تروريزم

راپور وایي چې د ټي ټي پي مشر له افغانستان څخه د ځانګړیو جوازونو په لرلو سره فعالیت کوي

د محمدقاسم راپور

د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود په یوه تازه عکس کې لیدل کیږي. [عکس له سما تلوېزیون څخه]

د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نور ولي محسود په یوه تازه عکس کې لیدل کیږي. [عکس له سما تلوېزیون څخه]

کابل -- د پاکستان یوه ځايي تلوېزیوني چینل راپور ورکړ چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر په افغانستان کې اوسیږياو له هغه ځای څخه د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه تنظیموي.

د سما تلوېزیون د راپور له مخې، د ټي ټي پي مشر مفتي نور ولي محسود د افغانستان رسمي تذکره لري، او په افغانستان کې یې د موټر او وسلو د لرلو اجازه ترلاسه کړې ده.

د راپورونو له مخې، هغه د ۱۳۸۴ کال ټویوټا فیلډر موټر کې ګرځي او له افغان چارواکو څخه د کلاشینکوف توپکونو د ګرځولو اجازه لري.

سما تلويزيون د وږي په ۱۱مه راپور ورکړ، چې د ټي ټي پي بل مشر، مظهم محسود هم د افغانستان تذکره ترلاسه کړې او په افغانستان کې اوسيږي او هلته يو موټر لري.

مظهم یو اېم ۴ توپک، یو اېم ۱۶ توپک او دوه کلاشینکوفونه لري.

د وسلو جوازونه د کابل او جنوب ختیځو ولایتونو لپاره د اعتبار وړ دي.

په چنګاښ میاشت کې، سما تلوېزیون افشا شوې ټیلیفوني خبرې خپرې کړې چې ویل کېږي نور ولي محسود په کې غږېدلی و. په خبرو کې نوموړی په روغتونونو، حکومتي ملکیتونو او ښوونځیو باندې د بریدونو واضح لارښونې ورکوي او ټینګار کوي چې د پولیسو او نظامي منسوبینو کورونه باید ویجاړ کړای شي.‌

سره له دې چې په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د ټی ټي پي بریدونه زیات شوي، افغان چارواکو په دوامداره توګه په افغانستان کې د دې ډلې شتون رد کړی دی.

د ملګرو ملتونو یوه راپور چې د چنګاښ په نیمایي کې خپور شو د ټي ټي پي او القاعدې ترمنځ د مخ پر ودې اړیکو په اړه خبرداری ورکړ، چې کولی شي دغه پاکستانۍ ترهګره ډله په احتمالي توګه له سیمې څخه بهر یوه ګواښ باندې واړوي.

د زمري په ۲۴مه په جنوبي وزیرستان کې، د افغانستان او پاکستان پولې ته څېرمه ډزو کې، څلور پاکستاني پوځیان او د ټي ټي پي شپږ غړي ووژل شول.

ګډې هڅې

په اسلام اباد کې مېشت افغان خبریال او د سیاسي چارو شنونکي، سمیع یوسفزي وویل، پاکستان او افغانستان باید د ترهګرو ډلو د پټنځایونو په اړه د تورونو د تبادلې پر ځای د پولې امنیت ټینګ کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «په دې کې شک نشته چې د ټي ټي پي غړي په افغانستان کې فعال دي، خو یواځینۍ حل لاره ګډې هڅې او د پولو سخت کنټرول دی،»

په ترکیه کې یوه افغان سیاسي شنونکي، علي الله محمدي وویل، په افغانستان کې د ټي ټي پي په څېر ترهګرو ډلو ته پناه ورکول د افغانانو په زیان دي.

هغه وویل، «د القاعدې،‌ ټي ټي پي، داعش، جماعت انصارالله، د ازبکستان اسلامي غورځنګ او نورو په څېر ترهګرو ډلو د فعالیتونو ساحه ډېره پراخه شوې ده،»

نوموړي وویل، «په افغانستان کې د دغو ترهګرو ډلو شتون د سیمې او نړۍ لپاره یو جدي ګواښ دی.»

د کابل اوسېدونکي عبدالستار قدیري، چې ۴۶ کاله عمر لري، وویل، د افغانستان په خاوره کې ترهګرې ډلې کولی شي پر نورو هېوادونو بریدونه وکړي او عامو افغانانو ته زیان ورسوي.

هغه وویل، که افغان چارواکي د نړۍ والې ټولنې په همکارۍ د هغوی د مخنیوي لپاره کار وکړي، کېدی شي چې د دغه تاوتریخوالي مخه ونیول شي.

قدیري وویل، «افغانان نه غواړي چې دا هېواد یو ځل بیا د سیمه‌ ییزو او نړۍ والو ترهګرو په خوندي ځاله باندې بدل شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500