تروريزم

د داعش برید د کابل د پهلوانۍ پروګرام په ډلوژنه باندې بدل کړ

ای اېف پي

عیني شاهدان په کابل کې د پهلوانۍ په یوه کلب له یوه خونړي برید څخه، چې لږ تر لږه ۲۶ کسان یې ووژل، وروسته خبرې کوي. د پېښې مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- د پنجشنبې په ورځ /د وږي ۱۵مه/، څو ساعته وروسته له هغه، چې غبرګو چاودنو په کابل کې میوند سپورټس کلب په نښه کړ، او له ۲۰ څخه ډېر افغانان یې ووژل،هم د پهلوانۍ فرشونه په وینو ککړ، سپورټي بیکونه او د اوبو بوتلونه په فرش خواره واره پراته ول.

د چارشنبې /د وږي ۱۴ مه/ ماسپښین مهال، یو منظم کاري پروګرام هغه وخت د وینو په حمام بدل شو، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر د سپورټي کلپ په دروازه کې یو ځوان، بې وسلې ساتونکی وویشت او وواژه، او بیا یې خپل ځان د لسګونو پهلوانانو، چې یو شمېر یې تر ۱۰ کلنو پورې کشران ول، ساحې ته ورساوه.

یو ساعت وروسته، یو موټر چې چاودېدونکي توکي په کې ځای پرځای شوي ول له کلب څخه بهر چاودنه وکړه، او په ظاهره یې د پېښې په وړاندې لومړني غبرګون ښودونکي، خبریالان او د عاجلو خدمتونو کارکوونکي، چې په صحنه کې راټول شوي ول، په نښه کړل.

په وژل شویو کې، د افغانستان د تر ټولو لوی خصوصي تلوېزیون، طلوع نیوز، دوه ژورنالستان شامل ول. د رسنیو څلور کارکوونکي ټپیان شول.

پهلوانان د وږي په ۱۵مه په کابل کې د هغې ورځې په سبا په میوند کلب کې راټول شوي چې یوه ځانمرګي برید یو د روزنې پروګرام په کې په نښه کړ. چارواکو وویل، چې د دوه افغان ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان هغه وخت ووژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول چې دوه غبرګو چاودنو د وږي په ۱۴مه په کابل کې د پهلوانۍ په کلب باندې برید وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

پهلوانان د وږي په ۱۵مه په کابل کې د هغې ورځې په سبا په میوند کلب کې راټول شوي چې یوه ځانمرګي برید یو د روزنې پروګرام په کې په نښه کړ. چارواکو وویل، چې د دوه افغان ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ کسان هغه وخت ووژل شول او ۹۱ نور ټپیان شول چې دوه غبرګو چاودنو د وږي په ۱۴مه په کابل کې د پهلوانۍ په کلب باندې برید وکړ. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

د افغانستان د اولمپیک کمېټې کارمندان د ۱۳۹۰ د زمري په ۶ مه په کابل کې د پهلوانۍ په یوه سیالۍ کې 'د لندن ۱۳۹۱ ته یو کال وروسته ځو' لمانځي. [برتانیا په افغانستان کې/فلېکر]

د افغانستان د اولمپیک کمېټې کارمندان د ۱۳۹۰ د زمري په ۶ مه په کابل کې د پهلوانۍ په یوه سیالۍ کې 'د لندن ۱۳۹۱ ته یو کال وروسته ځو' لمانځي. [برتانیا په افغانستان کې/فلېکر]

۱۴ کلن پهلوان سید روح الله په استقلال روغتون کې، چې له غبرګو چاودنو څخه وروسته په لسګونو تلف شوي کسان ور وړل شوي ول، له خپل چپرکټ څخه ای اېف پي ته وویل، «هرې خوا ته مړي او ټپیان پراته ول،»

هغه وویل، «هر څوک په شیشو او پرخچو باندې پوښل شوی وو، او خپلو عزیزانو ته یې چیغې وهلې. له چاودنې څخه وروسته، ما خپلې پښې نشوې احساس کولی.»

ډاکترانو وویل، اکثر کسان د سختو سوزېدنو او پرخچو په وسیله مړه شول.

۲۰ کلن علي سینا وویل، پهلوانان د روزنیز پروګرام نیمایي ته رسېدلي ول چې بهر یې د ټوپک د ډزو اوازونه واورېدل. هغه ځانمرګي بمي بریدګر نه وو لیدلی چې کوټې ته ورننوت، خو هغه «ور الوتې پرخچه» یې چې د هغه خېټه یې سورۍ کړې وه، احساس کړې وه.

داعش مسؤلیت واخیست

داعش د دغې ډلوژنې، چې د افغانستان د روغتیا او د کورنیو چارو د وزارتونو په وینا لږ تر لږه ۲۶ کسان یې ووژل او ۹۱ نور یې ټپیان کړل، مسؤلیت پر غاړه واخیست.‌

د میوند سپورټس کلب مدیر، پهلوان شېر، وویل، چې د مړو اصلي شمېر کېدی شي زیات وي.‌

هغه وویل، د برید پر وخت په تالار کې، چې په داسې سیمه کې واقع دی چې شیعه ګان په کې ډېر اوسېږي، تر ۱۵۰ پورې کسان موجود ول.

«ځینې خلکو خپل شهیدان خپلو کورونو ته وېوړل. زه اوس هم د ډېرو ورکو شویو شاګردانو او کوچانو لټون کوم.»

داعش، چې په عراق او سوریه کې په نظامي ډګر کې مات شوی او د افغانستان سختو سیمو ته انتقال شوی دی، اوس په منظمه توګه د داسې ځایونو په شمول چې ماشومان ورته تګ راتګ کوي، په «نرمو» هدفونو باندې بریدونه ترسره کوي.

داعش په وروستیو کلونو کې د شیعه مذهبي اقلیت ګروپ پر ضد،‌ چې دغه ترهګره ډله یې مرتدان بولي، تاوتریخوالی زیات کړی دی.

په تېر کال کې، د کابل او نورو لویو ښارونو په ګډون، د افغانستان شیعه وګړي د داعش له خوا سخت وځپل شول.‌ وروستی لوی برید، چې په کابل کې په شیعه اقلیت باندې وشو، د زمري ۲۴مه وو چې د داعش یوه بمي بریدګر خپل ځان په یوه تعلیمي مرکز کې وچاوه،‌ او په لسګونو زده کوونکي یې ووژل.

د پنجشنبې په سهار، ویر کوونکيو خپلوانو، دوستانو او همکارانو د کابل په خواوشا کې د سختې ځمکې په هدیرو کې د خپلو عزیزانو د خښولو سخت بهیر پیل کړ.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښکلی دی.‌

ځواب ورکړئ