امنیت

افغان ځواکونو د داعش له خوا د متحده ایالاتو د جګپوړي استازي د وژلو پلان شنډ کړ

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې چې په ۱۳۹۷ کې اخیستل شوی، د داعش یو نښه ویشتونکی ننګرهار ته نږدې لیدل کیږي. [آرشیف]

په عکس کې چې په ۱۳۹۷ کې اخیستل شوی، د داعش یو نښه ویشتونکی ننګرهار ته نږدې لیدل کیږي. [آرشیف]

کابل -- چارواکو د سې شنبې په ورځ‌ /د مرغومي ۲۳مه/ وویل، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د داعش یو پلان چې غوښتل یې په کابل کې د متحده ایالاتو جګپوړی استازی ووژني، شنډ کړ.‌

د ملي امنیت ریاست وویل،‌ استخباراتي افسرانو په ننګرهار ولایت کې د داعش یوه څلور کسیزه حلقه چې پلان یې درلود د متحده ایالاتو د چارو مسؤل راس وېلسن او یو شمېر افغان چارواکي ووژني،‌ شنډ کړ.

وېلسن په وروستیو میاشتو کې د افغان ژورنالستانو، فعالانو او سیاستوالو د وژنو لړۍ په کلکه غندلې ده.‌

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې وویل، «د یادې حلقې اصلي قاتل او د چارو اسانوونکي عبدالواحد پلان درلود چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر او ځینې جګپوړي افغان چارواکي ووژني. د هغوی په نیول کېدلو سره د هغوی پلان شنډ‌ کړای شو.»

له دې سره سره چې طالبان او افغان حکومت د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې په خبرو بوخت دي، په وروستیو میاشتو کې افغانستان مرګوني تاوتریخوالي ځپلی دی.‌د مخکښو افغانانو د هدفي وژنو وروستۍ لړۍ په ځانګړې توګه په کابل کې وېره خپره کړې ده.‌

د شنبې په ورځ /د مرغومي ۲۰مه/ د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز اعلان وکړ چې په یوه وروستۍ وژنه کې لاس لرونکي درې مشکوک کسان یې نیولي دي.

تېره اونۍ د متحده ایالاتو پوځ د دغو هدفي وژنو چې تر ډېره یې مسؤلیت پر غاړه نه اخیستل کیږي پړه پر طالبانو ور واچوله، دا په داسې حال کې ده چې د یو شمېر بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه اخیستی دی.

د کالونو په اوږدو کې، داعش په ننګرهار کې چې په افغانستان کې د دغې ترهګرې ډلې له مرکز څځه دی، د ګڼو قاتلانه بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخیستی دی.‌

د افغان ملي‌ دفاعي او امنیتي‌ ځواکونو له خوا له یو شمېر ماتو څخه وروسته، د داعش د خراسان څانګې د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې یوه اعلامیه خپره کړه او په خپل شکست یې اعتراف وکړ.

ملګرو ملتونو د غوایي ‌په میاشت کې وویل، د یادې ډلې پر ضد روانو عملیاتو د ډلې پاتې غړي محاصره کړل او د ګروپ عایداتي سرچینې یې وچې کړې.

اوس ژوند د عادي کېدلو په لور ور ګرځي،او بې ځایه شوي اوسېدونکي دغه ولایت ته بېرته ورستنېږي ترڅو خپل کورونه بیا ورغوي.‌

تاوتریخوالی لا روان دی

د سې شنبې په ورځ په یوه جلا پېښه کې، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې درې ښځینه عسکرې په مرګ وویشتل شوې.

په مزارشریف کې د افغان ملي اردو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي وویل، دوو وسله والو سړیو په یوه موټر باندې چې عسکر یې کار ته بوول ډزې وکړې.‌

هغه وویل، دوه عسکرې ځای پرځای ووژل شوې او بله یې وروسته په روغتون کې مړه شوه. یو نارینه موټروان او یو بل کارکوونکی ټپیان شول.‌

تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دغه برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

داعش له طالبانو سره کېدونکې سولې ته منتظر دی، او وروسته له هغه چې طالبان له افغان حکومت سره سوله وکړي،‌ داعش به خپل قوت وښيي.‌ افغان حکومت باید په بشپړ ډول چمتو وي، که نه، داعش به په راتلونکي کې د افغان حکومت لپاره په یوه بل سردرد باندې بدل شي. له طالبانو سره سوله ممکنه ده، خو له داعش سره هېڅکله هم امکان نه لري، ځکه چې د هغوی په ایډیالوژۍ کې سوله نشته.‌ هغوی د دې لپاره رامنځته شوي چې خلک ووژني.

ځواب ورکړئ

په افغانستان کې مرګونی تاوتریخوالی د ځینو هېوادونو له امله روان دی. تاسو له مونږ نه ښه پوهېږئ چې هغوی ته څوک مالي‌ ملاتړ او پیسې برابروي او ولې؟‌ لومړی دغه ملاتړ ودروئ هرڅه به سم شي.‌

ځواب ورکړئ