امنیت

د محسود د کورنۍ اسير شوي کسان تحریک ‌طالبان پاکستان ته سخت ګوزار ورکوي.

د ‌ظاهر شاه له خوا

۱۸ جون، بيا - د تحریک مشر حکیم الله محسود په ۲۰۰۹ کال کي په اورکزو ايجنسۍ کي په يوه کانفرنس کې خبري کوي. محسود په ۲۰۱۳ کال کي ووژل شو. د هغه ورور او د تره په کورمه ايجنسي کي چارواکو ته تسليم شول. [محمد ظاهر شاه]

۱۸ جون، بيا - د تحریک مشر حکیم الله محسود په ۲۰۰۹ کال کي په اورکزو ايجنسۍ کي په يوه کانفرنس کې خبري کوي. محسود په ۲۰۱۳ کال کي ووژل شو. د هغه ورور او د تره په کورمه ايجنسي کي چارواکو ته تسليم شول. [محمد ظاهر شاه]

پېښور....چا ارواکي او امنيتي شنونکي وايي، چي تحریک طالبان پاکستان، چي د مخکي نه د بغاوت ضد ضرب عضب عملياتو خوا زړې دي، یو بل ګوزارد اوونۍ په وروستۍ ورځو تر لاسه کړل کله چي د ‌طالبانو شپږ مهم مشران وتښتېدل.

۱۸ جون، د ټي ټي پي شپږ مشران ، چې تسليم شول، د تحریک د مشر حکیم الله محسود (متوفي) ورور، اعجاز محسود، او د هغه تره، خير محمد محسود وو.

حکیم الله محسود په نومبر، ۲۰۱۳ کال کي ووژل شو. د ۲۰۱۴ کال له راهیسې ضرب عضب عمليات دوام لري.

رسنيو راپور ورکړ، چي شپږ وسله وال د افغانستان پولې ته څېرمه په کورمې ايجنسۍ کي تسليم شول.

چارواکي وايي، چې دوی نه به په دیره اسماعیل خان کي پوښتنه کيږي او دا احتمال لري چې د دوی به په سوات کې د پوځ د بيارغونې په مرکزکي بيارغونې وشوي.

د پای پيل

څارونکي وايي, چي وروستیو کي، د تحریک طالبان پاکستان د لوړ پوړو مشرانو تسليميدل د تحريک حتمي پاي ته ګوته نيسي، ځکه چی د تحريک خپل غړي د سخت ځواکونو نه تښتي. دوی د پاکستان او افغانستان د پولې په غرونو کي پنا لټه وي او د نورو ترهګرو ډلو سره یوځای کيږي.

د شمالي وزيرستان خبريال صفدر داوړ سنټرل آسيا آن لاين ته ويل، چي د اعجاز او خير محمد محسود تسليميدل دا څرګنده وي چې ټول محسود قبيله به خپله جګړه پريږ دي.

هغه وويل، " چي دا د ټي ټي پي لپاره په علامتي او جسماني توګه یو لوی ګوزاردی."

داور وويل، " چي ټي ټي پي به کمزوری شي، ځکه چې دا له مخکې څخه د پای په درشل ده.

داور وويل، زيات شمېر نورمحسوديان د شيريارمحسود سره، چي په ۲۰۱۴ کال کي تسليم شو، او خان سيد سانجه سره، چي هغه د افغان طالبانو نه وتښتېدل، خو په افغانستان کې په تېر نومبر میاشت جګړه کې ووژل شو، د تحریک د مشرانو د صف نه تښتيدلي دي.

داوروويل، " چي دا په ټي ټي پي کي د محسود د طالبانو د کردار خاتمه ده." "دا د دې سيمي لپاره يو ښه شګون دي، خو دا د ټي ټي پي لپاره يو بد شګون دي."

په ټي ټي پي کي دننه درزونه

د پېښور بريد (خانه نشين) محمود شاه، د فاټا د امنيت يو پخواني منشي وايي، چي ټي ټي پي ډير په چټکۍ سره هېرېدو طرفته روانه ده.

هغه وويل، " چي په ټي ټي پي کي دننه په ایډیالوژۍ باندې درزونه شته دی." "د جنګياليو شمېر د دې ظالمانه جګړې پوښتنې کو ي او تیښتې"

هغه وويل، " د حکيم الله د کورنۍ وتل سخته ضربه ده او تقريبآ د محسود د طالبانو بغاوت پاي ته رسوي."

هغه وويل، د سولې د رامنځته کولو لپاره به د پخواني وسله والو بيارغونه اړینه وي.

دا نتيجي نورو وسله والو ته زيان رسوي

شاه محمد وويل، اوس به د بهر وسله وال دې سیمه ته په را دننه کیدو کې د ستونزو سره مخامخ شي. پخوا به محسوديانو د القاعده او نورو ترهګرو لوژستیکي او نور ملاتړ به یې کولو.

شاه وويل، چي اوس زياتره محسود په شمالي وزيرستان کې خپلي پوځي اډي له لاسه ورکړي دي لکه څنګه چې د حکيم الله کورنۍ چي په کورمه ايجنسۍ کي له لاسه ورکړي دي. هغه زياته کړه، چې په پایله کې، د هغوی ګڼ کسان به تسليم شي.

شاه وويل، چې د وسله والو له داسې قوي کورنۍ تښتېدلو سره به حکومت د محسودو په قبایلي سیمه کې خپلې منګولې پیاوړې کړي.

د پېښور په پوهنتون کې د فاټا د مطالعاتو د څانګې مشر، پوهاند محمد حسين شهيد سهروردي وايي، چې د حکیم الله سره د تسليم شوي قوماندانانو اړيکې د ټي ټي پي لپاره يو سخت ګوزار دي.

هغه سنټرل آسيا آن لاين ته وويل، "دا په دې مانا چي د بنسټ ایښودونکي کورنۍ ملاتړختم شو."

هغه وويل، "هغه مهم قوم چې د دولت سره یې جګړه کوله اوس د حکومت په کمپ کي ده."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500