اقتصاد

د پاکستان او ازبکستان تر منځ هوکړو د همکارۍ یوه نوې دوره پیل کړه

د ضیاءالرحمان راپور

یوه لارۍ د چنګاښ په ۲۱مه د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم سرحدي دروازې ته رسېږي. [ضیاءالرحمان]

یوه لارۍ د چنګاښ په ۲۱مه د پاکستان او افغانستان تر منځ د تورخم سرحدي دروازې ته رسېږي. [ضیاءالرحمان]

اسلام اباد -- چارواکي وایي، د افغانستان له لارې د توکو د تبادلې تر پوښښ لاندې نیولو په ګډون، د پاکستان او ازبکستان تر منځ وروستۍ هوکړې، د سیمه ییز تکامل او ثبات په برخه کې یوه مهمه پېښه ده.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان د چنګاښ په ۲۴مه د یوه پلاوي په راس کې تاشکند ته لاړ څو له ازبکستان سره د سوداګرۍ او پانګونې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ د پیاوړتیا لپاره ګڼ شمېر هوکړې لاسلیک کړي.

خان د ازبکستان - پاکستان د نوي سوداګریز فورم د افتتاح په ترڅ کې وویل، «پاکستان له منځنۍ اسیا او په ځانګړې توګه ازبکستان سره ښکېلتیا ته، چې په سیمه کې یو له ډېرو سترو اقتصادي ځواکونو څخه دی، نږدې اړیکو ته ډېر اهمیت ورکوي.‌»

هغه وویل، له ازبکستان سره د پاکستان اتصال ډېر مهم دی، ځکه چې پرمختللې سوداګري به د سیمې د ښېرازۍ او پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیزي.

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د غوایي په ۱۰مه اخیستل شوی، د ایران په ساحلي ښار بندر عباس کې کشتۍ لیدل کیږي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

په عکس کې چې د ۱۳۹۸ د غوایي په ۱۰مه اخیستل شوی، د ایران په ساحلي ښار بندر عباس کې کشتۍ لیدل کیږي. [عطا کیناري/ای اېف پي]

د ازبکستان لومړي وزیر عبدالله عارفوف د دواړو هېوادونو تر منځ غښتلیو اړیکو ته په پام سره وویل، د عمران خان کتنه به د همکارۍ یوې نوې دورې او ګډو معاملو ته لاره هواره کړي.

د پاکستان حکومت د چنګاښ په ۲۳مه وویل، د عمران خان له رسېدلو څخه یوه ورځ مخکې، دواړو خواوو توافق وکړ چې د زراعت، معلوماتي ټکنالوجۍ، ښوونې او روزنې او کانونو په سکټورونو کې ګډ کاري ګروپونه جوړ کړي او د بین الحکومتي کمېسیون له کتنې څخه مخکې همکارۍ غښتلې کړي.

د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د پانګونو او بهرنۍ سوداګرۍ وزیر سردار عمرزاکوف او د عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې د چارو سلاکار عبدالرزاق داوود د مجلس مشري کوله.

هغوی توافق وکړ چې، د افغانستان له لارd جوړېدونکی دهلېز چې ازبکستان او پاکستان سره نښلوي به د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ په پیاوړي کولو کې مهم رول ولوبوي.

دواړو هېوادونو توافق وکړ چې د نساجۍ صنعت، د زراعتي ماشینرۍ د مونتاژ کولو او د مېوې او سبزیجاتو د بسته بندۍ په برخو کې د ګډو راکړو ورکړو په گأون، د صنعت په برخه کې خپله همکاري پراخه کړي.‌

تاشکند ټایمز راپور ورکړ چې، دواړو لوریو د ۵۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هوکړې لاسلیک کړې.

د همکارۍ لارۍ

په وچه کې ایسار ازبکستان او د منځنۍ اسیا هېوادونه ډېر وختونه مجبورېږي ترڅو د خپلې نړۍ والې سوداګرۍ لپاره په ایراني بندرونو باندې تکیه وکړي. پاکستان هغوی هڅوي چې د هغو پر ځای د دغه هیواد له سمندري بندرونو څخه کار واخلي.

د کراچۍ یو سوداګر مجتبی حسین چې له بهرنیو هېوادونو څخه د سوداګرۍ چارې پرمخ بیایي، وایي، ازبکستان د ایران د بندر عباس د بندر له لارې خپل توکي صادروي چې له یوې اوږدې ځمکنۍ لارې څخه استفاده کوي.

هغه وویل، «د افغانستان له لارې د پاکستان کراچۍ ښار ته تللې لاره په ایران کې بندر عباس ته د تللې لارې په پرتله شاوخوا ۲۸۰۰ کیلومتره لنډه ده.»

په دې باندې کار روان دی چې د ازبکستان او پاکستان تر منځ د ځمکې لاره جوړه کړای شي.‌

د نړۍ وال ګمرکي ترانزیت (ټي آی آر) کنوانسیون په اساس، د روان کال په لومړیو کې په تجربوي شکل د دواړو هېوادونو تر منځ لارۍ لاړې راغلې ترڅو په افغانستان کې بېلابېلې لارې وارزوي.

د اروپایي اتحادیې په وینا، «د ټي آی آر کړنلاره دې ته لاره هواروي چې توکي، چې معمولا په ورود (یا صدور) کې پرې ګمرکي تادیات راځي، له مالیاتو یا ګمرکي تحویلیو څخه پرته له نړۍ والو سرحدونو څخه تېر شي.»

په درملو بار یوه لارۍ د وري په ۲۰مه له کراچۍ څخه روانه شوه او له افغانستان او ازبکستان څخه له تېرېدلو وروسته د غوایي په ۱۴مه تاشکند ته ورسېدله.

دغه راز، د ازبکستان یوه لارۍ چې د پوستکو اړوند توکي یې رابار کړي وو د غوایي په ۱۹مه له تاشکند څخه را روانه شوه او د غوايي په ۲۱مه د افغانستان او پاکستان تر منځ د تورخم سرحدي دروازې ته را ورسېدله. دغه بار لارۍ د غوایي په ۲۳مه فیصل اباد ته ورسېدله.

د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې (یو اېس ای آی ډي) وویل، «د متحده ایالاتو نړۍ والې پرمختیایي ادارې د دغې پروژې لپاره تخنیکي او مالي ملاتړ برابر کړی دی. د دې نوښت هدف دا دی چې «د سیمه ییزې سوداګرۍ بشپړتیا او اتصال غښتلي شي.»

د اېکسپرېس ټریبیون په وینا، د عمران خان د سوداګرۍ او پانګونې د چارو سلاکار داود د چنګاښ په ۱۳مه پاکستانیو رسنیو ته وویل، «موږ پلان نیولی چې تر ټي آی آر کنوانسیون لاندې توکي ولېږدوو ځکه چې له ازبکستان څخه لومړۍ لارۍ په ۴۸ ساعتونو کې پاکستان را ورسېدله.»

هغه وویل، «د پاکستان حکومت ټرانسپورټ کوونکیو ته د قرضو د ورکولو په هکله څېړنه کوي څو د دغه هېواد د لوجسیټیک خرابه شوې شبکه بیا تازه کړي.»

په افغانستان کې د سولې هڅې

عمران دا کتنه په داسې حال کې ترسره کړه چې د متحده ایالاتو او ناټو ځواکونو د خروج په ترڅ‌ کې په افغانستان کې د سولې د رامنځته کولو لپاره په سیمه ییزه کچه هڅې روانې دي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د چنګاښ په ۲۵مه په یوه اعلامیه کې اعلان وکړ چې، پاکستان، ازبکستان، افغانستان او متحده ایالاتو د چنګاښ د میاشتې په ترڅ کې یو نوی څلور اړخیز دیپلوماتیک پلاټفورم جوړ کړ ترڅو په افغانستان کې د سولې او ثبات ملاتړ وکړي او د سیمه ییزې سوداګرۍ اړیکې وغوړوي.‌

په اعلامیه کې راغلي چې، «د سیمو تر منځ د مخ پر ودې سوداګریزو لارو د تاریخي فرصت په پېژندلو سره، لوري نیت لري چې د سوداګرۍ د پراختیا لپاره همکاري وکړي، ټرانزیټي لارې رامنځته کړي او د سوداګریو تر منځ اړیکې پیاوړې کړي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چنګاښ په ۲۵مه وویل، عمران او افغان ولسمشر اشرف غني په تاشکند کې د کانفرانس په څنډه کې سره ولیدل او دواړو مشرانو «هوکړه وکړه چې د افغانستان او پاکستان تر منځ دوه اړخیزې اړیکې پیاوړې کړي.»

وزارت وویل، دواړو لوریو هوکړه وکړه، «چې د دوه اړخیزو مشورو له لارې اړتیا وړ ګامونه واخلي او د امنیت په برخه کې د یوه بل د اندېښنو د له منځه وړلو لپاره دوه اړخیز مېکانیزم جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500