هلته خوندي ځایونه نه مومي.

په اسلام اباد کې د امنیتي څېړونکو او سلاکارانو ادارې راپور ورکړ، چې د تېرو دوه کلونو په بهیر کې، په افغانستان کې ۱۴۹ پاکستاني اورپکي -- ۱۱۱ په ۲۰۱۶ او ۳۸ نور په ۲۰۱۵ کې وژل شوي دي.

د تحقیقاتو او امنیتی څېړنو د مرکز رییس امتیازګل پاکستان فارورډ ته وویل، «په افغانستان کې وژل شوي اکثر اورپکي تحریک طالبان پاکستان پورې تړلي ول او په افغانستان کې یې سرپناوې لرلې،»

هغه وویل، یو شمېر اورپکي چې لشکرجنګوي پورې مربوط ول د ضرب عضب عملیاتو په ترڅ کې د شمالي وزیرستان له شوال څخه تښتېدلي ول چې یا د ایتلاف په هوایي بریدونو کې یا د پاکستاني یا افغان امنیتي ځواکونو له خوا ووژل شول.

هغه وویل، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او لشکرجنګوي د اورپکو او قوماندانانو وژنه ثابتوي چې د یادو غیرقانوني پاکستاني اورپکو د تنظیمونو کسانو خپل ځایونه بدل کړي دي.

د اورپکو لپاره د خوندي ځایونو نشتوالی

امتیازګل وویل، د پاکستان د پوځ له ضرب عضب عملیاتو څخه مخکې، یادو کسانو په شمالي وزیرستان کې ځانونو ته خوندي ځایونه جوړ کړي ول.

هغه وویل، «خو، کله چې د ۲۰۱۴ په جون کې ضرب عضب عملیات پیل شول، د ترهګرو ډلو مشرانو او د هغوی غړو پرته له دې چې د افغانستان په سرحدي سیمو کې ځانونو ته ځایونه وګوري بله لاره نه لرله،»

د امتیازګل په وینا، سربېره پر دې، په ۲۰۱۵ کال کې د تحریک طالبان پاکستان او لشکرجنګوي عناصرو په افغانستان کې له داعش سره بیعت وکړ، او په افغانستان او پاکستان دواړو کې یې عملیات شروع کړل.

هغه وویل، «په تېرو دوه کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د اورپکو وژل د ترهګرو د شبکې، بېخ بنا او د اورپکۍ د بریدونو په ترسره کولو کې د وړتیا لپاره د یوه جدي شاته تګ سبب ګرځېدلي دي،»

د تحقیقاتو او امنیتی څېړنو د مرکز د راپور له مخې، په پاکستان کې، امنیتي ځواکونو په تېرو دوه کلونو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې ۳۰۳۸ پاکستاني اورپکي -- ۲۲۳۳ په ۲۰۱۵ او ۸۰۵ په ۲۰۱۶ کې ووژل.

سربېره پر دې، په ۲۰۱۶ کال کې په پاکستان کې ۲۵ بهرني اورپکي، جنایتکاران او جاسوسان ووژل شول.

د یوه شریک دښمن په وړاندې جګړه کول

په پېښور کې مېشت د قبایلي سیمو د امنیتي چارو پخواني سکرټر متقاعد ډګرمن محمودشاه پاکستان فارورډ ته وویل، «په افغانستان او پاکستان کې د اورپکو پر ضد د امنیتي ځواکونو اقداماتو په دواړو هېوادونو کې د اورپکو ملا ورماته کړې ده،»

هغه وویل، «هغه طریقه چې د دواړو هېوادونو امنیتي ځواکونه پرې خپل شریک دښمن، اورپکي، په نښه کوي ښیي چې پاکستان او افغانستان د ترهګرۍ په له منځه وړلو کې یو ډول هوډ لري،»

محمود شاه وویل، په سرحدي سیمو کې هوایي بریدونو او پاکستاني پوځي عملیاتو ترهګرو ته درانه تلفات وراړولي دي.

هغه وویل، «پاکستان او افغانستان په خپلو کې استخباراتي همکاري پیاوړې کوي او د طالبانو او داعش پر ضد خپل اقدامات زیاتوي چې اورپکي مهار کړي،»

هغه وویل، ضرب عضب عملیاتو او د ردالفساد په نامه نویو پوځي عملیاتو د ترهګرو دا وړتیا کمه کړې ده چې ترهګریز بریدونه ترسره کړي.

اورپکي اسلام تحریفوي او ځوانان بې لارې کوي

محمود شاه وویل، اورپکو ډلو ته د تحریک طالبان پاکستان د پخواني ویاند لیاقت علي چې په احسان الله احسان مشهور وو، په تسلیمېدلو سره یوه بله ضربه ور ورسېدله.

هغه په خپله اعترافیه ویډیو کې چې د اپریل په ۲۶مه خپره شوه، وویل، اورپکي ګروپونه له دین نه ناوړه ګټه اخلي او د بې ګناه خلکو د لوټلو او وژلو لپاره یې د یوې وسیلې په توګه استعمالوي چې خپلې ګټې پرې ترلاسه کړي.

احسان د اورپکو له هغو قوماندانانو څخه کرکه وښوده چې اسلام تحریفوي او ځوانانو ته تبلیغات کوي.

هغه وویل، «تش په نامه جهادیانو خلک او په ځانګړې توګه نوي ځوانان د اسلام په نامه بې لارې کړي دي. هغوی هېڅکله هم اسلام په خپله حقیقي معنا یا هغسې چې له نورو نه یې غوښتنه کوي، نه دی تعقیب کړی.»

محمودشاه وویل، د احسان بیانیه او دا غوښتنه چې نور اورپکي دې هم خپلې وسلې په ځمکه کېږدي «په پاکستان او افغانستان کې د اورپکۍ په مخنیوي کې یو پرمختګ وو،»

د ترهګرۍ پر ضد یووالی

د نظریه پاکستان سنټر په نامه د غیرحکومتي تعلیمي موسسې د اسلام اباد د څانګې رییس مرتضی مغل پاکستان فارورډ ته وویل، «د امنیتي ځواکونو له خوا په کراچۍ او د هېواد په نورو برخو کې پوځي عملیاتو او د استخباراتي معلوماتو په اساس هدفي عملیاتو له ۲۰۱۵ کال راهیسې د اورپکۍ ګراف تر ټولو ټیټې سطحې ته راوستی دی.»

هغه وویل، «طالبان او نور اورپکي ګروپونه نشي کولی چې خلک د دین په نامه تر ډېره بې لارې کړي، او دا چې د پاکستان یوه پراخ اکثریت خلکو افراطیت او اورپکي رد کړي دي،»

هغه وویل، «ټول ولس دا منلې ده چې په اسلام کې د وینې تویولو ځای نشته، او دا چې اسلام داسې یو دین دی چې په نړۍ کې د زغم او سولې دفاع کوي،»

مغل د پاکستاني امنیتي ځواکونو، چې په ګڼو جبهو کې یې اورپکو ته ماتې ورکړي چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي، قربانۍ وستایلې.

هغه وویل، «ضرب عضب او ردالفساد عملیاتو په ټول پاکستان کې د طالبانو زور او وحشت پای ته رسولي، او اوس اورپکي نشي کولی چې په هېواد کې هېڅ خوندي ځای پیدا کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو راپورونه جالب دي مننه. خو په دې راپور کې چې تاسو د څه شي د وړاندې کولو کوشش کړی دی دا د هغو افغان او امریکایي میندو سپکاوی بلکه هغوی ته کنځلې کول دي چې اولادونه یې د پاکستان له خوا حمایه کېدونکو ترهګرو سره په جګړه کې ووژل شول. دا کاملا بې منطقه خبره ده چې څوک دې ووایي چې پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی.‌ افغان ملکي خلک خو په خپل ځای پرېږدئ هغوی خو هسې هم له خدای پرته بله اسره نه لري، تاسو لږ فکر وکړئ چې پاکستان له تاسو سره کومې لوبې ونه کړې! په خدای کله خو وایم چې امریکایان د نړۍ ډېر کم عقل خلک دي، پاکستان ورنه په ۱۵ کالونو کې ۳۳ میلیارده یا له دې نه ډېر ډالر واخیستل او بیا یې همدا پیسې بېرته د داسې خلکو په روزلو ولګولې چې افغانان او امریکایان یې پرې ووژل. زما خبرې هوایي نه دي ښه ثبوتونه یې له اسلام اباد سره نژدې د اسامه بن لادن راوتل، په کراچۍ کې د ملاعمر په زهرو وژل، په کراچۍ کې د ملا عبیدالله وژل کېدل چې وایي پاکستاني استخباراتو وواژه،‌ په کراچۍ کې د ملا اغاجان معتصم زخمي کول چې ویل کیږي د پاکستاني استخباراتو له خوا له جنګ کولو نه د انصراف له وجې وویشتل شو، په اسلام اباد کې د نصیر حقاني ویشتل کیدل، د ملا برادر نیول کېدل چې ویل کیږي غوښتل یې له افغان حکومت سره سوله وکړي.....زه بیا وایم چې که په افغانانو رحم نه کوئ لږ تر لږه په هغو امریکایانو چې په افغانستان کې د پاکستان له خوا وژل شوي دي زړه خوږی وکړئ،‌ د هغو امریکایي میندو له زړونو نه ځانونه خبر کړئ چې په دې لاره کې یې زامن او لوڼې وژل شوي دي.‌

ځواب ورکړئ