امنیت

داعش په کابل کې د یکشنبې د ورځې د ځانمرګي بمي برید د ترسره کولو مسؤلیت پر غاړه واخیست

ای اېف پي او سلام ټایمز

افغان امنیتي منسوبین د وږي په ۱۸مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. [ای اېف پي]‌

افغان امنیتي منسوبین د وږي په ۱۸مه په کابل کې د یوه ځانمرګي بمي برید ساحه ګوري. [ای اېف پي]‌

کابل -- داعش د هغه ځانمرګي بمي برید مسؤلیت پر غاړه واخیست چې د یکشنبې په ورځ /د وږي ۱۸مه/ یې په کابل کې لږ تر لږه اوه افغانان ووژل.

چارواکو وویل، چې یوه ځانمرګي بمي بریدګر، چې په موټرسایکل سپور وو، خپل ځان د ځوانو وسله والو سړیو له یوه کاروان سره، چې د شوروي او طالبانو پر ضد د مقاومت د یوه مشر احمد شاه مسعود د مړینې د تلین د لمانځنې لپاره راوتلي ول، نژدې وچاوه.

مسعود په ۱۳۸۰ کال کې د القاعدې د ځانمرګو بمي بریدګرو له خوا په تخار ولایت کې ووژل شو. هغه د شوروي د ۱۳۶۰مو کلونو د اشغال پر ضد او د طالبانو د ۱۳۷۶ - ۱۳۸۰ د رژیم پر ضد د مقاومت مشري کوله.

په نیویارک او واشنګټن کې د وږي د ۲۰ مې بریدونه د مسعود له مړینې څخه دوه ورځې وروسته پېښ شول.

د ځانمرګي برید زور کړکۍ ماتې کړې او نژدې ودانۍ یې وښورولې.

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، چې د راپورونو په اساس، په چاودنه کې لږ تر لږه اوه کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټپیان شول. ټول تلفات ملکي کسانو ته ور واوښتل.

یو بل کس، چې د بمي برید اراده یې لرله، له پښو وغورځول شو

افغان سرتېرو د یکشنبې په ورځ وویل، چې هغوی یو بل سړی، چې هڅه یې کوله چې ځان د کابل په یوه بله برخه کې د مسعود له ملاتړو سره نژدې وچوي، وویشت.

دغه تاوتریخوالی هغه وخت پېښ شو چې د وسله په لاس سړیو کاروانونو د مسعود د مړینې د ۱۷م تلین په یاد په کابل کې وحشت او وېره خپاره کړل.

په لسګونو موټرونه او پېک آپونه، چې په درنو وسلو سمبال سړي په کې ناست ول او د مقاومت د وخت بیرغونه یې رپول، په ښار کې اخوا دې خوا تلل، په لوړ اواز یې هارنونه وهل او هوایي ډزې یې کولې.

د روغتیا د وزارت ویاند وحید مجروح وویل، چې د مرمیو د لګېدلو له امله لږ تر لږه ۱۳ کسان ټپیان شوي او روغتون ته وړل شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت د تاوتریخوالي جوړوونکیو پر ضد د عملیاتو په ترڅ کې، پولیسو ۱۱۰ مشکوک کسان او ۲۰ عرادې ونیولې.

د داعش له خوا د یکشنبې د ورځې برید څو ورځې وروسته له هغه کیږي چې غبرګو چاودنو د چارشنبې په ورځ /د وږي ۱۴مه/ په یوه سیمه کې، چې د شیعه ګانو شمېرپه کې ډېر دی، د پهلوانۍ یو کلب وواهه، او د دوه ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۶ افغانان یې ووژل او ۹۱ نور یې ټپیان کړل.

د هغه بمي برید مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی وو.

داعش، چې په عراق او سوریه کې په نظامي ډګر کې مات شوی او د افغانستان سختو سیمو ته انتقال شوی دی، اوس اکثر د داسې ځایونو په شمول چې ماشومان ډېر ورځي، په «نرمو» هدفونو باندې بریدونه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ستاسو خبرونه د ستاینې وړ دي ځکه ښه معلومات په کې راټولوئ خو په دې جمله کې چې تاسو لیکلي (هغه د شوروي د ۱۳۶۰مو کلونو د اشغال پر ضد او د طالبانو د ۱۳۷۶ - ۱۳۸۰ د رژیم پر ضد د مقاومت مشري کوله.) دا خبره غلطه ده چې مسعود د شوروي د اشغال په وخت کې د مقاومت مشري کوله، اصلا مسعود هغه وخت د ۷ تنظیمونو له جملې څخه د یوه تنظیم (جمعیت چې برهان الدین رباني یې مشر و) یوازې د پنجشیر ولسوالۍ یو قوماندان وو، او په افغانستان کې د ده په څېر په لسګونو او سلګونو قوماندانان موجود وو. حقیقت دا دی چې مسعود هغه وخت هم د شورویانو پر ضد جنګ نه کاوه بلکې له شورویانو سره یې پټ پروتوکولونه کړي وو چې وسلې او پیسې یې ترې ترلاسه کولې او بیا یې د نورو مجاهدینو پر ضد کارولې. احمدشاه مسعود د خپلې مبارزې له پیل نه غوښتي چې د ایران، روسانو او فرانسویانو په ملاتړ په افغانستان کې د پښتنو پر ضد د تاجکانو یو جریان رهبري کړي خو خپل دغه کار ته یې په یو ډول مذهبي رنګ ورکاوه، ځکه په یوه ویډیو کې پښتنو ته نېغ په نېغه سپک الفاظ استعمالوي. د ګیدړې په څېر چالک و چې هم یې امریکایان غولول هم روسان، ایرانیان او هم فرانسویان او نور او له ټولو نه یې پیسې ترلاسه کولې او خپله جبهه یې پرې قوي کوله. مسعود او ګلبدین حکمتیار چې په پیل کې دواړه د پاکستان استخباراتو د افغانستان د حکومت پر ضد تربیه کړي وو تر پایه له پاکستان سره هم اړیکې پاللې او حتی په هغه وخت کې چې د مسعود مخالفو طالبانو په افغانستان کې د پاکستان ګټې ساتلې د مسعود ډلې په پاکستان کې د خاوره په نامه یوه اونیزه چلوله او اړیکې یې ورسره پاللې.

ځواب ورکړئ