عمان -- یوې اردنۍ محکمې د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۲۴مه/ ۱۱ کسانو ته چې له داعش سره د یوځای کېدلو او د اردن په پاچایۍ کې په کلیساګانو او امنیتي منسوبینو باندې د بریدونو ترسره کولو تورونه پرې لګېدلی وو درنې سزاګانې واورولې.
درې تورن کسان یې چې په ۱۳۹۸ کې افغانستان ته تللي وو ترڅو له داعش سره یوځای شي او د امریکایي ځواکونو او طالبانو پر ضد وجنګیږي، په غیاب کې محاکمه کړل.
په افغانستان کې مېشت درې کسان له ۸ نورو سره چې پلان یې درلود د داعش تر بیرغ لاندې په اردن کې بریدونه ترسره کړي ارتباط درلود، او له بریدونو څخه مخکې ونیول شول.
د تورونو په یوه پاڼه کې د راغلیو معلوماتو په اساس، په اردن کې په هغو هدفونو کې چې په پام کې وه بریدونه پرې ترسره شي د پاچایۍ په مفرق او زرقاء ولایتونو کې امنیتي ځواکونه او کلیساګانې شامل ول.
![افغان امنیتي چارواکي د ۱۳۹۹ د زمري په ۱۴مه له یوه کور سره نږدې نیول شوې وسلې ګوري. له دغه کور څخه د داعش وسله والو سړیو د هاوان ډزې کولې په داسې حال کې چې یوه بل ګروپ په جلال اباد کې په یوه زندان باندې برید ترسره کړ. په محبس باندې د زمري د ۱۳مې په برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]](/cnmi_st/images/2021/01/14/27945-Afghan-ISIS-weapons-585_329.jpg)
افغان امنیتي چارواکي د ۱۳۹۹ د زمري په ۱۴مه له یوه کور سره نږدې نیول شوې وسلې ګوري. له دغه کور څخه د داعش وسله والو سړیو د هاوان ډزې کولې په داسې حال کې چې یوه بل ګروپ په جلال اباد کې په یوه زندان باندې برید ترسره کړ. په محبس باندې د زمري د ۱۳مې په برید کې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]
زرقا د اردني اورپکي ابومصعب الزرقاوي سیمه ده چې په ۱۳۸۳ کې له القاعدې سره ملګری شو او له اسامه بن لادن سره یې بیعت وکړ. وروسته په عراق کې د داعش د سلف، د القاعدې لومړنی امیر غوره کړای شو.
الزرقاوي په ۱۳۸۵ کې د متحده ایالاتو په یوه هوایي برید کې ووژل شو.
د چارشنبې په ورځ د اردن په دولتي امنیتي محکمه کې حاضر ۸ تورن کسان له ۵ څخه تر ۱۵ کالونو پورې حبس باندې محکوم شول، خو هغو کسانو ته چې په افغانستان کې دي د ۹ کالونو سزا اعلان شوه.
په یادو اتو کسانو باندې «د ترهګریزو کارونو د ترسره کولو د پلان جوړولو او له وسله والو ډلو او ترهګرو سازمانونو سره د یوځای کېدلو د هڅو» په ګډون تورونه لګول شوي دي.
په ټولو تورنو کسانو باندې د داعش د ملاتړ کولو شکونه کیږي.
د تورونو د پاڼې د معلوماتو په اساس، د اردن د استخباراتو ادارې د اورپکو پلانونه کشف او هغوی یې په ۱۳۹۸ کې ونیول.
د دولتي امنیتي محکمې د پرېکړو پر وړاندې د استیناف غوښتنې حق نشته.
افراطي پلانونه او بریدونه
په اردن کې، چې په سوریه او عراق کې د داعش پر ضد د نړۍ وال ایتلاف یو غړی دی، افراطیانو یو شمېر مرګوني بریدونه ترسره کړي دي. په دې لړ کې یو برید د ۱۳۹۵ د لیندۍ په میاشت کې ترسره شو چې ۱۰ کسان په کې چې ډېر یې امنیتي منسوبین وو، مړه شول.
د سې شنبې په ورځ، دولتي امنیتي محکمې په یوه سړي باندې چې په ۱۳۹۸ کې یې ۸ کسان چې څلور یې خارجي سیلانان وو او د پاچایۍ په یوه لرغونې ساحه کې یې په چاقو وهلي وو د اعدام حکم وکړ.
قربانیان، چې یو سویسی او درې مکسیکویي سیلانیان په کې شامل ول، ټول د ۱۳۹۸ په لړم میاشت کې د چاقو له برید څخه چې د لرغوني رومي ښار جرش په خرابو کې ترسره شوی وو، ژوندي ووتل.
مصطفی ابو رویص چې ۲۴ کاله عمر لري له بریدونو څخه وروسته سمدلاسه د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې د ترهګرۍ د جرم په تور ونیول شو. محکمې وویل، هغه ته «په سیلانیانو باندې د چاقو په وسیله د ترهګریز برید د ترسره کولو له امله د اعدام سزا» واورول شوه.
د تورونو په پاڼه کې په ابو رویص باندې تور لګېدلی چې د داعش «ایډیالوژي یې تعقیبوله، په سوریه کې د یاد سازمان له یوه غړي سره په تماس کې وو» او هغه ورته د برید ترسره کولو لپاره زرغون څراغ ورکړی وو.
په ورته وخت کې، د افغانستان د ملي امنیت ریاست د سې شنبې په ورځ وویل چې هغه په کابل کې د متحده ایالاتو د جګپوړي استازي د وژلو لپاره د داعش پلان شنډ کړی دی.
د ملي امنیت ریاست وویل، استخباراتي افسرانو په ننګرهار ولایت کې د داعش یوه څلور کسیزه شبکه چې پلان یې درلود د متحده ایالاتو د چارو مسؤل راس وېلسن او یو شمېر افغان چارواکي ووژني، شنډ کړ.