رسنۍ

پاکستاني ژورنالستانو له هغه غبرګون سره غږ یو کړ چې د افغاني رسنیو پر ضد د داعش برید غندي

د جاوېد خان راپور

ویرکوونکي د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۰مه/ په کابل کې د فرانس پرېس اژانس د مشر عکاس، شاه مري، د جنازې مراسمو ته راټول شوي دي. نوموړی د داعش د ځانمرګي بمي برید د پوښښ پر مهال ووژل شو. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

ویرکوونکي د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۰مه/ په کابل کې د فرانس پرېس اژانس د مشر عکاس، شاه مري، د جنازې مراسمو ته راټول شوي دي. نوموړی د داعش د ځانمرګي بمي برید د پوښښ پر مهال ووژل شو. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

پېښور - په پاکستان کې ژورنالستانو له نړیوالې ټولنې سره یو ځای هغه غبرګ بمي بریدونه وغندل چې د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۰ مه/ یې د ۹ ژورنالستانو په شمول لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل.

لومړي ځانمرګي بمي بریدګر خپل ځان ته په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت د ریاست له مرکز سره نژدې چاودنه ورکړه. دویم ۲۰ دقیقې وروسته هغه وخت د خبریالانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه چې هغوی صحنې ته ورسېدل.

په وژل شویو کې د ای اېف پي، ازادۍ راډېو او د افغانستان د طلوع نیوز او ۱ تلوېزیونونو خبریالان شامل ول.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې دا پېښه په ۱۳۸۰ کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدلو راهیسې د افغان رسنیو لپاره تر ټولو مرګونې منفرده حمله وبلله.

داعش د غوایي په ۱۰ مه دویم ځانمرګی برید داسې وخت ته برابر کړی وو چې ژورنالستان او هغه لومړی غبرګون ښودونکي ووهي چې د برید صحنې ته ور رسېدلي ول. لومړۍ چاودنې اکثر ملکي افغانان ووژل. [فیسبوک]

داعش د غوایي په ۱۰ مه دویم ځانمرګی برید داسې وخت ته برابر کړی وو چې ژورنالستان او هغه لومړی غبرګون ښودونکي ووهي چې د برید صحنې ته ور رسېدلي ول. لومړۍ چاودنې اکثر ملکي افغانان ووژل. [فیسبوک]

لږ تر لږه ۹ افغان ژورنالستان د غوایي په ۱۰مه هغه وخت ووژل شول او ۶ نور سخت ټپیان شول چې په کابل کې یې د یوه ځانمرګي بمي برید پوښښ کاوه. د برید مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست. [بې سرحده خبریالان]

لږ تر لږه ۹ افغان ژورنالستان د غوایي په ۱۰مه هغه وخت ووژل شول او ۶ نور سخت ټپیان شول چې په کابل کې یې د یوه ځانمرګي بمي برید پوښښ کاوه. د برید مسؤلیت داعش پرغاړه واخیست. [بې سرحده خبریالان]

ژورنالستانو د غوایي په ۱۱مه د اسلام اباد په مطبوعاتي کلب کې د کلب بیرغ نیم ځوړند حالت ته راښکته کړی چې د هغو ژورنالستانو ماتم وکړي چې د غوایي په ۱۰ مه د کابل په ځانمرګې بمي چاودنه کې ووژل شول. [د مبارک زېب د فیسبوک پاڼه]

ژورنالستانو د غوایي په ۱۱مه د اسلام اباد په مطبوعاتي کلب کې د کلب بیرغ نیم ځوړند حالت ته راښکته کړی چې د هغو ژورنالستانو ماتم وکړي چې د غوایي په ۱۰ مه د کابل په ځانمرګې بمي چاودنه کې ووژل شول. [د مبارک زېب د فیسبوک پاڼه]

په ورته وخت کې، په یوه جلا پېښه کې د دوشنبې په ورځ، د بي بي سي پښتو خبریال احمد شاه په خوست ولایت کې د نامعلومو وسله والو له خوا، چې په موټرسایکل سپاره ول، وویشتل او ووژل شو، او په دې توګه یې په یوه ورځ کې د وژل شویو ژورنالستانو شمېر ۱۰ ته ورساوه.

د کابل وحشت، چې داعش یې مسؤلیت پر غاړه اخیستی، د ملګرو ملتونو او د نړیوالې ټولنې د نورو غړو له خوا وغندل شو.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس وویل، هغه د هغو ځانمرګو بریدونو له امله چې چې ۴۹ تنه نور یې ټپیان کړل "سخت ټکان خوړلی دی". هغه وویل، "په قصدي توګه د ژورنالستانو په نښه کول... یو ځل بیا هغه خطرونه روښانوي چې د رسنیو مسلکیان د خپل مهم کار په ترسره کولو کې ورسره مخامخ دي،"

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم دغه "بې مفهومه او وحشیانه برید" غندلی دی.

یوه 'ویرجنه او تیاره ورځ'

له پولې پورې په پاکستان کې ژورنالستانو دغه ټولوژنه، چې د بشري حقونو د څار ادارې یو "جنګي جرم" بللی دی، وغندله.

په پېښور کې یوې ځوانې ژورنالستې آمنه خان پاکستان فارورډ ته وویل، "هغه د افغانستان لپاره یوه ویرجنه او تیاره ورځ وه،"

آمنه خان وویل، "مونږ عین درد تر دې مخکې لیدلی دی،‌ نو مونږ دغه درد احساسوو،"

په اسلام اباد کې مېشت یوه ژورنالست او د جیو تلوېزیون خبریال حامد میر ټویټ کړه، "په افغانستان کې د ژورنالستانو لپاره ډېره ویرجنه ورځ. الله (ج) دې د رسنیو د ټولو شهیدانو ارواوې ارامې کړي. الله (ج) دې ټولې سیمې ته سوله راولي،"

د پاکستان د ژورنالستانو د فدرالي اتحادیې په شمول په پاکستان کې د مسلکي ژورنالیزم موسسو له دغه اواز سره خپل غږ یوځای کړ، او په سیمه کې یې د ټولو ژورنالستانو لپاره د امنیت د زیاتېدلو غوښتنه وکړه.

د راولپنډۍ - اسلام اباد د ژورنالستانو اتحادیې د دوشنبې په ورځ په یو لړ مراسمو کې په افغانستان کې وژل شویو ژورنالستانو ته دعاګانې وکړې.

په پاکستان کې د ژورنالستانو د خوندیتوب او حقونو لپاره د کار کوونکې موسسې، فریډم نېټورک، اجرائیه رییس اقبال خټک وویل، "فریډم نېټورک د دومره ډېرو افغان ژورنالستانو په وژنه ټکان خوړلی دی... او د ازادو افغاني رسنیو په غم او درد کې ځان شریک بولي،"

هغه پاکستان فارورډ ته وویل، دغه غبرګ ځانمرګي بمي بریدونه هر چاته دا وریادوي چې نه یوازې په افغانستان بلکې همدارنګه په پاکستان کې د ژورنالیزم په برخه کې کار کول څومره خطرناک دي.

د امنیت زیاتولو ته ضرورت دی

د پېښور د مطبوعاتي کلب یوه پخواني عمومي منشي، یوسف علي، پاکستان فارورډ ته وویل، "مونږ، پاکستاني ژورنالستان، په افغانستان کې د ژورنالستانو په ټولوژنه باندې په مساوي ډول ټکان خوړلی او اندېښمن یو،"

علي وویل، "د ژورنالستانو لپاره باید لا ډېر خوندیتوب او مسلکي روزنه برابر کړای شي. د رسنیو د موسسو خاوندان باید د رسنیو هغو کارکوونکیو ته، چې په پاکستان او افغانستان او هغو ځایونو کې چې ژورنالیزم یو اسان کار نه دی، کار کوي بیمه ورکړي،»

په اسلام اباد کې د یوه تلوېزیون ژورنالست او د امنیتي چارو خبریال اسلام الدین ساجد پاکستان فارورډ ته وویل، "مونږ په کابل کې په ژورنالستانو باندې دا وحشیانه او ظالمانه ترهګریز برید په سختو ټکو غندو،"

ساجد وویل، "مونږ په افغانستان او پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد د جګړې په ترڅ کې یو شمېر همکاران له لاسه ورکړل، او اوس هم په دغو دواړو هېوادونو کې د ژورنالستانو لپاره امنیت نشته،"

ساجد وویل، "محلي او نړیوالې رسنۍ باید د منظمو ژورنالستانو او خبریالانو او د برید یا ګواښ په صورت کې د هغوی کورنیو ته ډېر څه وکړي،"

اظهارالله چې په پېښور کې له یوې نړیوالې رسنۍ سره کار کوي، پاکستان فارورډ ته وویل، "دولتونه باید په خپلو سیمو کې د ژونالستانو خوندیتوب او امنیت یقیني کړي، او هغه کسان چې د ژورنالستانو پر ضد ګواښونو او د هغوی په وژنو کې لاس لري باید ښکاره کړای شي او سزا ورکړل شي،"

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د افغانستان د ټولو شهیدانو او په ځانګړې توګه د افغان امنیتي ځواکونو او ملي اردو د شهیدانو له امله، چې خپل ژوند یې د دې هېواد په دفاع کې قربان کړ، تسلیت وایم. هېڅ نهاد یا موسسه، هغه وخت چې له سلګونو نه ډېر ځوانان خپل ژوند د جګړې په ډګرونو کې له لاسه ورکړي، تسلیت نه وایي، خو بیا هم،‌ ټول هغه هېوادونه، چې ترهګري تمویلوي، د ۱۰ ژورنالستانو په شهادت، چې په ځانمرګو بریدونو کې ووژل شول، زړه خوږی څرګندوي.

ځواب ورکړئ