کابل - لږ تر لږه ۲۲۶ وسله وال او اته عسکر په ټول افغانستان کې په وروستيو جګړو کي وژل شوي دي.
د دفاع وزارت (MoD) څرګندونې ته په اشاره کولو سره خامه پریس راپور ورکړ، چي د جون په ۱ په بیلابیلو ولایتونو کې د ترهګرۍ ضد عملیاتو کي لږ تر لږه ۴۰ وسله وال او د افغان ملي اردو(ANA) اته عسکر وژل شوي دي.
۱ جون، ټولو نيوز له مخي، والي حيات الله حيات وويل چي پوځونو په درې ورځو کي په هلمند ولایت کې ۱۸۰ وسله وال ووژل.
د افغانستان د ټایمز له مخي، د کورنیو چارو وزارت (MOI) په یوه څرګندونه کې وويل، په جلا ډول، پوليسو د جون په ۱په ابراهيم خېل کلي، ميدان وردګ ولايت کي شپږ طالبان، چي په کي يوقوماندان شامل وه، وژلي دي.
۲ جون، د ټولو نيوز له مخې، چارواکې وايي چي په همدې حال کې په پروان ولايت کي چارواکو په دې وروستيو کې شکمن طالبان په ولايت کي د دريو کارکوونکو د وژني په تړاو کې نيولې دي.
ځايي چارواکي وايي، د جون په ۱ چې د مرستو کوم درې کارکوونکي وژل شوي و په هغوی کي يوه ښځه هم شامل وه.