تروريزم

د ټي ټي پي له خوا د اوربند له پای ته رسولو او په ټول هېواد کې د بریدونو له حکم کولو څخه وروسته، پاکستان د تاوتریخوالي پر وړاندې چمتووالی نیسي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

امنیتي منسوبین د لړم په ۲۵مه د لکي مروت ولسوالۍ په شهاب خېلو کلي کې په یوه کمین کې د وژل شویو پولیس افسرانو د جنازې په لمانځه کې برخه اخلي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین د لړم په ۲۵مه د لکي مروت ولسوالۍ په شهاب خېلو کلي کې په یوه کمین کې د وژل شویو پولیس افسرانو د جنازې په لمانځه کې برخه اخلي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

پاکستاني طالبانو د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل چې هغوی یو متزلزل اوربند چې د غبرګولي په میاشت کې یې له حکومت سره پرې هوکړه کړې وه، پای ته رسولی، او جنګیاليو ته یې حکم وکړ چې په ټول هېواد کې بریدونه ترسره کړي.

د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۹مه/ هغه وخت درې کسان ووژل شول او ۲۳ نور ټپیان شول چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کوېټه کې د پولیسو یوه لارۍ په نښه کړله. د دغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر غاړه واخیست.

ټي ټي پي په ۱۳۸۶ کې له سر راپورته کولو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د لسګونو له تاوتریخوالي څخه ډکو بریدونو مسؤلیت پر غاړه لري چې په زرګونو خلک په کې وژل شوي دي.

دغې ډلې په یوه اعلامیه کې وویل، «دا چې په بېلابېلو برخو کې د مجاهدینو پر ضد پوځي عملیات روان دي... له دې امله تاسو ته امر کیږي چې په ټول هېواد کې هر کله چې تاسو کولی شئ بریدونه ترسره کړئ.»

ټي ټي پي تر یوه وخته د پاکستان په قبایلي کمربند کې په پراخو سیمو باندې کنټرول درلود، چې د شریعت یوه افراطي نسخه یې نافذه کړې وه.

له ۱۳۸۹ څخه، د دغې ډلې جنګیالي تر ډېره له پاکستان څخه ګاونډي افغانستان ته ور اړول شوي ول، خو په افغانستان کې د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې پېښو زړور کړي دي.

ټي ټي پي د غبرګولي په میاشت کې د پاکستان حکومت سره اوربند وکړ، لاکن دواړو لوریو په مکرر ډول ادعا کړې چې مقابل لوري له اوربند څخه سرغړونه کړې او ګڼ شمېر ټکرونه رامنځته شوي دي.

د تېرې میاشتې په نیمایي کې، ټي ټي پي شپږ پولیس افسران هغه وخت په ډزو ووژل چې هغوی د افغانستان له پولې څخه ۱۰۰ کیلومتره لیرې په شهاب خېلو کلي کې ګزمه کوله.

ټي ټي پي د ۱۳۸۶ او ۱۳۸۸ کالونو تر منځ هغه وخت چې هغوی له اسلام اباد څخه ۱۳۵ کیلومتره شمال ته د سوات په دره کې واک چلاوه، په پاکستان کې د قدرت په اوج کې ول.‌

په ۱۳۹۳ کې په پېښور کې په حربي ښوونځي کې له یوې ډله ییزې وژنې څخه وروسته چې له ۱۵۰ څخه ډېر کسان په کې ووژل شول، هغوی د پوځ د یو لړ عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته پسې واخیستل شول.

د پاکستان د وخت لومړي وزیر عمران خان په ۱۴۰۰ کال کې اعلان وکړ چې حکومت له ۱۳۹۳ راهیسې په لومړي ځل له یادې ډلې سره خبرې اترې پیل کړي دي.

د ترهګرۍ د قربانیانو کورنیو او د مدني ټولنې فعالانو په دغې پرېکړه سخت انتقاد وکړ.

هغه وخت فیصل علي وویل، «د ټي ټي پي له ترهګرو سره خبرې کول له هغو زرګونو بې ګناه خلکو سره له خیانت سره برابر دی چې د ترهګرۍ په ترڅ کې وژل شوي دي». د حربي ښوونځي په ډله ییزه وژنه کې د هغه یو ۱۲ کلن خپلوان هم وژل شوی و.‌

هغه وویل، ټي ټي پي ته د بخښنې په کولو سره، حکومت هغه اورپکي زړور کړل چې هېڅکله یې هم د ترهګریزو بریدونو ترسره کول نه دي درولي.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پولیسو یوه چارواکي د غوایي په میاشت کې د نوم نه ښودلو په شرط پاکستان فارورډ خبري وېب سایټ ته وویل، ټي ټي پي د تېر کال په بهیر کې په خپل ځان باور ترلاسه کړ.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د څېړنو انسټیټیوټ (پي آی پي اېس) په نامه د امنیتي څېړنو د یوه مرکز په وینا، په پاکستان کې په ۱۴۰۰ کال کې د تېر کال په پرتله په ترهګریزو بریدونو کې ۴۲٪ زیاتوالی راغلی دی.

د پاکستان د سولې د څېړنو انسټیټیوټ د ۱۴۰۰ کال په وروستیو کې وویل، چې په ۱۴۰۰ کې یواځې ټي ټي پي ۸۷ (د ۱۳۹۹ کال په پرتله ۸۴٪ زیات) بریدونه ترسره کړي چې ۱۵۸ کسان یې وژلي دي.

د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې چارواکي د غوایي په میاشت کې وویل، «په داسې یوه حالت کې، ټي ټي پي ته په بښنې کولو سره، حکومت نه یواځې دا چې دغه ترهګره ډله زړوره کړه بلکې په رسمیت یې هم وپېژندله.»

د مدني ټولنې فعالانو او د ترهګرۍ د قربانیانو کورنیو د ۱۴۰۰ کال د تلې په میاشت کې هغه وخت چې عمران له ټي ټي پي سره د خبرو اعلان وکړ، وویل، د سولې د راوستلو لپاره له ټي ټي پي سره شوې پخوانۍ هوکړې ناکامې شوې او پرځای یې دغه اورپکې ډله زړوره او پياوړې شوه.

د ټي ټي پي مشرانو له هغو هوکړو څخه سرغړونه کړې وه چې هغوی په ۱۳۸۳، ۱۳۸۴، ۱۳۸۵ او ۱۳۸۸ کې لاسلیک کړې وې.‌

پاکستان، متحده ایالاتو او ملګرو ملتونو ټي ټي پي یوه ترهګره ډله بللې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټي ټي پي ته دې خدای وس ورکړي چې د پاکستان په تر ټولو لویو ښارونو کې درنې درنې چاودنې وکړي. پاکستان د افغانستان ابدي دښمن دی او تل یې افغانان کړولي دي. افغان چې ښه ورځ نه لري یو یې خپل حماقت او بل یې په وطن کې د پاکستان مداخله ده چې په امان ترې نه شي پاتې کېدلی. د افغانستان حکومت یې درې ځلې راچپه کړی دی. زموږ جوړ نظام یې چپه او هر ځل یې د افغانستان بېخ بناوې له بېخه ایستلي او پنجاب ته یې رسولي دي. دا اوس چې په ۲۰۲۱ کې جمهوري نظام ړنګ شو د سپین بولدک، تورخم، انګور هډې او بېلا بېلو لارو نه پرېمانه درنه او سپکه وسله، زغروال موټر، نظامي موټر، د فابریکو ماشینونه او آن زموږ تجاران یې یووړل. په داسې حال کې چې افغانان د نړۍ تر ټولو کلک مسلمانان دي او په عقیده کې یې هېڅ شک او شبهه نشته خو پاکستاني ملایانو شل کاله تبلیغ وکړ چې افغانستان کې کفري نظام دی، امریکایان دي پکې خو په کومه ورځ چې جمهوري نظام ړنګ شو نو اولني کسان دوی و چې امریکایانو ته یې هډې ورکړې او سل رقمه نور خدمات یې ورته په خپله خاوره کې برابر کړل. پاکستاني ملایانو تل د افغانانو لپاره اسلامي نظام غوښتی چې د دوی په وینا اوس راغلی نو موږ هم پاکستان ته اسلامي نظام غواړي او هغه طالبان ورته راوستلی شي. خدای دې بری ورکړي.

ځواب ورکړئ

درېیم پاراګراف: ټي ټي پي په ۱۳۸۶ کې له سر راپورته کولو راهیسې د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د لسګونو له تاوتریخوالي څخه ډکو بریدونو مسؤلیت پر غاړه لري چې په زرګونو خلک په کې وژل شوي دي. له لاندې خوا دویم پاراګراف: د ټي ټي پي مشرانو له هغو هوکړو څخه سرغړونه کړې وه چې هغوی په ۱۳۸۳، ۱۳۸۴، ۱۳۸۵ او ۱۳۸۸ کې لاسلیک کړې وې.‌ نظر: په دې راپور کې عیب دی. د راپور په درېیم پاراګراف کې راغلي چې ټي ټي پي په ۱۳۸۶ کال کې سر راپورته کړی یا منځته راغلی دی. لاکن په هغه پاراګراف کې چې د لاندې طرف نه دویم پاراګراف دی، راغلي چې، د دغې ډلې له مشرانو سره په ۱۳۸۳، ۱۳۸۴، ۱۳۸۵ او ۱۳۸۸ کې د سولې توافقات شوي دي. دا خو د خندا خبره ده چې ټي ټي پي لا جوړ شوی نه و چې له مشرانو سره یې د سولې خبرې وشوې. :) انتقاد: د پاکستان پوځ او استخبارات له لسیزو راهیسې د ترهګرو ډلو په جوړولو او تمویلولو کې لاس لري. لطفا د داسې معلوماتو په خپرولو سره پاکستان ته برئت مه ورکوئ. د ترهګرۍ دغه لوی مرکز او سپانسر د شر ریښه ده. که داسې معلومات خپاره کړئ، د فساد دا ریښه نوره هم قوي کیږي. دا د شیطانۍ محور ونړوئ او د هغه په جوړونکو اجزاوو؛ پښتونستان، بلوچستان، سندودیش او پنجاب یې ووېشئ چې سیمه او نړۍ د تل لپاره له ترهګرۍ څخه نجات ومومي.

ځواب ورکړئ