د امنیت شنونکي وايي چې د القاعدې د مشر قاري محمد ياسين مرګ د افغانستان او پاکستان د پولې دواړو غاړو ته د ترهګرو مورال ته يو ګوزار ورکوي.
چارواکو د مارچ په ۲۵مه تصديق وکړو چې ياسين، چې يو سينير ترهګريز مشر وو او د تحريک طالبان پاکستان سره یې اړيکي لرلې، په پکتيکا صوبه کې په هوايي بريد کې د مارچ په ۱۹مه ووژل شو.
د هغه مرګ د ترهګرۍ په وړاندې په جګړه کې يو ستر برياليتوب ګنلی شي ځکه چې ياسين په پاکستان او افغانستان کې د وسله والو ډلو يو سخت دريځ مشر وو.
ياسين، چې د استاد اسلم په شمول په نورو ډیرو نومونو یادیدو، د ۲۰۰۸ کال د سپتمبر په ۲۰ مه په اسلام اباد کې په ميريټ هوټل کې د چاودنې پلان جوړولو کې تورن وو چې په دغه چاودنه کې د۵۰ نه زیات کسان وژل شوي وو او لږ تر لږه ۲۶۶ کسان ژوبل شوي وو.

د قاري ياسين د ویډیو سکرين شاټ ښايي چې هغه يو څو کاله وړاندې په يو پروګرام کې خبرې کوي.
هغه په ۲۰۰۹ کال کې د مارچ په ۳ مه په لاهور کې په يو بس چې د سريلانکا د کرکټ ټیم غړي يې وړل، باندې په بريد کې هم تورن وو. په دغه پيښه کې شپږ پاکستاني پوليس او دوه ملکي وګړي ووژل شول او د ټيم شپږ غړي ژوبل شول.
د پاکستان تر ټولو زيات مطلوب کسانو لسټ له مخې، ياسين په ۲۰۰۳ کال کې د پخوانې صدر پرويز مشرف او په ۲۰۰۴ کال کې د وزير اعظم شوکت عزيز د وژلو په ناکامه کوششونو کې هم ښکيل وو.
د ترهګرۍ پر ضد کوششونه زياتول
په پاکستان کې د افغانستان سفير عمر زاخیلوال پاکستان فارورډ ته وويل، اوس، چې تروریستي ډلې دفاع کوي، پاکستان او افغانستان له پکار ده چې کوششونه زيات کړي چې د پولې دواړو غاړو ته وسله وال ختم کړي.
د ياسين او نورو لوړ پوړو ترهګرو -- لکه د داعش مشر حافظ سعید خان او د تحریک طالبان پاکستان مشر عمر نرې، چې په پېښور کې په دسمبر ۲۰۱۴ کال کې په پاک آرمي پبلک سکول باندې یې د برید پلان جوړ کړی وو، دغه دواړه ترهګر په جولای ۲۰۱۶ کې د افغانستان په ننګرهار صوبه کې وژل شوي وو -- له منځه وړل د استخباراتو د شریکولو او ګډ پوځي کوششونو اغیزمنتیا په ډاګه کوي.
زاخېلوال وويل، "دا زموږ هوډ او ژمنه په ډاګه کوي چې په هر قيمت به د افغانستان د خاورې نه هر قسم ترهګر ختموو." هغه زياته کړه، چې اورپکي د افغانستان او پاکستان د امنیت لپاره يو ګواښ دی او دواړو هېوادونو له پکار ده چې د ترهګرۍ نه خلاصي ترلاسه کولو لپاره متحد شي.
هغه وويل: "افغانستان او پاکستان له پکار ده چې خپل استخباراتي نيټ ورکونه پياوړي کړي چې هغه ترهګر کوم چې د افغانستان او پاکستان د پولې په اوږدو کې پټ دي په نښه کړي."
بريګيډير(ريټايرډ) محمود شاه، چې د فاټا د امنيت پخوانی سيکريټري دی، وويل، د ياسين مرګ، چې پاکستان ته مطلوب وو او د هغه په سر د ۲ ميليونو روپو (۱۹،۱۰۰ امريکايي ډالره) انعام ښودل شوی وو، د هغه د ملګرو مورال او هغه تروريستي نيټ ورکونه ته زيان رسوي د کومو سره چې هغه تعلقات لرل.
هغه وويل، دا برید مهم وو او اوس پکار ده چې نور کوششونه وکړل شي چې نور داسې ستر هدفونه لکه د تحریک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله او د لشکر اسلام کمانډر منګل باغ په نښه کړي، ځکه چې دا به "د ترهګرۍ نيټ ورکونه ختم کړي."
د ترهګرو نيټ ورکونو لپاره يو 'غټ ګوزار'
پروفیسر حسین شهید سهروردي، چې په پېښور يونيورسټۍ کې د افغانستان او پاکستان د اړیکو د چارو کارپوه دی، وویل، کله چې يو ستر ترهګر په نښه کړی شي، نو تروریستي نيټ ورکونو ته ډير زيات زيان رسي.
هغه پاکستان فارورډ ته وويل: "موږ به دا توان ونه لرو چې دا ووايو چې د ترهګرۍ ګواښ ختم شوی دی، خو کله چې دوی يو ستر ترهګر له لاسه ورکوي نو دا د نيټ ورک کمانډ او کنترول ته زيان رسوي."
هغه وويل: "د تروریزم سره د جګړې په تناظر کې، د قاري ياسين وژل يوه ډيره لويه لاسته راوړنه او کاميابي ده."
سهروردي وويل، چې ياسين په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ په هيډ کوارټر، د استخباراتو دفترونو، او همدارنګه په ډیر مهم پاکستاني تاسيساتو او مشرانو باندې په يوشمیر بریدونو کې ښکیل وو. هغه زياته کړه، "نو د هغه مرګ د ځواکونو مورال زياتوي."
په پېښور کې يو قبايلي خبریال، ناصر داور، وويل: "قاري ياسين د لوی بریدونو پلان ستر جوړونکی وو او همدارنګه د ځوانانو لپاره يو تحريکي کس وو، نو تروریستي نيټ ورکونه به د هغه نه بغير ډیر زيان ترلاسه کړي."
هغه پاکستان فارورډ ته وويل، د ياسين مرګ "د تحریک طالبان پاکستان او د پنجابي طالبانو، د کومو سره چې هغه د اوږدې مودې لپاره تړاو لرلو، لپاره يو ستر ګوزار دی."
فرزانه شاه، چې د ايشين ټریبیون ژورنالسته ده، وويل: "قاري ياسين مهم کس وو ځکه چې هغه په سيمه باندې يو ستر کمانډ لرلو او هغه د ټولو وسله والو ډلو او نوي راتلونکي وسله والو ډلو سره نژدې اړيکې لرلې."
هغې پاکستان فارورډ ته وويل: "هغه د افغان طالبانو او همداراز د نورو بهرني جنګياليانو سره ښه تړاو لرلو، نو دا په هر ډول يو ډېر لوی ګوزار دی."
هغې وويل: "که هر څومره او که هر ځای يو لوی او مهم ترهګر ووژل شې، نو دا مهمه ده چې دوی په دوامداره توګه ځپل کيږي چې د دوی نيټ ورک د بيا منظم کيدو او متحد کيدو نه لري وساتي."