امنیت

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د مشرانو وروستیو وژنو یاده ډله فلج کړې ده

د ضیاء الرحمان راپور

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۴مه اخیستل شوی، افغان امنیتي ځواکونه په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پولې سره نژدې په روانو عملیاتو کې برخه اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۱۴مه اخیستل شوی، افغان امنیتي ځواکونه په ننګرهار ولایت کې د پاکستان پولې سره نژدې په روانو عملیاتو کې برخه اخلي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کراچۍ -- کتونکي وایي، په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د مهمو مشرانو په وژل کېدلو سره یاده ډله سخته کمزورې شوې او لاره ترې ورکه شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان د سلواغې په ۱۷مه ومنله چې، د یادې ډلې د مشورتي شورا یو غړی شیخ خالد حقاني او یو بل مشر قاري سیف الله پېښوري د سلواغې په ۱۱مه په افغانستان کې له امنیتي ځواکونو سره په یوه نښته کې ووژل شول.

په ورته وخت کې، د ټي ټي پي د وژل شوي مشر حکیم الله محسود یو نژدې ملګری او د ټي ټي پي تر چتر لاندې د یوې اورپکې ډلې مشر شهریار محسود د سلواغې په ۲۳مه د افغانستان په کونړ ولایت کې له لیرې څخه د کنټرولېدونکي بم په چاودنه کې ووژل شو.

په پاکستان کې د ټي ټي پي د بېلابېلو څانګو پر ضد له عملیاتو څخه وروسته، اورپکو خپل پټنځایونه د افغانستان ګاونډیو ولایتونو ته ولېږدول.

په عکس کې، نیمه پوځي عسکر د سلواغې په ۸مه په کراچۍ کې امنیتي وظایف ترسره کوي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د طالبانو تحریک پر ضد د امنیتي ځواکونو له خوا د عملیاتو ترسره کېدلو څخه وروسته، اورپکو خپل پټنځایونه د افغانستان ګاونډیو ولایتونو ته انتقال کړل. [ضیاءالرحمان]

په عکس کې، نیمه پوځي عسکر د سلواغې په ۸مه په کراچۍ کې امنیتي وظایف ترسره کوي. د هېواد په بېلابېلو برخو کې د پاکستان د طالبانو تحریک پر ضد د امنیتي ځواکونو له خوا د عملیاتو ترسره کېدلو څخه وروسته، اورپکو خپل پټنځایونه د افغانستان ګاونډیو ولایتونو ته انتقال کړل. [ضیاءالرحمان]

په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، لیدل کیږي چې د مدني ټولنې فعالان د ۱۳۹۶ د لیندۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د طالب اورپکو د ظلمونو پر ضد اعتراض کوي. [ضیاءالرحمان]

په دې عکس کې چې له آرشیف څخه را اخیستل شوی، لیدل کیږي چې د مدني ټولنې فعالان د ۱۳۹۶ د لیندۍ په میاشت کې په کراچۍ کې د طالب اورپکو د ظلمونو پر ضد اعتراض کوي. [ضیاءالرحمان]

له هغه ځای څخه هغوی په پاکستان کې د ترورستي بریدنو د ترسره کولو لپاره پلانونه جوړول او له پولې اخوا څخه یې بریدونه ترسره کول چې د پاکستاني او افغان حکومتونو تر منځ یې ترینګلتیاوې رامنځته کړې.

ټي ټي پي په خپل وروستي کتاب «انقلاب محسود» کې اعتراف کړی چې د هغوی یو شمېر مهم مشران د تېرو دوه کالونو په ترڅ کې د کرښې په اوږدو کې په ګډو عملیاتو کې وژل شوي دي.

د کتاب په درېیم او وروستي چاپ کې چې د مرغومي په میاشت کې خپور شوی او د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي چې د ابو منصور عاصم په نامه مشهور دی، لیکلی دی، د ګڼو هغو مشرانو نومونه یاد شوي چې د افغانستان د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

پخپله ولي د هغه له سلف ملا فضل الله څخه وروسته د ۱۳۹۷ د غبرګولي په میاشت کې مشر شو. فضل الله د افغانستان په کونړ ولایت کې د امریکایي او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ووژل شو.

په لست کې راغلي چې، د ټي ټي پي مرکزي نایب خان سید محسود چې د سجنا په نامه مشهور وو، د هغه له ساتونکو سره یوځای د ۱۳۹۶ د سلواغې په میاشت کې په برمل ولسوالۍ کې ووژل شو.

د کتاب د معلوماتو په اساس، د ټي ټي پي نهه نور مشران په ۲۰۱۸ کې په یاده ولسوالۍ کې ووژل شول.

په افغانستان کې د ټي ټي پي له پټنځایونو سره د اشنا یوه امنیتي چارواکي په وینا، د ټي ټي پي محسود ډلې مشران په برمل ولسوالۍ کې پټنځایونه چلوي په داسې حال کې چې د سوات څانګې غړي په کونړ او نورستان کې پټېږي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د ټي ټي پي د مهمو مشرانو لکه فضل الله او سجنا وژل د ټي ټي پي لپاره، چې وار له مخه سره پاشل شوی او له بې اتفاقۍ سره مخامخ دی، یوه غټه ضربه وه.»

د پولې پورې راپورې ترهګري

پاکستان په مکرر ډول له افغان حکومت څخه غوښتي دي چې د پولې په اوږدو کې د ټي ټي پي پټنځایونه له منځه وېسي.

د تېر زمري په میاشت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو ادارې له افغانستان سره په رسمي توګه د پولې په اوږدو کې د ترهګرو د کمپونو موقعیتونه شریک کړل او غوښتنه یې وکړه چې افغان حکومت دې په هغو ځایونو کې ځواکونه ځای پرځای کړي.

په کراچۍ کې یوه سوداګر سید مجتبی سرحدي چې له افغانستان سره سوداګري کوي، وویل، «ټي ټي پي او د طالبانو ډلې له هغه ځای [د افغانستان ګاونډیو ولایتونو] څخه د پاکستان په امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو باندې بریدونه ترسره کوي -- چې ستره موخه یې دا ده څو د پاکستان او افغانستان تر منځ اړیکې خرابې کړي.»

سرحدي وویل، «د تېر کال په اوږدو کې د پولې د پورې راپورې ترهګرۍ دغه ډول کارونه د دې سبب شوي چې په پوله باندې جوړې دروازې بندې او د توکو او خلکو تګ راتګ محدود کړای شي.»

هغه وویل، «داسې ښکاري چې اورپکي غواړي د دغو ګاونډیو هېوادونو تر منځ سوداګري او انساني ارتباطات مختل شي.»

د ټي ټي پي په کمزوري کېدلو سره د پولې د پورې راپورې بریدونوکې کموالی رامنځته شوی دی.‌

د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز (PIPS) تر نامه لاندې په اسلام اباد کې د امنیتي چارو د یوې څېړونکې ادارې د کلني امنیتي راپور په اساس، په ۲۰۱۹ کال کې د خیبر پښتونخوا په څو ولسوالیو کې د افغانستان له خوا له پولې پورې غاړې څخه څلور بریدونه ترسره شوي، چې د تیر کال په پرتله ۷۵٪ کمښت ښیي.

دغو بریدونو شپږ پاکستانیان -- چې ټول یې د پوځ عسکر ول -- ووژل او ۱۹ نور یې چې ۱۴ عسکر او ۵ ملکي خلک وو، ټپیان کړل. اورپکو په ټولو پېښو کې له افغانستان سره په پوله د خیبر پښتونخوا په سیمو کې امنیتي ځواکونه او د هغوی د تلاشۍ پوستې په نښه کړې.

د پاکستان د سولې د مطالعاتو مرکز په وینا، په ۲۰۱۸ کې، له افغانستان څخه ۱۶ له پولې پورې غاړه بریدونه ترسره شوي دي. دغو بریدونو ۲۱ امنیتي منسوبین او ۲۲ اورپکي وژلي او ۲۲ نور کسان یې ټپیان کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا ټول دروغ دی، هیڅکله تراوسه دافغانستان خاوره د پاکستان پرضد نده کارول شوی

ځواب ورکړئ

ما اورېدلي وو چې دا د امریکا د پوځ پښتو ویب سایټ دی. له دی راپور نه خو داسی شکاري چې دا د امریکا نه بلکی د پاکستان د پوځ سایټ دی ځکه هیڅکله په افغانستان کی له ترهګرو نه د پاکستان د ملاتړ او په کویټه او پیښور کی د هغوی د پاللو او ټریننګ ورکولو په رابطه څه نه لیکي او نن خو یی بالکل د پاکستان د پوځ په ملاتړ راپور لیکلی دی.‌

ځواب ورکړئ

د پاکستان بنسټ په افراطیت باندې اېښودل شوی او دا هېواد به ښه ورځ ونه لري. ټولې هغه ترهګرې ډلې چې هغوی د نورو هېوادونو لپاره جوړې کړي دي هغوی به د پاکستان لپاره ناارامي وزېږوي. هغوی نشي کولی چې پاکستاني طالبان داسې ژر ختم کړي. دا کار به لسیزې وخت واخلي. دا ښه ده چې پاکستان له خپل برخلیک سره مخامخ شي. هغه اور چې هغوی په افغانستان کې بل کړی دی اوس ۴۰ کالو ته رسېږي،‌ او د دغو ۴۰ کالو په ترڅ کې په میلیونونو افغانان وژل شوي او ټپي شوي دي.

ځواب ورکړئ

دغه خبر صحیح ده.

ځواب ورکړئ

دا راپور کاملاً د پاکستان په ګټه او بې بنسټه دی. د راپور لیکوال به حتماً پاکستانی وي ځکه چې هغه د یوه پاکستاني له زاویې څخه لیکل کړي دي. تحریک طالبان پاکستان پخپله د پاکستاني استخباراتو یوه د دروغو او مصنوعي ډله ده څو نړۍ ته وښیي چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ قرباني دی. په حقیقت کې، د طالبانو پروژه که پاکستاني طالبان دي که افغان، د پاکستان د استخباراتو یو پروګرام دی او هدف یې دا دی چې افغان حکومت او افغانان کمزوري کړي. لیکوال ولې دا هېره کړې چې د طالبانو ټول ځانمرګي بریدونه په پاکستانیو مدرسو کې پلانېدل/پلانیږي؟ لطفاً حقیقت ته پام کوئ او داسې راپورونه خپروئ چې په حقیقتونو ولاړ وي.

ځواب ورکړئ