امنیت

د ملا فضل الله له مړینې څخه وروسته د پاکستاني طالبانو 'لوبه پای ته رسېدلې' ده

د محمد اهل راپور

په عکس کې د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټي‌ ټي پي) وژل شوی مشر ملا فضل الله (منځ کې) د هغه له ځایناستي عمر رحمان (له ښي لوري دویم) سره په داسې حال کې ناست دی چې د ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې په پېښور کې د زراعت په روزنیز انسټیټیوټ د تېرې لیندۍ میاشتې د برید مسؤلیت پرغاړه اخلي. [له محمد اهل څخه په مننه]

په عکس کې د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټي‌ ټي پي) وژل شوی مشر ملا فضل الله (منځ کې) د هغه له ځایناستي عمر رحمان (له ښي لوري دویم) سره په داسې حال کې ناست دی چې د ټي ټي پي په یوه اعلامیه کې په پېښور کې د زراعت په روزنیز انسټیټیوټ د تېرې لیندۍ میاشتې د برید مسؤلیت پرغاړه اخلي. [له محمد اهل څخه په مننه]

پېښور -- تحلیلګران وایي، چې د پاکستان د طالبانو د تحریک (ټي ټي پي) د مشر ملا فضل الله مړینې د دغې ترهګرې ډلې برخلیک له په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ کړی دی.

فضل الله، چې په یوه ناقانونه راډېو باندې د هغه د کرکجنو بیانونو له امله په ملا راډېو هم مشهور وو، د غبرګولي په ۲۵ مه د کونړ ولایت په مروره ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې ووژل شو. نوموړی دغلته له ۱۳۸۸ راهیسې، چې د پاکستان د پوځ د راه نجات عملیاتو په ترڅ‌ کې د سوات له درې څخه واېستل شو، پټ شوی وو.‌

افغان ولسمشر اشرف غني د غبرګولي په ۲۵ مه په یوه ټویټ‌ کې ولیکل چې، «ما د پاکستان لومړي وزیر [ناصرالملک]‌ او د پوځ لوی درستېز [جنرال] قمر جاوېد باجوه سره خبرې وکړې او د ملا فضل الله مړینه مې تایید کړه. هغه د افغان امنیتي ادارو په لارښوونه د نه ستړي کېدونکیو انساني استخباراتو په نتیجه کې ووژل شو،»

ډله ووېشل شوه

ان د فضل الله له مړینې څخه مخکې، چې د یادې ډلې له وروستیو مشهورو مشرانو څخه وو، داسې باور کېده چې ټي ټي‌ پي وار له مخه د ګڼو جیګپوړو مشرانو د مړینې له امله له ګډوډۍ سره مخامخ وو.‌

دا عکس، چې د ۲۰۰۸ له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، ملا فضل الله په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان په سوات دره کې له ژورنالستانو سره خبرې کوي. د پاکستان د طالبانو تحریک د ۱۳۹۲ د لړم په ۱۶مه د مخکیني مشر له وژل کېدلو څخه وروسته فضل الله خپل نوی مشر وټاکه. [ای اېف پي]‌

دا عکس، چې د ۲۰۰۸ له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی، ملا فضل الله په داسې حال کې ښیي چې د پاکستان په سوات دره کې له ژورنالستانو سره خبرې کوي. د پاکستان د طالبانو تحریک د ۱۳۹۲ د لړم په ۱۶مه د مخکیني مشر له وژل کېدلو څخه وروسته فضل الله خپل نوی مشر وټاکه. [ای اېف پي]‌

په عکس کې د ټي ټي پي د نوي مشر عمر رحمان کمپیوټري تذکره ښودل شوې ده. [له محمد اهل څخه په مننه]

په عکس کې د ټي ټي پي د نوي مشر عمر رحمان کمپیوټري تذکره ښودل شوې ده. [له محمد اهل څخه په مننه]

په ۱۳۹۲ کې، د هغه د سلف حکیم الله مسعود په مرګ سره فضل الله ته داسې یو سازمان پاتې شو، چې سره وېشلی،او د مسعودو له مخالفې ډلې او په شمالي او جنوبي وزیرستان کې له نورو وېشل شویو ګروپونو څخه تشکیل شوی وو.‌

د فضل الله په مړینې سره، ټي ټي پی عمر رحمان (چې په استاد رحمت، فاتح او استاد جي هم مشهور دی)، چې د ټي ټي پي نایب امیر (مرستیال) او د فضل الله معاون وو، د هغه د ځایناستي په توګه ونوماوه.‌

ویل کیږي چې رحمان، چې ۴۵ کاله عمر لري، او اصلاً د سوات د کوزشور مټې سیمې اوسېدونکی دی،‌ د یوه ناکام ځانمرګي برید په پلانولو کې، چې په ۱۳۸۳ کې یې جنرال مشرف په نښه کړ،‌ لاس درلود. رحمان هم، د فضل الله په څېر، په ۱۳۸۸ کې په سوات کې د پاکستان د پوځ د عملیاتو له پيلېدلو څخه وروسته افغانستان ته وتښتېد او هلته یې د افغان طالبانو تر څنګ د امریکا د پوځ پر ضد جګړه کوله.

پولیس له ۱۳۸۷ کال راهیسې په دې لټه کې دي چې د ټي ټي پي مرستیال په ترهګریزو فعالیتونو کې د ښکېلتیا له امله ونیسي.‌ په پېښور کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ادارې (CTD)‌ په وینا د هغه په سر ۸۴۰۰۰۰ افغانۍ (۱۲۰۰۰ ډالر) انعام اېښودل شوی دی.‌

د نورو اختلافاتو کرل

تحلیلګران وایي، چې د فضل الله په مړینې سره به په ټي ټي پي کې موجود انسجام له منځه لاړ شي او د نورو ډلو د را منځته کېدا سبب به وګرځي، ځکه چې رحمان به ونشي کولی چې دغې ترهګرې ډلې ته نوې ساه ور پو کړي.

د کتونکیو په وینا، بېلابېل فکټورونه به د دې سبب شي چې په یاده ډله کې نور اختلافات رامنځته شي.

لومړی، تمه ده چې د ټي ټي پي ځینې غړي له دغې ډلې څخه لاره بېله کړي، ځکه چې رحمان، د هغه د سلف فضل الله په څېر، اصلاً د سوات اوسېدونکی دی، نه د هغو قبایلي سیمو چې د ټي ټي پي ډېر یاغیان ورپورې تړلي دي.‌

دویم، رحمان، چې وار له مخه داسې ښکاري چې د ټي ټي‌ پي په ډلو ډېر نفوذ نه لري،‌ په افغانستان کې د منډې په حالت کې دی او هغه د خپلې بقا لپاره یوازې محدود شمېر امکانات لري.

وروستی دادی، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په برخه کې پیاوړې شوې همکاري ټي ټي پي ته یو جدي ټکان ورکوي.

په پېښور کې مېشت متقاعد جګړن او د قبایلي سیمو د امنیتي چارو پخواني سکرټر محمود شاه وویل، «د ټي ټي پي لوبه ختمه ده. زه فکر نه کوم چې نوی امیر، عمر رحمان، دا کرېزما ولري چې د ټي ټي پي ډلې سره یو وکړي ځکه چې حتی فضل الله هم په دې نه وو توانېدلی چې د هغوی تر منځ یووالی رامنځته کړي. رحمان به حتی دغه حالت ته ورنژدې هم نشي.»

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، ښایي چې نوی قوماندان وکولی شي چې په سوات کې کنټرول ولري، خو هغه به ونشي کولی چې ټول ټي ټي پي رهبري کړي ځکه چې دغه ډله وار له مخه کمزورې شوې او جنګیالي په تېښته دي.‌

هغه وویل، «دا اسانه نه ده چې هغسې کنټرول وکړي او بریدونه ترسره کړي لکه مخکې یې چې کول، ځکه چې [په افغانستان کې] د کونړ په غونډیو کې له یوه پټنځای څخه د جنګیالیو کنټرول او له چمتووالي څخه پرته دا کارونه کول دا معنی لري چې نور د ټي ټي پي لوبه ختمه ده،»

د وحشت له لارې ماتېدونکی یووالی

د پېښور پوهنتون یوه استاد او د قبایلي سیمو او د ترهګرۍ ضد مبارزې کارپوه سید حسین شهید سهروردي پاکستان فارورډ ته وویل، «ملا راډېو یوه د یووالي نښه وه، او د هغه وحشیانه طبعیت دغه ډله سالمه ساتلې وه،»

هغه وویل، «د فضل الله غټه لاسته راوړنه په پېښور کې په حربي ښوونځي کې د ۱۳۹۳ د لیندۍ د ۱۶ مې ډله ییزه وژنه وه» هغه برید ۱۵۰ کسان، چې اکثر یې ماشومان ول، ووژل.‌

سهروردي وویل، د فضل الله مړینه ټي ټي پي ته «یوه غټه ضربه» ده.‌

هغه وویل، «زه فکر کوم چې عمر به ونشي کولی چې یو مؤثر تهاجمي چلند وکړي او په دې توګه د هغه رهبري به د هغه د ملګرو له خوا له ننګونې سره مخامخ شي، چې په نتیجه کې به یې ټي ټي پي سره ووېشل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دامارت مشران حو په پاکستان کی دی یو هم نه درون کی او نه هیس تندر ووهلدا سه قصه ده

ځواب ورکړئ

بیخی دی دوا سه

ځواب ورکړئ