تروريزم

متحده ایالاتو افغانستان ته د داعش د سخت ګواښ پر وړاندې مبارزه کې د مرستې ژمنه وکړه

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د ملي امنیت ریاست ځواکونه د کب په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې له یو لړ عملیاتو څخه وروسته اورپکي بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

د ملي امنیت ریاست ځواکونه د کب په میاشت کې په ننګرهار ولایت کې له یو لړ عملیاتو څخه وروسته اورپکي بدرګه کوي. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

کابل -- په کابل کې د واشنګټن جګپوړي ډپلوماټ د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲۸مه/ وویل، داعش اوس هم په افغانستان کې یو «قوي» ګواښ دی او متحده ایالات به د افغان حکومت د ترهګرۍ ضد هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د متحده ایالاتو شارژدافیر راس وېلسن د هېواد په بېلابېلو برخو کې د تاوتریخوالي د ډېرولو ډېره پړه پر طالبانو ور واچوله، او تور یې ولګاوه چې، له دې سره سره چې امریکایي او ناټو ځواکونه وتلو ته دوام ورکوي،‌ لاکن طالبان د سولې په خبرو کې شوې هوکړې ماتوي.

هغه په سفارت کې په یوه مرکه کې ای اېف پي ته وویل، «داعش دلته اوس هم یو قوي ځواک دی -- دا یو له ډېرو هغو دلایلو څخه دی چې موږ افغان مقاماتو ته د امنیتي او ترهګرۍ ضد مرستو ورکولو ته دوام ورکوو.»

وېلسن د هغه بمي برید پړه پر داعش ور واچوله چې د غوایي په ۱۸مه په کابل کې د سید الشهدا د نجونو ښوونځي څخه بهر وشو او له ۵۰ څخه زیات کسان، چې ډېر یې ښځنیه زده کوونکې وې، ووژل او له ۱۰۰ څخه ډېر نور یې ټپیان کړل. دغه ښوونځی په دشت برچي سیمه کې دی.‌ دا سیمه د کابل په لوېدیځه برخه کې پرته ده چې ډېر په کې شیعه هزاره ګان اوسېږي او داعش په مکرر ډول په کې ترهګري کړې ده.

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت سرپرست راس وېلسن د غوایي په ۲۸مه په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو د سفارت سرپرست راس وېلسن د غوایي په ۲۸مه په کابل کې د متحده ایالاتو سفارت کې له ای اېف پي سره د یوې مرکې په ترڅ کې خبرې کوي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

وېلسن د هغې چاودنې پړه هم پر داعش ور واچوله چې د غوایي په ۲۴مه د جمعې د لمانځه پر وخت د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې په یوه جومات کې دننه وشوه. د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز وویل، په پېښه کې د جومات د امام په ګډون ۱۲ کسان ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.

په ښوونځي باندې د برید مسؤلیت هېڅ ډلې پر غاړه نه دی اخیستی، لاکن په جومات کې د بمي برید مسؤلیت داعش واخیست.

د داعش د ظلمونو یو اوږد لست

که څه هم چې افغان ځواکونو تر ډېره په ۱۳۹۸ کې داعش په ننګرهار کې د یوه جنګي ځواک په توګه وځپلو، لاکن دغه ترهګره ډله لا هم دا وړتیا لري چې ملکي خلک ووژني.

داعش په افغانستان کې ګڼ شمېر ظلمونه ترسره کړي چې مسؤلیت یې پر غاړه اخلي، لاکن مقاماتو ډېر نور ترهګریز عملونه هم دغې ډلې پورې تړلي دي.‌

د داعش وسله والو سړیو د تېر لړم په میاشت کې په کابل پوهنتون کې لږ تر لږه ۲۲ افغانان ووژل. د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په تېره لړم میاشت کې د دشت برچي سیمه کې په کوثر دانش تعلیمي مرکز باندې برید کې لږ تر لږه ۲۴ افغانان ووژل.‌

وسله والو سړیو چې د امنیتي ځواکونو لباسونه یې اغوستي ول د ۱۳۹۹ د غوایي په ۲۳مه د کابل په یوه روغتون کې د نوپیدا ماشومانو، میندو او نرسانو په ګډون لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل. افغان حکومت د پېښې پړه پر طالبانو ور واچوله، په داسې حال کې چې د متحده ایالاتو حکومت تور پر داعش ولګاوه. هېڅ ډلې هم د پېښې مسؤلیت و نه مانه.‌

د ۱۳۹۷ د وږي په میاشت کې، د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر او یوه موټربم د دشت برچي په میوند سپورټ کلب کې له ۲۰ څخه ډېر افغانان ووژل.‌

د طالبانو له انکارونو او د داعش له مسؤلیت اخیستنې سره سره، افغان حکومت معمولا په ملکي خلکو باندې د بریدونو پړه په لومړۍ ډله باندې اچوي.

د طالبانو اکثرو انکارونو او د داعش له خوا د مسؤلیت اخیستنو د کابل شکونه زیات کړي دي. د کب په میاشت کې، د ملي امنیت ریاست د داسې یوې شبکې د نیولو اعلان وکړ چې طالبانو پورې د تړلې حقاني شبکې او داعش له غړو څخه تشکیل شوې وه.

د افغانستان د استخباراتو چارواکو او د سیاسي چارو شنونکو وویل، وروستۍ نیونې هغه شواهد پیاوړي کوي چې داعش او حقاني شبکه په ګډه په افغانستان کې ترهګریز کارونه پلان او ترسره کوي.‌

داعش په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کې په افغانستان کې هغه وخت سر راپورته کړ چې د ناټو جنګي سرتېري له دغه هېواد څخه ووتل او مسؤلیت یې داخلي امنیتي ځواکونو ته وسپاره.

وېلسن وویل، «په ښوونځي باندې بمي برید او په جومات باندې بمي برید چې څو ورځې وروسته ترسره شو بالکل داسې ښکاري چې د تش په نامه اسلامي دولت کار وو،» او زیاته یې کړه چې «د القاعدې پاتې شوني» هم لا په هېواد کې فعالیت کوي.

د نه توجیه وړ تاوتریخوالی

هغه وویل، «د دې معنی دا نه ده چې کوم چاته دې برأت ورکړل شي -- په ځانګړې توګه طالبانو ته له هغه تاوتریخوالي څخه چې هغوی مستقیما په کې ښکېل دي، یا د ترهګرۍ او تاوتریخوالي په چارو کې د هغوی د ژور، ژور او ژور ګډون له امله، برأت نشي ورکول کېدلی.»

په داسې حال کې چې امریکایي او ناټو ځواکونو د غوایي په ۱۱مه د عسکرو اېستل پیل کړل او پلان لري چې دغه بهیر د وږي تر ۲۰مې پورې بشپړ کړي، تاوتریخوالی زیات شوی دی، او طالبان او افغان حکومتي ځواکونه په مکرره توګه سره نښتې کوي.

وېلسن وویل، طالبانو په وروستیو میاشتو کې د حکومتي ځواکونو او ملکي خلکو پر ضد «سخت بریدونه وکړل او هغوی یې په بازارونو او د هېواد په بېلابېلو برخو کې په یو شمېر ښارونو او ښارګوټو کې په نښه کړل.»

هغه وویل، «دا یو واقعیت او ښکاره خبره ده.»

وېلسن وویل، په داسې حال کې چې طالبانو له کابل سره د سولې خبرې کولې، که څه هم چې هغه څو میاشتې په ټپه ولاړې دي، دا تاوتریخوالی «نه توجیه کېدونکی» وو.‌

هغه وویل، «موږ د طالبانو په چلند او د افغانانو په مقابل کې د لوړې سطحې او نه توجیه وړ تاوتریخوالي په دوام باندې سخت خفه شوو.»

نوموړي وویل، «د دې کار لپاره، ... په ځانګړې توګه که تاسو په یوه سیاسي پروسه کې ښکېل یاست، هېڅ دلیل نشته.»

موږ هېڅ چېرته نه ځو

وېلسن، چې د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې یې په کابل کې کار پیل کړی دی، وویل، واشنګټن لا هم د سولې د خبرو نتیجې ته هیله من دی.‌

هغه وویل، «اوس زموږ هڅه دا ده چې داسې یو سیاسي حل رامنځته کړو چې یو تلپاتې اوربند او د تل لپاره د جنګ پای ته رسېدلو ته لاره هواره کړي.»

د طالبانو او واشنګټن تر منځ د تېر کال له هوکړې څخه وروسته چې د امریکایي سرتېرو وتلو ته یې لاره هواره کړه، د وږي په میاشت کې په قطر کې د کابل او یاغیانو تر منځ د سولې خبرې پيل شوې.

خو تر اوسه پورې هېڅ هوکړې ته نه دي رسېدلي او داسې ښکاري چې طالبان راضي نه دي چې په ترکیه کې په یوه جلا نړۍ وال کانفرانس کې چې واشنګټن یې وړاندیز کړی دی، برخه واخلي، او کمزورې شوې خبرې اترې پيل کړي.

وېلسن وویل، که څه هم چې د متحده ایالاتو وتل دوام مومي، په افغانستان کې د واشنګټن ښکېلتیا به جاري وي.

هغه وویل، «ښکاره خبره دا ده چې دغه هېواد د راتلونکیو میاشتو او کالونو په بهیر کې له ځینو سختو ستونزو سره مخامخ دی ... خو موږ په امنیتي برخه کې د مرستو دوام ته ژمن یو.»

راس وېلسن وویل، «موږ هېڅ چېرته نه ځو. موږ همدلته یو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500