انګور اډه، جنوبي وزیرستان -- د پاکستان پوځ د چارشنبې په ورځ /د اکتوبر ۱۸ مه/ له افغانستان سره سرحد ته ژورنالستان ور وبلل چې د دغه په اسانۍ سره د تېرېدلو راتېرېدلو وړ او اورپکۍ وهلي سرحد د خوندي کولو په برخه کې خپلې هڅې وښیي.
له لسیزو راهیسې، د افغان طالب اورپکو، القاعدې او نورو اورپکو ګروپونو په دې سیمه کې په خوندي توګه فعالیت کاوه، او د استعمار د دورې له دغه سرحد څخه په اسانۍ سره تېرېدل. پاکستان او افغانستان له ډېر وخت راهیسې یو بل په سرحدي سیمه کې، چې اورپکي ترې د سرحد دواړو غاړو ته ویجاړوونکې حملې ترسره کوي، اورپکو ته د خوندي ځایونو په ورکولو تورنوي.
د افغانستان د سرحد په اوږدو کې د شمالي او جنوبي وزیرستان په غرنیو قبایلي سیمو کې د یوې ۱۰ فټه لوړې کټارې، چې اغزن سیم په کې لګېدلی، غزېدل پیل شوي دي.
بلې خواته، د پوځي کلاګانو پاکستاني عسکر د سرحد په اوږدو کې ټیټې او جیګې، په بوټو پوښلې غونډۍ سکن کوي. په کلاګانو کې دننه، نور عسکر هغه سي سي ټي وي کمرې څاري چې په کټاره باندې لګېدلي دي. دغه کمرې د لمریزې انرژۍ په واسطه د شپې کار کوي.
په جنوبي وزیرستان کې د پاکستان یوه جیګپوړي افسر د انګور اډې په حمزه کلا کې ژورنالستانو ته په خبرو کې وویل، دا کټاره د سرحد د کنټرول په برخه کې یو «نوی بدلون» دی. همدارنګه، پوځ خبریالان د څرخکې په وسیله له ۲۰۰ کیلومتره څخه ډېر لیرې په شمالي وزیرستان کې له غلام خان سره نژدې ځای ته بوتلل چې کېټون آرچرډ فورټ وګوري.
یاد افسر وویل، چې تر ننه پورې یوازې ۴۳ کیلومتره اوږد سرحد د کټارې په وسیله بېل شوی دی، خو د راتلونکي کال تر پایه به ټول سرحد وپوښل شي. هغه وویل، «د ۲۰۱۸ تر ډسمبر پورې به د نړیوال سرحد یو انچ هم داسې پاتې نشي چې هغه دې ونه څارل شي». دغه پوځي غوښتنه وکړه چې د هغه نوم دې نه اخیستل کیږي.
«که خدای کول، کله چې زمونږ کار پای ته ورسېږي، مونږ به د یوه شي په هکله دېر ډاډه اوسو -- چې هیڅوک به هم نشي کولی چې له دې ځای نه تېر شي.»
په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د څېړنو د انسټیټیوټ رییس محمد امیر رانا پاکستان فارورډ ته وویل، «د پاکستان - افغانستان په سرحد د کټارې لګول یو لوی نوښت دی او دا به د سرحد په اوږدو کې د اورپکو تګ راتګ کم کړي،»
هغه وویل، «زه مطمئن یم چې دا کار به د سرحد دواړو غاړو ته د اورپکو عملیات ۷۰٪ راکم کړي او دا به د ترهګرۍ ضد جګړې په ګټلو کې یو لوی نوښت وي،»
د پېښور پوهنتون د نړیوالو اړیکو د ډیپارټمنټ رییس پروفیسر سید حسین شهید سهروردي وویل، په سرحد باندې باید ډېر پخوا کټاره لګول شوې وای.
هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «دغه کټاره لګونه به د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره سوله تضمین کړي، او دویم دا چې دا به د هغو ترهګرو په نیولو کې مرسته وکړي چې ډېر وختونه د تېرېدلو وړ سرحد له لارو له امنیتي عملیاتو څخه تښتي،»
[له پېښور څخه محمد آهل د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]