امنیت

د متحده ایالاتو پوځ ژمن دی چې له افغانستان څخه له وتلو وروسته به هم په القاعده او طالبانو باندې فشار اچوي

د سلام ټایمز راپور

په عکس کې چې د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې اخیستل شوی، د داعش د اورپکو یوه ډله لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې چې د افغانستان په یوه نامعلوم ځای کې اخیستل شوی، د داعش د اورپکو یوه ډله لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د پوځ دغه قوماندان تېره اونۍ وویل،‌ د متحده ایالاتو پوځ به د القاعدې او داعش په څېر ډلو ته اجازه ورنه کړي چې په افغانستان او سوریه کې بیا ډلې جوړې کړي.

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) قوماندان جنرال فرانک مکینزي د جمعې په ورځ /د غبرګولي ۲۱مه/ میلیټري ټایمز ته وویل، د وږي تر ۲۰مې پورې له افغانستان څخه د امریکایي او ناټو ځواکونو د ټولو عسکرو په وتلو سره، د متحده ایالاتو اردو پلان لري چې له هېواد څخه بهر نه په داعش او القاعده باندې فشار زیات کړي.

هغه وویل، «که ارام پرېښودل شي... هغوی به حتما خپل ځانونه بیاجوړ او نور پیاوړي کړي.»

مکینزي وویل، «دا وخت زموږ پلان دا دی چې د عسکرو له اېستلو څخه وروسته په القاعدې او داعش باندې فشار جاري وساتو.»

د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي د غوایي په ۲مه په واشنګټن ډي سي کې خبرې کوي. [مرکزي قومانداني]

د متحده ایالاتو د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال فرانک مکینزي د غوایي په ۲مه په واشنګټن ډي سي کې خبرې کوي. [مرکزي قومانداني]

نوموړي وویل، «موږ په ډېر اطمینان سره پوهېږو چې القاعده او داعش ... دواړه غواړي چې په متحده ایالاتو باندې برید وکړي.»

مکینزي وویل،‌ «په دغو دوو ډلو باندې اچول شوی فشار د دې سبب شوی چې د تېرو څو کالونو په بهیر کې له افغانستان او سوریې دواړو څخه د هغوی د بریدونو مخه ونیسي.»

هغه وویل، د سوریې دیموکراتیک ځواکونه او افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه په دې کار کوي چې دغه فشار ته دوام ورکړي.

که چیرې، او یواځې که چیرې، دغه ډلې د متحده ایالاتو پر ضد عملي ګواښونه رامنځته کړي، او که افغان ملي دفاعي او امنیتي ځوکونه ونشي کړای چې په یواځې توګه یې چاره وکړي، د متحده ایالاتو پوځ چمتو دی چې «داخل شي او پر ضد یې لاس په کار شي».

هغه وویل، «دغه به په افغانستان کې زموږ د پوځي اقدام حد وي.»

له لیرې

مکینزي وویل، که څه هم چې د متحده ایالاتو پوځ به په افغانستان کې دننه مرکزونه ونه لري، لاکن هغه به «له لیرې څخه د افغان پوځ ملاتړ ته دوام ورکړي».

هغه وویل، «موږ به بیا هم له هغوی سره مالي مرسته وکړو. موږ به ډېره زیاته هڅه وکړو چې له لیرې څخه د افغان هوایي ځواک ملاتړ وکړو.»

هغه وویل، «د افغانانو لپاره یو ستر د قوت ټکی هغوی هوایي ځواک دی ... چې د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې ورته ښه فعال ثابت شوی دی.»

مکینزي وویل، امریکایي ځواکونه به «له لیرې مشورې» له لارې له افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي،‌ او زیاته یې کړه چې په سیمه کې په بل ځای کې د افغان سرتېرو روزنه او د بیارغونې لپاره بهر ته د افغانستان د الوتکو لېږل «تر غور لاندې» دي.

مکینزي وویل، بالاخره دا د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو کار دی چې د طالبانو د یاغیتوب او نورو ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د خپل هېواد دفاع وکړي.

هغه وویل، «اوس دا کار د هغوی پر اوږو پروت دی او هغوی پورې اړه لري چې درېږي که لوېږي، او زه فکر کوم چې هغوی فرصت لري چې جنګ وکړي.»

هغه وویل، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه به په راتلونکي وخت کې «وازمویل شي»، لاکن هغوی وړتیا لري.

مکینزي وویل، «د تېر شاوخوا یوه کال په ترڅ کې او حتی له کروناوایرس څخه مخکې، په افغانستان کې زموږ شمېر له هغه حد نه چې پخوا وو کم وو.»

هغه وویل، «په حقیقت کې ډېر جنګ پخپله افغانان او بې له دې چې موږ ورسره هلته ملګري اوسو کوي، نو په دې برخه کې به څه خاص تغیر رانشي.»

هغه زیاته کړه، «موږ به د هغوی ملاتړ ته دوام ورکړو، یواځې دومره ده چې هغسې به نه وي لکه اوس یې چې حمایه کوو.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود آستین هم تېره اونۍ د متحده ایالاتو د ولسي جرګې یوې کمېټې ته وویل چې د متحده ایالاتو وسله والو ځواکونو وار له مخه له بهر یا له لیرې څخه د افغانستان دپاسه پوځي اکتشافي ماموریتونه پیل کړي دي.‌

هغه وویل، «زموږ ډېرې جنګي الوتنې یا ماموریتونه په خلیج کې له مېشتو اډو څخه ترسره کیږي نو موږ وړتیا لرو.»

هغه زیاته کړه، «اوس موږ هڅه کوو چې ځینې وسلې او وسایل په ګاونډیو هېوادونو کې ځای پرځای کړو او په دې چاره باندې کار روان دی.»

د راتلونکي ګواښونه

مکینزي وویل، چین او روسیه په افغانستان کې خپلې هڅې زیاتوي او داسې یوه لاره ګوري ترڅو د ناټو له وتلو څخه وروسته په دغه هېواد کې د قدرت هغه خلا چې دوی فکر کوي رامنځته کیږي، ډکه کړي.

خو دغه دواړه رژیمونه افغانستان ته د خپلو جیوپولیټیکي ګټو له نظره ګوري.‌

هغه یادونه وکړه چې بیجینګ په افغانستان کې د پښې اېښودلو ځای غواړي څو په دغه هېواد کې بډایه کاني ذخیرو ته لاسرسی پیدا کړي. په ورته وخت کې،‌ کریملېن اندېښنه لري چې د شمال له لارې به منځنۍ اسیا ته ترهګري ور خپره شي.‌

مکینزي وویل،‌ «موږ چې په افغانستان کې وو،‌ له دغو دواړو څخه یوه هم له موږ سره کومه خاصه مرسته ونه کړه، او که موږ وځو، زه فکر کوم چې هغوی به هڅه وکړي چې داخل شي او هغه خلا چې هغوی یې د رامنځته کېدلو فکر کوي، ډکه کړي.»

مکینزي وویل، «خو په عمل کې ښایي چې ددې کار ترسره کول له هغه څه نه چې دوې یې فکر کوي ډیر مشکل وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هېڅکله نه

ځواب ورکړئ