امنیت

د طالبانو پخوانې وياند وسله وال د اسلام دښمنان ګڼي

محمد آهل لخوا

احسان الله احسان (په منځ کې) په يو بې نيټې تصوير کې د تحریک طالبان پاکستان مړ شوی مشر حکیم الله محسود (ښي اړخ ته) او خالد بالټي چې د محمد خراساني په نامه ياديږي سره ښودل شوی دی. خراساني د احسان نه وروسته د وسله والو وياند دی. [د محمد آهل نه په مننه]

احسان الله احسان (په منځ کې) په يو بې نيټې تصوير کې د تحریک طالبان پاکستان مړ شوی مشر حکیم الله محسود (ښي اړخ ته) او خالد بالټي چې د محمد خراساني په نامه ياديږي سره ښودل شوی دی. خراساني د احسان نه وروسته د وسله والو وياند دی. [د محمد آهل نه په مننه]

پېښور -- د تحریک طالبان پاکستان پخوانی ویاند لیاقت علي، چې د احسان الله احسان په نامه ياديږي، د وسله والو سخته غندنه وکړه.

د وسله والو ګروپونو سره د يوې عشرې لپاره په کلکه سره د مرستې نه وروسته، احسان، چې د تحریک طالبان پاکستان ډلې جماعت الاحرار په باني غړو کې شامل وو، پاکستاني چارواکو ته تسليم شو او په نورو وسله والو يې غږ وکړو چې خپلې وسلې په ځمکه کيږدي.

په يو ناوړه اعترافې بيان کې چې د اپریل په مياشت کې خپور شو، هغه وويل، تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار او نور وسله والې ډلې مذهب د لوټمارۍ او بې ګناه خلک د اسلام په نامه د وژلو لپاره د يوې وسيلې په توګه استعمالوي.

احسان وويل، هغه د هغه وسله والو د کمانډرانو نه تنګ راغلی وو کومو چې د اسلام ايميج ته زيان رسولو او ځوانان يې د بې ګناه خلکو په وژلو باندې مجبورول او پاکستان يې بې ثباته کولو.

احسان په خپل اعترافي ويډيو، چې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر د اپریل په ۲۶مه خپره کړه، کې وويل: "تش په نامه 'جهاديانو' د اسلام په نامه خلک او په ځانګړې توګه ځوانان ګمراهه کړي دي." "هغوی هيڅکله هم د اسلام په حقيقي ډول پيروي ونه کړه او هغه معیارونه یې خپل نه کړل د کومو چې دوی د نورو نه غوښتنه کوي."

هغه وويل، د ځوانانو او نورو ملکي وګړو په وړاندې د هغوی جرمونه، لکه په "عام ځايونو بمباري کول او په سکولونو او يونيورسټو باندې بريدونه کول" اسلامي تعليماتو ته زيان رسوي.

'د تروريزم پر ضد جګړه کې کاميابي'

شنونکي وايي، د وسله والو ډلو وحشت او د اسلام ضد کړنو په باره کې د احسان حیرانونکې څرګندونې د هغه ډلو د غړو لپاره ډير اهميت لري کوم چې له مخکې نه تقسيم شوي دي او د پاکستان او افغانستان د پولې په اوږدو کې پټ دي.

هغوی وايي چې دا اعتراف د وسله والو هغه اصلي اړخ په ګوته کوي کوم چې اسلام ته زيان رسوي، د "جهاد" د ایډیالوژۍ ناوړه استعمال کوي او په دواړو هېوادونو کې بې ګناه ځوانان د وسیلې په توګه استعمالوي.

په پېښور کې بريګيډير (ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټری دی، پاکستان فارورډ ته وويل، "دا د تروريزم پر ضد په جګړه کې یوه لویه کاميابي ده."

هغه وويل: "د احسان الله احسان تسليميدل د چارواکو لپاره ډیره مانا لري؛ هغه د طالبانو يو مهم کمانډر وو او هغه مهم معلومات ورکولی شي چې د پاکستان په ښاري او قبایلي سیمو کې د وسله والو نيټ ورکونه دړې وړې کړي."

هغه وويل، وسله والو د کلونو راهیسې په تيښته دي او په پاکستان او یا افغانستان کې د ژوندي پاتې کيدو لپاره ځای نه لري.

هغه وويل: "احسان، د نورو په څېر، تسليميدل غوره کړل." هغه زياته کړه، "ګڼ شمېر نور به هم د هغه تعقیب وکړي."

هغه د تسليميدلو په باره کې وويل: "دا د ټولو وسله والو د جوړښت لپاره یو لوی ګوزار دی."

داسې ښکاري چې د احسان د ويډيو پیغام د شاه د ارزونې ملاتړ کوي.

هغه وويل: "کله چې د پاکستان پوځ په پرچا او لعلپورې کې د جماعت الاحرار کيمپونه تباه کړل او د هغوی يو شمير جنګياليان یې ووژل، نو د هغوی مورال ټيټ شوی دی."

هغه وويل، "د هغوی ليډرشپ کمزوری شوی دی." "په کيمپونو کې ګڼ شمېر کسان غواړي چې د کيمپونو نه وتښتي. زه په هغوی زور ورکوم چې دوی دې وسلې په ځمکه کيږدي."

احسان په پای کې وويل، هغه د پاکستان ځوانانو ته مشوره ورکوي چې دوی دې د هغه وسله والو نه ځان لري وساتي کوم چې په سوشل ميډيا باندې ځوانان بهرتي کوي.

احسان د وسله والو ریښتینې مخ په ګوته کوي

په لاهور کې د امنیتي چارو کارپوه او د پنجاب يونيورسټۍ د سیاسي چارو کارپوه، پروفيسر حسن عسکري رضوي، وويل، چې د احسان تسليميدل او په نورو ترهګرو غږ کول چې د هغه پيروي وکړي يوه "لويه کاميابي" څرګندوي.

رضوي پاکستان فارورډ ته وويل، "هغه یو مهم غړی وو." "هغه به ډير زيات معلومات برابر کړي. هغه د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار د دواړو د جوړښت په اړه پوهه وو او حتی چې هغه بهرني جنګياليان هم پيژندل. د هغه مرسته به [د پاکستان امنیتي ځواکونه] وتوانوي چې د وسله والو جوړښت ته ډېره لاسرسی ترلاسه کړي."

هغه وويل: "د تحریک طالبان پاکستان او جماعت الاحرار د ليډرشپ پر وړاندې د احسان تورونه ډير قوي دي." "دا به د هغه بې ګناه پاکستاني ځوانانو لپاره يو نعمت وي کوم چې د اسلام او د جهاد په نوم دوکه شوي دي. اوس چې دوی د وسله والو ریښتینې اړخ وپيژندو ... نو يو شمير کسان به د ځانمرګي بریدونو په خپله خوښه انتخاب ونه کړي."

د پېښور يونيورسټۍ د سیاسي چارو کارپوه سيد حسين شهيد سهروردي وويل، د احسان تسليميدل او اعتراف د "پام وړ" دي.

هغه وويل: "نوموړی د دغو موسسو [تحریک طالبان پاکستان، جماعت الاحرار، القاعدې او پنجابي طالبان] په اړه ډېر معلومات لري." "هغه به د دغو ډلو په ماتولو کې یو مهم رول ولوبوي."

له بلې خوا، د پاکستان په سوشل ميډيا باندې يو شمير پاکستانيانو د دغه کس په وړاندې د خپلو سختو احساساتو څرګندونه وکړه کوم چې د يو شمير کلونو راهیسې د ترهګرۍ سره مرسته کړې ده. هغوی وايي که د هغه اعتراف که هر څومره اهميت لري، هغه ته د معافۍ ورکولو ضرورت نشته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د سلام ټایمز ښاغلی مدیر سلام زه ستاسو د ویب سایټ مینه وال یم. زه له تاسو نه مننه کوم چې دقیق خبرونه او مفصل راپورونه خپروئ. خو ستاسو په دې راپور کې ډېر داسې اردو او انګلیسي الفاظ راغلي چې پوهېدل ورباندې سخت دي او د پښتو ژبې رواني ترې متاثره کیږي. زه درته یو شمېر اردو او انګریزي ټکي لیکم چې په دې راپور کې راغلي دي. هیله ده چې په راتلونکي کې یې اصلاح کړئ: عشره، باني،‌ کمانډران، ایمیج، ګمراهه، سکولونه، یونیورسیټی، ایډیالوژي، بریګیډیر، ریټایرډ، فاټا، سیکریټري، نیټ ورکونه، لیډرشپ، سوشل میډیا،.... بریالیتوب درته غواړم.

ځواب ورکړئ