افغانستان او ازبکستان ۵ د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې

د سټاف راپور

کابل -- طلوع نیوز سې شنبه /دجنوري ۲۴مه/ راپور ورکړ چې افغانستان او ازبکستان په دې سره هوکړه وکړه چې د امنیتي مسایلو په برخه کې خپله همکاري پسې پراخه کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د نشه یي توکو پر ضد مبارزه او نورو امنیتي مسایلو کې د همکارۍ په برخه کې ۵ هوکړې لاسلیک کړې.

هغوی د اقتصادي او بشردوستانه همکارۍ د نورو ډولونو د پراختیا په هکله هم خبرې اترې وکړې.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500