دوه چاودنو د کابل یو سپورتي کلپ په نښه کړه

ای اېف پي

کابل -- چارواکو وویل، چې د کابل د پهلوانۍ په یوه کلب د چارشنبې د ورځې /د وږي ۱۴مې/ په یوه برید پسې وروسته یوه دویمه چاودنه هغه وخت وشوه چې ژغورونکي هلته نژدې ځای کې ټول شول.‌

پدی چاودنې کی چې د کابل کې په یوه شیعه مېشته سیمه کې وشوه، لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوی

د ټولنیزو رسنیو کاروونکیو، چې ادعا کوي چې د برید د صحنې شاهدان ول، وویل، چې بمي بریدګر لومړی د کلب ساتونکي ووژل بیا یې ځان داخل ته ورساوه.

محمد حنیف په فیسبوک ویلي، هغه «دننه په هغه ځای کې، چې ګڼ شمېر ورزشکاران په کې راټول ول، چاودنه وکړه. ډېر زیات کسان مړه او ټپیان شول».‌

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي وویل، «د لومړنیو معلوماتو په اساس، دغه چاودنه د ځانمرګي بمي بریدګر له خوا شوې ده،»

وروسته، ستانکزي له صحنې څخه بهر دویمه چاودنه،‌ چې له لومړۍ هغې څخه یو ساعت وروسته وشوه، تایید کړه.‌

ستانکزي وویل، «هلته امنیتي ځواکونه، خلک او [په نژدې ځای کې] خبریالان ول.

سمدلاسه هېڅ ډلې د پېښې مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500