امنیت

له افغانستان څخه د نړۍ وال ایتلاف په وتلو سره پاکستان همکارۍ زیاتوي

د ضیاءالرحمان راپور

د کراچۍ پولیس د غوایي په ۹مه امنیتي چارې ترسره کوي. چارواکي او شنونکي وایي، پاکستان چمتو دی چې له افغانستان څخه د نړۍ وال ایتلاف له وتلو وروسته د هرو احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې عمل وکړي. [ضیاءالرحمان/پاکستان فارورډ]

د کراچۍ پولیس د غوایي په ۹مه امنیتي چارې ترسره کوي. چارواکي او شنونکي وایي، پاکستان چمتو دی چې له افغانستان څخه د نړۍ وال ایتلاف له وتلو وروسته د هرو احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې عمل وکړي. [ضیاءالرحمان/پاکستان فارورډ]

اسلام اباد -- چارواکي او شنونکي وایي، پاکستان چمتو دی چې له افغانستان څخه د نړۍ وال ایتلاف ځواکونو له وتلو وروسته د هرو احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې عمل وکړي او د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د شخړې یوه تلپاتې سوله ییز حل ته ژمنتیا لري.

ناټو او امریکایي ځواکونو د تېرې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ له افغانستان څخه په رسمي توګه وتل پيل کړل او ژمنه یې کړې چې دغه چاره د وږي تر ۲۰مې چې د سپتمبر ۱۱مې سره برابره ده، بشپړه کړي.

د وتلو د پروسې د ملاتړ او د طالبانو، القاعدې او داعش په څېر ترهګرو ډلو پر وړاندې د دفاع لپاره، د متحده ایالاتو پوځ په منځني ختیځ کې اضافي ځواکونه او وسایل ګوماري.

د ترهګرۍ پر ضد د یوه اوږدمهالي ګام په توګه، د پنتاګون چارواکي ګوري چې له افغانستان سره په ګاونډیو یا نږدې هېوادونو کې خپل امکانات ځای پرځای کړي، خو تر اوسه یې ځای نه دی مشخص کړی.‌

دا عکس چې د کب په ۲۲مه اخیستل شوی، د پاکستان په کورمه ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې په تازه درول شوي اغزن تار د پاکستان او افغانستان بیرغونه ښیي. [ضیاءالرحمان/پاکستان فارورډ]

دا عکس چې د کب په ۲۲مه اخیستل شوی، د پاکستان په کورمه ولسوالۍ کې د پاکستان او افغانستان تر منځ د پولې په اوږدو کې په تازه درول شوي اغزن تار د پاکستان او افغانستان بیرغونه ښیي. [ضیاءالرحمان/پاکستان فارورډ]

افغانستان ته روانې لارۍ د کب په ۲۹مه د تورخم پولې سره نږدې د پاکستان په خیبر ولسوالۍ کې له مقاماتو څخه د تایید د جواز ترلاسه کولو ته انتظار باسي. [ضیاءالرحمان/پاکستان فارورډ]

افغانستان ته روانې لارۍ د کب په ۲۹مه د تورخم پولې سره نږدې د پاکستان په خیبر ولسوالۍ کې له مقاماتو څخه د تایید د جواز ترلاسه کولو ته انتظار باسي. [ضیاءالرحمان/پاکستان فارورډ]

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چودهري تېره میاشت خبریالانو ته وویل، «پاکستان له افغان برخه والو سره په همغږۍ کې د عسکرو د بامسؤلیته وتلو د اصل بشپړ ملاتړ کوي.»

هغه هیله څرګنده کړه چې متحده ایالات به په افغان مشرانو باندې ټینګار ته دوام ورکړي ترڅو له تاریخي فرصت څخه په استفادې سره په افغانستان کې یو سیاسي حل ته ورسیږي.

هغه وویل، «پاکستان به په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات لپاره هڅو کې له نړۍ والې ټولنې سره ګډ کار ته دوام ورکړي.»

د ترهګرۍ ضد چارو متحدین

چارواکي وایي، پاکستان د متحده ایالاتو - طالبانو تر منځ د سولې خبرې او په افغانستان کې د متحده ایالاتو د عسکرو کمېدل څاري او دې ته چمتو دی چې د هرو احتمالي امنیتي ګواښونو پر وړاندې مجادله وکړي.‌

شنونکي،‌ د ضرب عضب په څېر بریالي یرغلونه، چې په ۱۳۹۳ کې پیل شول او په پاکستان کې یې ترهګر چې یو وخت یې شمېر ډېر زیات شوی وو، له منځه وېوړل، ستایي.

د عملیاتو په ترڅ کې، امنیتي ځواکونو د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې په څېر ډلو ډېر اورپکي ووژل یا یې ونیول.

په داسې حال کې چې یو شمېر یاغیان په ځانګړې توګه د یاغیانو مشران په ګاونډ کې د افغانستان خوست او کونړ ولایتونو ته وتښتېدل.

په اسلام اباد کې د استخباراتي چارو یوه جګپوړي چارواکي چې له رسنیو سره د خبرو د اجازې نه لرلو له امله یې نه غوښتل چې نوم یې یاد شي، وویل، «په داخل کې،‌ پاکستان په دې بریالی شو چې د ترهګرو ډلو لپاره د ترهګریزو بریدونو ترسره کول سخت کړي.»

دغه چارواکي وویل، «په بهر کې، پاکستان د راتلونکي لپاره، په ځانګړې توګه د ایتلاف د عسکرو له وتلو څخه وروسته په افغانستان کې د میشتو اورپکو ډلو پر ضد د مجادلې په ګډون، اقداماتو لپاره چمتووالی لري.»

د مرغومي [جنورۍ] په میاشت کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو انسټیټیوټ له خوا خپاره شوي کلني امنیتي راپور کې راغلي چې، پاکستان په ۲۰۲۰ میلادي کال کې درې او په ۲۰۱۹ کې څلور ځانمرګي بریدونه ثبت کړي چې په ۲۰۱۸ کې له ۱۹ بریدونو څخه ډېر راکم شوي دي.

دغه چارواکي وویل، په وروستیو کالونو کې، د پاکستان، افغانستان او متحده ایالاتو تر منځ د استخباراتي معلوماتو د شریکولو په نتیجه کې په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان او القاعدې څو قوماندانان ووژل شول چې له پاکستان سره یې د امنیتي وضعیت په ښه کولو کې مرسته کړې ده.‌

هغه زیاته کړه، پاکستان او متحده ایالات به د ترهګرۍ ضد عملیاتو کې سره متحد پاتې شي.‌

شنونکي وایي،‌ د پاکستان له خوا له افغانستان سره د ۲۶۰۰ کیلومتره اوږدې پولې په اوږدو کې د اغزن تار غځول یو بل نوښت دی چې د پولې دواړو غاړو ته د امنیت د ډاډمنولو په برخه کې یې مرسته کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد د وري په ۲۲مه وویل، اغزن تار ۹۰٪ لګول شوې او په پام کې ده چې د غبرګولي تر میاشتې پورې بشپړ شي.

په کرم ولسوالۍ کې د خرلاچي په سرحدي دروازه ګومارل شوي یوه چارواکي اخترجان وویل، «له افغانستان سره د پولې بندول د پاکستان د هغو هڅو برخه ده چې غواړي په پوله د اوښتلو را اوښتلو چارې یواځې په رسمي توګه ټاکل شویو دروازو پورې محدودې کړي.»

هغه وویل، د څارنې او امنیت د ښه کولو او د اورپکو له خوا د پولې پورې غاړې څخه د بریدونو د درولو لپاره، د پاکستان پوځ او نورو سرحدي ځواکونو، په پوله د کټارې لګولو سربېره، په ګډه نوې تاڼې او سرحدي پوستې جوړې کړلې.

هغه زیاته کړه، «له اغزن تار لګولو څخه وروسته، له پولې پورې غاړې څخه بریدونه ډېر کم شوي دي.»

په افغانستان کې د سولې ډاډمنول

پاکستان هم په افغانستان کې د سولې په ډاډمنولو کې یو رغوونکی رول لوبوي.‌

د پاکستان، متحده ایالاتو، روسیې او چین چارواکو د تېرې جمعې په ورځ /د غوايي ۱۰مه/ په دوحه کې په افغانستان کې د سوله ییز حل په هکله د «ترویکا» په امتداد سره غونډه وکړه.‌

د یادې ډلې له خوا د خپرې شوې یوې ګډې اعلامیې په اساس، ترویکا «د بین الافغاني مذاکراتو د ملاتړ او د مذاکراتو له لارې د حل او یوه دایمي او هر اړخیز اوربند د رامنځته کولو لپاره له ښکېلو لوریو سره د مرستې کولو» په هکله خبرې اترې وکړې.‌

په اعلامیه کې راغلي، د څلور واړو هېوادونو چارواکو له افغان چارواکو او د طالبانو مشرانو سره وکتل او په طالبانو باندې یې ټینګار وکړ چې په خپلو ژمنو ودرېږي «څو دا ډاډمنه شي چې ترهګرې ډلې او افراد د افغانستان له خاورې څخه د کوم بل هېواد امنیت ونه ګواښي.»

اعلاميه وایي، طالبان باید د القاعدې او داعش په څېر ترهګرو ډلو ته ځای ورنه کړي او باید د هغوی له خوا د استخدام، روزنې او پيسو راټولولو مخه ونیسي.

په دغې اعلامیه کې راغلي، لوري «په کلکه د داسې یوه دوامدار او عادلانه سیاسي حل ملاتړ کوي چې په نتیجه کې به یې یو خپلواک، مستقل، متحد، سوله ییز، دیموکراتیک، بې طرفه او پرځان بسیا افغانستان جوړ شي.»

له ترویکا څخه مخکې، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیوډ ج. آسټین III د غوايي په ۸مه د پاکستان د پوځ لوی درستېز جنرال قمر جاوېد باجوه ته ټیلیفون وکړ او په افغانستان کې یې د عسکرو د کمولو،‌ سیمه ییز ثبات او امنیت په هکله ورسره خبرې وکړې.‌

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کې،آسټین «د متحده ایالاتو - پاکستان د دوه اړخیز مشارکت په اهمیت» باندې بیا ټینګار وکړ او «د افغانستان د سولې د مذاکراتو په برخه کې یې د پاکستان د ملاتړ ستاینه وکړه».

سربېره پر دې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د غوایي په میاشت کې دوه ځلې له خپل جرمني سیال هایکو ماس سره وکتل او د نورو مسایلو تر څنګ یې د افغانستان د وضعیت په هکله خبرې اترې وکړې.‌

د قریشي د وزارت له خوا خپره شوې یوه اعلامیه کې راغلي، د غوایي په ۹مه په اسلام اباد کې په یوه کتنه کې، قریشي «د افغان لوریو له خوا د مذاکرتو په نتیجه کې د یوه سوله ییز حل په لور د یوه مسؤلانه خروج او منظم پرمختګ د اهمیت» یادونه وکړه.‌

په اعلامیه کې راغلي، قریشي «ټینګار وکړ چې په افغانستان کې سوله به د سوداګرۍ د زیاتوالي او د سیمه ییز اتصال په شمول ډېرې نورې ګټې رامنځته کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په پاکستان باندې د نړۍ والې ټولنې فشار دی او هغه مجبور دی چې په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې له افغانانو سره همکاري وکړي او طالبان دې ته وهڅوي چې له افغان حکومت سره کېني او یوې هوکړې ته ورسېږي.‌ که پاکستان له افغانستان څخه د ایتلافي ځواکونو له وتلو څخه وروسته طالبان د مذاکراتو مېز ته رانه ولي، دغه هېواد به د نړۍ له خوا منزوي شي او په هغه وخت کې به پاکستان ډېر زیانونه وویني.‌ د پاکستان اقتصاد خراب شوی دی او که په پاکستان باندې د نړۍ د هېوادونو له خوا اقتصادي بندیزونه ولګیږي دغه هېواد به د نړۍ له نقشې څخه حذف شي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان د ورانېدلو سبب پاکستان دی. دغه هېواد به له افغانستان څخه د نړۍ والو ځواکونو له وتلو وروسته هېڅکله هم له افغانانو سره د سولې په راوستلو کې همکاري ونه کړي، بلکې ډېره هڅه به وکړي چې په افغانستان کې وضعیت بدتر شي او پاکستان خپل ستراتیژیک عمق ته ورسیږي.‌ مونږ هېڅکله هم په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې د پاکستان همکارۍ ته هیله نه لرو. پاکستان د هندوستان پر ضد نیابتي جنګ په افغانستان کې مخته وړي او غواړي چې له هندوستان څخه په افغانستان کې بدل واخلي.

ځواب ورکړئ

له دې راپور نه معلومیږي چې امریکایانو په افغانستان کې له شلو کالونو وخت تېرولو او جنګ کولو نه زده کړه ونه کړه. امریکایان پوه نشول چې د افغانستان په چارو کې د پاکستان رول د افغانانو، افغانستان او د افغانستان د نړۍ والو متحدینو پر ضد څومره مضر و او دی. کیدای شوای د راپور دا ادعا چې د سرحد له پورې غاړې نه ترهګر په پاکستان باندې بریدونه کوي او پاکستان یې په مقابل کې کټاره لګوي ۳۵ کاله مخکې چې په افغانستان کې شوروي پلوه حکومت واکمن و او پاکستان له غربي نړۍ سره متحد وو د منلو وړ وای لاکن اوس چې څوک داسې ادعا مني هغه یوازې خپل ځان پورې خاندي. پوهېږئ څنګه؟ افغانستان د تروریزم قرباني دی، په افغانستان کې هره ورځ په لسګونو انسانان وژل کیږي، پلونه ورانول کیږي، مکتبونه ورانول کیږي، کلینیکونه ورانول کیږی، جوماتونه ورانول کیږي، د ښځو په حقونو باندې تېری کیږي، د ماشومانو په حقونو باندې تېری کیږي... او دا ټول څوک کوي یا د چا د عملونو له امله کیږي؟ دا ټول د هغو طالبانو او حقاني شبکې له لاسه کیږي چې پاکستان په کویټه، پیښور، اسلام اباد، کراچۍ کې دېره کړي او روزنه ورکوي، وسلې ورکوي، او اکثر دغه مرستې ورسره له هغو پیسو نه کوي چې له غربي نړۍ، چین او روسیې نه یې ترلاسه کړې وې او ترلاسه کوي او بیا یې په دغو وسله والو باندې لګوي. البته د دې معنی دا نه ده چې پخوانۍ شمال ټلواله چې اوس د حکومت له نیمایي نه ډېره برخه جوړوي پاکه او بې ګناه ده، لاکن که چېرې امریکایان په ریښتیا وغواړي، کولی شي په پاکستان باندې بندیزونه ولګوي چې د ترهګرو له ملاتړ نه لاس واخلي، طالبان راولي او له حکومت سره یې خبرو ته کېنوي او سوله پرې وکړي. که نه امریکایان هسې خپل ځانونه شرموي او خپل تاریخ خرابوي.‌

ځواب ورکړئ

څه ښه ټوکه ده. پاکستان د ترهګرو یوه ځاله ده. زه هیله لرم چې دغه هېواد یوه ورځ داسې وسوزي چې له ځمکې سره هوار شي.

ځواب ورکړئ