امنیت

پاکستان او افغانستان له سرحدي نښتو څخه وروسته ترینګلتیاوې پای ته رسوي

د محمد اهل راپور

پاکستاني عسکر د ۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې د شمالي وزیرستان او افغانستان تر منځ نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

پاکستاني عسکر د ۱۳۹۶ د تلې په میاشت کې د شمالي وزیرستان او افغانستان تر منځ نوي کټاره شوي سرحد سره نژدې ګزمه کوي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

پاړه چنار -- ازادۍ راډېو د دوشنبې په ورځ /د وري ۲۷ مه/ راپور ورکړ، چې پاکستان او افغانستان وروسته له هغه، چې سرحدي نښتو د دې اونۍ په لومړیو کې د څو کسانو ژوند واخیست، په خپلو کې سره اوربند وکړ.

د افغان سرحدي پولیسو او د پاکستان د سرحدي عسکرو تر منځ جګړه د یکشنبې په ورځ د افغانستان د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې، چې د پاکستان د کرم ایجنسۍ سره پوله لري، د پولې په اوږدو کې پیل شوه.

وروسته له هغه چې دغه ورځ د قومي مشرانو په منځګړتیا اوربند وشو، افغان لوري پاکستان ته د پنځو پاکستاني عسکرو مړي او یو ژوندی نیول شوی عسکر ور وسپارل.

افغان امنیتي چارواکو ازادۍ راډېو ته وویل، چې په نښتو کې دوه افغان پولیس افسران ووژل شول.‌

پاکستاني قبایلي سړي د وري په ۲۷ مه له افغانستان سره د سرحد خوا ته ځي چې د هغو پاکستاني عسکرو، چې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوي، ملاتړ وکړي.‌ چارواکو د وري په ۲۸مه وویل، چې قومي مشرانو دغه سړي د اوربند په هکله له مذاکراتو او سرحد ته د سولې له راستنېدا څخه وروسته بېرته خپلو کورونو ته ولېږل. [محمد اهل]

پاکستاني قبایلي سړي د وري په ۲۷ مه له افغانستان سره د سرحد خوا ته ځي چې د هغو پاکستاني عسکرو، چې د افغان امنیتي ځواکونو په وړاندې جګړه کوي، ملاتړ وکړي.‌ چارواکو د وري په ۲۸مه وویل، چې قومي مشرانو دغه سړي د اوربند په هکله له مذاکراتو او سرحد ته د سولې له راستنېدا څخه وروسته بېرته خپلو کورونو ته ولېږل. [محمد اهل]

د سولې او ورورګلویزو اړیکو بیاپرځای کول

پاکستان او افغانستان دواړه ادعا کوي چې لومړی د مقابل هېواد عسکرو ډزې پیل کړې.

د دې له پام کې نیولو څخه پرته، د سرحد دواړو غاړو ته قومي مشران او چارواکي د ترینګلتیاوو د راکمولو او د سولېبی د بیا پرځای کولو لپاره لاس په کار شول.‌

د کرم ایجنسۍ د سیاسي چارو استازي بصیرخان وزیر د سې شنبې په ورځ پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ هڅه کوو چې حالات ارام وساتو او د پاک - افغان سرحد په لکه تیګه سیمه کې له شوې نښتې څخه راپورته شوې ترینګلتیا ختمه کړو،»

هغه وویل، هغه پاکستاني قومي سړي، چې د جګړې په نیت د سرحد خواته تللي ول، بېرته خپلو کورونو ته لېږل شوي او له افغان چارواکو سره قومي جرګې ترسره کیږي چې د نورې ترینګلتیا مخه ونیول شي.

د پاکستان په ولسي جرګه کې د کرم ایجنسۍ یوه غړي ساجد حسین توري پاکستان فارورډ ته وویل، «په افغانستان کې د سرحد په اوږدو کې قومي مشران او د قومونو خلک هم په تماس کې دي او له مقاماتو سره په دې کار کوي چې وضعه تر کنټرول لاندې وساتي،»

هغه وویل،‌ د قومونو خلک خپلې هڅې دې ته برابروي چې په سرحد کې ترینګلتیا کمه کړي او ارامي وساتي، چې دا د پاکستان او افغانستان دواړو په ګټه دي.

هغه وویل، «دواړه ورونه هېوادونه باید یو د بل احترام وکړي، ځکه چې د سرحد مدیریت د سوله ییز ګډ ژوند لپاره ضروري دی، او دا د سرحد د دواړو لوریو مسؤلیت دی،»

د بنګش توري یوه قومي مشر او د شیعه مشرانو د یوه ګروپ، چې د کرم ایجنسۍ د اوسېدونکیو استازیتوب کوي، عمومي منشي حاجي نورمحمد وویل، «د سرحد دواړو غاړو ته اوسېدونکي پښتانه او مسلمانان دي، او دا د دوی لومړیتوب دی چې د لا نورې وینې تویېدا مخه ونیسي،»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «مونږ د سرحد ابلې غاړې ته له قومي مشرانو سره په تماس کې یو، او مونږ هیله مند یو چې ژر به پخلاینه وشي او ترینګلتیا به پای ته ورسېږي،»

هغه وویل، قومي مشرانو د قومونو خلک چې د ډزو له امله په قهر شوي او د سرحد خوا ته تللي ول، غلي کړي دي.‌

هغه وویل، «په سرحد باندې سوله د دواړو هېوادونو په ګټه ده،»

نښتې یوازې ترهګرو ته ګټه ور رسوي

د افغانستان په ولسي جرګه کې د کونړ یوه استازي صالح محمد صالح پاکستان فارورډ ته وویل، «هغه نښتې چې ځینې وختونه د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ د سرحد په اوږدو کې کیږي، هغه د ترهګرو په ګټه دي،»

هغه وویل، «د دواړو هېوادونو اتباع د ترهګرۍ قربانیان دي، او دا د دواړو حکومتونو لپاره بهتره ده چې په ګډه سره کار وکړي چې ستونزې حل او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي،»

هغه وویل، «د افغانستان او پاکستان تر منځ بې باوري د دې سبب شوې چې د ترهګرۍ پر ضد او سیمې ته د ثبات راوړلو په برخه کې لاسته راوړنې کمې شي، له دې امله، د دغو ستونزو د حلولو لپاره مذاکراتو ته اړتیا ده.»

صالح وویل، «اوس د دواړو هېوادونو لپاره د دې وخت دی چې اعتماد جوړ کړي،»

په کابل کې د نظامي چارو یوه تحلیلګر جنرال طاهر یرغل له دې خبره سره موافقه وکړه.‌

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، «په داسې حال کې چې دواړه هېوادونه له ناامنۍ او ترهګرۍ سره مخامخ دي، دغه ډول نښتې به یوازې دا وکړي چې دواړه خواوې به ژوبلې کړي،»

یرغل وویل، «په افغانستان کې سوله بې له شکه د پاکستان په ګټه ده، له دې امله،‌ دواړه هېوادونه دې ته ضرورت لري چې په ګډه سره د ترهګرۍ پر ضد جګړه وکړي او ماتې ورکړي، او دا به افغانستان او پاکستان دواړو ته ګټه ور ورسوي.»

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

سلامونه مې ومنی. حقیقت به درته ووایم چې د پاکستان او افغانستان کومه جکړه شوي وه. په سرخد کی په داکې پنځه مړې او یو ژوندي نیول شوي وو، نو سرخدې پولیسو ته کوم زیان نو رسیدلي او یوازې او یوازې دوه ملګې شهیدان شوی ول. یو یې حاجی مت خان او بل یې سپرلي نومییده

ځواب ورکړئ