تروريزم

متحده ایالاتو د افغانستان په هکله د اندیښنو په ترڅ کې د ټي ټي پي مشر او د القاعدې غړي د ترهګرو په توګه ونومول

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په کابل کې د زده کړو د یوه ویجاړ شوي مرکز منظره. په دې ځای کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د تلې په ۸مه په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. [ای اېف پي]

په کابل کې د زده کړو د یوه ویجاړ شوي مرکز منظره. په دې ځای کې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د تلې په ۸مه په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله. [ای اېف پي]

متحده ایالاتو د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۰مه/ اعلان وکړ چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) او د جنوبي اسیا لپاره د القاعدې مشران د ترهګرو په توګه نوموي، او ژمنه یې وکړه چې په افغانستان کې د وضعیت په هکله د وېرې د نښو په ډېرېدلو سره به عملي ګام پورته کړي.

واشنګټن اندېښنه لري چې کېدی شي ترهګرې ډلې له افغانستان څخه د روزنې او عملیاتو لپاره د یوه خوندي ځای په توګه کار واخلي.

متحده ایالاتو د ټي ټي پي دویم نمبر مشر مفتي حضرت دیروجي چې د قاري امجد په نامه هم یادیږي په ګوته کړ. د ټي ټي پي له خوا د تاوتریخوالي ۱۵ کلن کمپاین له تېر کال راهیسې زیات شوی، او د روانې اونۍ په لومړیو کې یادې ډلې هغه لړزاند اوربند پای ته ورساوه چې له حکومت سره یې پرې توافق کړی و او خپلو جنګیالیو ته یې حکم وکړ چې په ټول هېواد کې بریدونه ترسره کړي. .

د پاکستان د سولې د څېړنو مرکز وویل، له ۱۴۰۰ کال راهیسې په پاکستان د اورپکو بریدونه ۵۰٪ زیات شوي دي.‌

امریکایي چارواکي وایي، دیروجي په خیبر پښتونخوا ایالت کې د عملیاتو څارنه پر غاړه لري. دا یوه له هغو دوو پاکستاني سرحدي سیمو څخه ده چې له تاوتریخوالي څخه ډک بریدونه په کې ترسره شوي دی. بله متاثره شوې سرحدي سیمه بلوچستان ایالت دی.

د القاعدې د جنوبي اسیا مشران د ترهګرو په توګه ونومول شول

په نښه شویو یاغیانو کې د هند براعظمګي کې د القاعدې څلور مشران شامل دي. دا د یاغي شبکې یوه سیمه ییزه څانګه ده چې د جنوبي اسیا لپاره د القاعدې ځانبولی «امیر» اسامه محمود هم په کې شامل دی.

د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکېن په یوه اعلامیه کې وویل، دا نومونې «زموږ د هغو سختو هڅو برخه دي چې غواړو ډاډمنه کړو چې ترهګر له افغانستان څخه د نړۍ والې ترهګرۍ لپاره د ګام د تختې په توګه کار وانه خلي.»

بلینکېن وویل، «موږ به له ټولو اړوندو وسایلو څخه استفادې ته دوام ورکړو او په خپلې دې ژمنې باندې به ودرېږو چې نړۍ وال ترهګر ونشي کولی چې په افغانستان کې په ارام زړه فعالیتونه ترسره کړي.»

د بهرنیو چارو وزارت او د خزانې وزارت یاد څلور کسان په ځانګړې توګه نومول شوي نړۍ وال ترهګر وبلل، او په متحده ایالاتو کې یې دا جرم وباله چې څوک له هغوی سره معاملې وکړي او هره هغه شتمني یې چې هغوی یې په هغه هېواد کې لري بلاک کړله.‌

د ترهګرو موندل او وژل

که څه هم چې امریکایي ځواکونه نور په افغانستان کې نشته، لاکن هغوی د ۱۴۰۰ کال له نیمایي راهیسې د اړتیا پر وخت د ترهګرو د له منځه وړلو لپاره «له لیرې څخه» د عملیاتو ترسره کولو ژمنه پرځای ساتلې ده.

متحده ایالات د زمري په ۹مه د القاعدې د مشر ایمن الظواهري، چې کابل ته کوچېدلی و، د وژلو لپاره د دوو توغندیو په وارولو سره په خپله خبره ودرېدل.

که څه هم چې متحده ایالاتو دا ډاډ ترلاسه کړی و چې افغانستان به القاعدې ته پناه نه ورکوي، الظواهري په کابل کې ژوند کاوه. دغې ترهګرې ډلې د سپتمبر د ۱۱مې بریدونو د پلانولو لپاره له افغانستان څخه کار اخیستی و.

د ۱۳۹۸ د وږي په میاشت کې، امریکایي او افغان ځواکونو په خپلو ګډو عملیاتو کې د جنوبي اسیا لپاره د القاعدې مشر عاصم عمر په هلمند ولایت کې وواژه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغان طالبانو او پاکستاني طالبانو فلسفه یو شان ده. او دا دواړه ډلې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی ایس آی) له خوا جوړې شوې دي. ياده اداره په ۱۹۴۸ کال کې د يوه برتانوي- اسټراليايي جنرال رابرټ کاتهوم له خوا جوړه شوې، چې موخه يې د هند په براعظمګي او افغانستان کې د عصري کېدو بهير کمزوری کول دي. د پاکستان استخباراتي ادارې د پاکستان د تش په نامه هېواد له جوړېدو راهیسې په افغانستان، کشمیر، هند او د نړۍ په نورو برخو کې په مستقیم او غیر مستقیم ډول لسګونه زره کسان وژلي دي او دا ټولې وژنې یې د اسلام تر نامه لاندې او د خپلو اجیرانو په لاس چې دوی یې د مجاهدینو تر نامه لاندې روزلي دي، ترسره کړي دي. تحریک طالبان پاکستان د امریکا او غربي نړۍ څخه د پیسو ترلاسه کولو لپاره د پښتون میشتو سیمو د کمزوري کولو او ورانولو هدف ځانته ټاکلی دی او د هغې د جوړولو تر شا د آی ایس آی لاس دی. مرګ د پاکستان په جاسوسي اداره.

ځواب ورکړئ

په کابل کې د پاکستان په سفارت حمله، د حزب اسلامي په مشر ګلبدین حکمتیار باندې حمله او ورسره د امریکا له خوا د ټي ټي پي په مشرانو بندیزونه دا ټول د یوې سلسلې برخې دي. د دې ټولو تر شا ماته د یوه منافق هېواد لاس ښکاري. پوهېږئ څوک یادوم؟ روسیه نه ده، چین نه دی، برتانیا نه ده، اروپا نه ده، څوک دی؟ ځواب پاکستان دی. یو طرف ته، پاکستان د پښتونخوا او قبایلو د پښتنو د وژلو او له امریکا څخه د پیسو ترلاسه کولو لپاره ټي ټي پي ډله جوړه کړه او پښتانه یې پرې ووژل. بل طرف ته یې د افغانستان د طالبانو د ډلې ملاتړ کاوه او په خپل هېواد کې یې خوندي ځایونه ورکړي ول، پاسپورټونه او شناخت کارډونه یې ورکړي ول او کله چې طالبانو کابل ونیو، تر ټولو مخکې ورته د پاکستان د استخباراتو رییس فیض حمید راغی. هم یې د خپلو اجیرانو په لاس د کابل نیول ولمانځل او هم یې نړۍ او په ځانګړې توګه امریکا ته خپل غین په لاس کې ونیو چې وګورئ داسې مو درنه وګټله. زه د طالبانو د سیاستونو پلوي نه کوم ځکه په هغوی کې هم احمقان ډېر زیات دي، لاکن په دې کې شک نشته چې په خبره پوه خلک هم په کې شته. امریکا او نوره نړۍ دې له هغو کسانو سره چې په خبره پوهېږي، کېني، او مذاکرات دې ورسره وکړي. هغوی دې طالبان دې ته جوړ کړي چې د ښځو حقونه ورکړي، بشري حقونه او د اقلیتونه حقونه تضمین کړي او د نړۍ والې ټولنې پر ضد دې د هر ډول ورانکاریو د مخنیوي ضمانت ترې واخلي.‌ پاتې شوه د ټي ټي پي خبره، دا پخپله د پاکستان خلک دي، له ډیورنډ کرښې دې یې ور واړوي هلته چې هر څه کوي کار یې خپل دی. لاکن امریکا باید متوجه اوسي چې د پاکستان فارین ریزرفز ۷ میلیاردو ډالرو ته راکمه شوې ده او د هغوی پیسې په کار دي. دا ټول حرامیتوب یې له امریکا څخه د پیسو شکولو لپاره روان کړی دی.

ځواب ورکړئ