ديپلوماسي

غني له پاکستان څخه خپله دوه ورځنۍ لیدنه پای ته ورسوله: 'له دوستۍ پرته بله لاره نشته'

د عبدالناصرخان راپور

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۶ مه په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره ګوري. [د پاکستان حکومت]

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۶ مه په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره ګوري. [د پاکستان حکومت]

لاهور -- ولسمشر اشرف غني له پاکستان څخه خپله دوه ورځنۍ لیدنه د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۷ مه/ په دې پوهاوي سره پای ته ورسوله چې دواړه هېوادونه به په ګډه په سیمه کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه او د سولې، ثبات او نېکمرغۍ لپاره هلې ځلې کوي.

غني د پنجشنبې په سهار /د چنګاښ ۶ مه/ اسلام اباد ته راورسېد بیا یې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په جلا جلا ډول ولیدل او په بېلابېلو سکټورونو کې د همکارۍ او سیمه ییز امنیت په هکله یې خبرې اترې وکړې.

له کتنې څخه وروسته د یوې ګډې خپرې شوې اعلامیې په اساس، خان او غني د افغانستان د سولې د پروسې،‌ د پولې د امنیتي وضعې او د سوداګرۍ د مسایلو په هکله یو په یو کتنه ترسره کړه.‌

په اعلامیه کې راغلي چې دواړو مشرانو هوکړه وکړه چې د دوه اړخیز اعتماد او جوړجاړي او په سیمه کې سولې، ثبات او نېکمرغۍ ته د لېوالتیا په اساس، د پاکستان او افغانستان تر منځ د دوستۍ او همکارۍ یو نوی فصل پرانیزي.‌

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۷ مه د پاکستان په لاهور ښار کې د پنجاب والي چودهري محمد سرور سره ګوري. [د پاکستان رادېو]

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۷ مه د پاکستان په لاهور ښار کې د پنجاب والي چودهري محمد سرور سره ګوري. [د پاکستان رادېو]

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۷ مه د پاکستان په لاهور ښار کې د جمعې لمونځ کوي. [د پاکستان راډېو]

ولسمشر اشرف غني د چنګاښ په ۷ مه د پاکستان په لاهور ښار کې د جمعې لمونځ کوي. [د پاکستان راډېو]

خان په اعلامیه کې ویلي، «پاکستان په یوه سوله ییز ګاونډیتوب باور لري او غواړي چې له افغانستان سره معیاري اړیکې ولري.»

هغه وویل، «پاکستان وار له مخه د افغانستان د سولې د پروسې ملاتړ کوي ځکه چې سوله ییزې خبرې اترې په افغانستان کې د لسیزو د اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره یوازنی حل دی. پاکستان به په ښه نیت په افغانستان کې د سولې لپاره د خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.»

غني په افغانستان کې د سولې د پروسې په لار کې د پاکستان هڅې وستایلې.

همدارنګه، غني د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي او د اپوزېشن مشرانو میا شهبازشریف، بلاول بوټو، مولانا فضل الرحمان او یو شمېر نورو سره وکتل.

د پاکستان د اسلامي جماعت مشر سراج الحق له غني سره له کتنې وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل، «د پاکستان او افغانستان تر منځ له دوستۍ څخه پرته بله لاره نشته.»

په سوله کې د پاکستان رول

غني په اسلام اباد کې د ستراتیژیکو څېړنو انسټیټیوټ څخه لیدنه وکړه او هلته یې وینا وکړه چې په کې یې په پاکستان زور راوړ چې د سولې خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې خپل رول ولوبوي.

غني وویل، «د پاکستان لومړي وزیر سره زما کتنه ډېره ښه وه... ما خان ته وویل چې مخکې تګ اسان نه دی، خو پاکستان باید دا کار وکړي څو د ترهګرۍ او افراطیت پر ضد په ګډه جګړه کې برخه واخلي.»

هغه زیاته کړه، «مونږ په دې هوکړه وکړه چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزارتونو یوه ځانګړې اداره جوړه کړو چې په دې مسئله غور وکړي.»

غني وویل، خان «هم دا ومنله چې پاکستان به له طالبانو سره په خبرو اترو کې خپل رول ولوبوي.»

قریشي رسنیو ته وویل، «مونږ له افغان ولسمشر او د هغه پلاوي سره ښې کتنې لرلې او په دې هکله سره یوه خوله شوو چې دواړه هېوادونه به د تېر پر خلاف بیا یو پر بل د ملامتیا اچولو لوبه نه کوي او په ګډه به د پولې دواړو غاړو ته د سولې، ثبات او نېکمرغۍ لپاره کار کوي.»

قریشي وویل، «د ولسمشر غني د کتنې د یوې نتیجې په توګه، مونږ پرېکړه کړې چې د تورخم دروازه ۲۴ ساعته پرانستې وساتو او خپله د وېزې پالیسي نرمه کړو چې د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري پیاوړې شي.»

هغه زیاته کړه، دواړو هېوادونو په دې موافقه وکړه چې هیچاته به اجازه ورنه کړي چې خاوره یې د بل پر ضد وکارول شي.

قریشي وویل، «د دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ بې باوري موجوده وه، خو د افغان ولسمشر کتنه به د دغې تشې په ډکولو کې مرسته وکړي.»

یوه مهمه کتنه

په لاهور کې یوه مشر ژورنالست او مبصر نجم سیټي وویل، د غني کتنه د دواړو هېوادونو تر منځ د باور او اعتماد جوړونې یوه هڅه وه.

سیټي د پنجشنبې په ورځ په یوه تلوېزیوني پروګرام کې وویل، «د دې کتنې هدف یوازې دا وو چې ولسمشر غني دا ډاډمنه کړي چې پاکستان په افغانستان کې غوره کړای شوي کسان نه لري او دا چې پاکستان د زړه له تله غواړي چې له افغانستان سره د دوستۍ په لار مخکې لاړ شي.»

هغه وویل، «پاکستان له ولسمشر غني څخه وغوښتل چې باور پرې وکړي... پاکستان د افغانستان پر ضد نه دی او یوه ګټور دیالوګ ته د طالبانو په راوستلو کې خپل رول لوبوي.»

په پېښور کې یوه مشر ژورنالست رفعت الله اورکزي وویل، له پاکستان څخه د غني لیدنه د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د سولې وروستیو خبرو اترو ته په کتلو سره ډېره مهمه ده.‌

اورکزي وویل، «د دوحې د خبرو اترو را روان پړاو ډېر مهم دی ځکه چې متحده ایالات یو دوامدار اوربند غواړي او غواړي چې طالبان له افغان حکومت سره کېني. په دې برخه کې د پاکستان رول ډېر مهم دی.»

هغه زیاته کړه، «پاکستان وار له مخه له متحده ایالاتو سره خبرو ته د طالبانو په راوستلو کې خپل رول لوبولی دی، او اوس را روان کار دا دی چې له افغان حکومت سره یې د خبرو مېز ته راولي... او دا د غني د کتنې اصلي هدف وو.»

اورکزي وویل، «سوداګري، د سرحدونو مدیریت او د افغان کډوالو ستنېدل نور هغه مهم مسایل وو چې خبرې اترې پرې وشوې، او افغان حکومت ډېر هیله من دی چې دا لیدنه به د افغانستان لپاره ښې پایلې ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښې خبرې دي خو که عمل پرې وشي.

ځواب ورکړئ

مونږ په خپل محبوب ولسمشر ویاړو چې افغانستان یې بیا د الله تعالی او د نړۍ والو دوستانو په مرسته د نړۍ د هېوادونو سیال کړ.

ځواب ورکړئ