تروريزم

کابل د طالبانو او داعش له پرله پسې بریدونو څخه وروسته 'سخت پرېشان' دی

سلام ټایمز

وسله والو سړیو د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۹ مه/ سهار د وخته په کابل کې په یوه نظامي کمپاونډ برید وکړ، ۱۱ عسکر یې ووژل او ۱۶ نور یې ټپیان کړل. [راتب نوري/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

کابل -- وسله والو سړیو د دوشنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۹ مه/ سهار د وخته په کابل کې په یوه نظامي کمپاونډ باندې برید وکړ. دا په وروستیو ورځو کې د افغانستان په پلازمېنه کې یو له دوه لویو بریدونو څخه وو.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وویل، چې په دې برید کې، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې، ۱۱ تنه عسکر ووژل شول.

هغه ای اېف پي ته وویل، «دوه بمي بریدګرو خپل ځانونه وچول،‌ او دوه زمونږ عسکرو ووژل. یو ژوندی ونیول شو.»

د امبولانس په وسیله شوی مرګونی برید

د کورنیو چارو د وزیر ویس برمک په وینا،‌ د دوشنبې ورځې برید وروسته له هغه وشو، چې یوه بم چې په یوه امبولانس کې پټ کړای شوی وه، د شنبې په ورځ /د جنورۍ ۲۷ مه/ په کابل کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان ووژل.

یوه افغان سړي، وروسته له هغه چې د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې په یوه امبولانس کې یو لوی بم وچاودېد، یو ټپي شوی ماشوم پورته کړی دی. د چاودنې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

یوه افغان سړي، وروسته له هغه چې د جنورۍ په ۲۷ مه په کابل کې په یوه امبولانس کې یو لوی بم وچاودېد، یو ټپي شوی ماشوم پورته کړی دی. د چاودنې مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]‌

افغان روغتیایي کارمندان د جنورۍ په ۲۷ مه، وروسته له هغه، چې یو امبولانس چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي وو، د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې وچول شو، په کابل کې په جمهوریت روغتون کې د یوه ټپي درملنه کوي.‌ چارواکو وویل، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان روغتیایي کارمندان د جنورۍ په ۲۷ مه، وروسته له هغه، چې یو امبولانس چې چاودېدونکي مواد په کې ځای پرځای شوي وو، د ګڼې ګوڼې په یوه سیمه کې وچول شو، په کابل کې په جمهوریت روغتون کې د یوه ټپي درملنه کوي.‌ چارواکو وویل، چې په دې پېښه کې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان ووژل شول. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د جنورۍ په ۲۹ مه په کابل کې د مارشال فهیم نظامي اکاډمۍ سره نژدې د یوه برید له ساحې سره نژدې په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د جنورۍ په ۲۹ مه په کابل کې د مارشال فهیم نظامي اکاډمۍ سره نژدې د یوه برید له ساحې سره نژدې په پیره ولاړ دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

حکومت د پېښې پړه طالبانو پورې تړلې حقاني شبکه باندې ور واچوله.

د افغانستان د ملي امنیت رییس معصوم ستانکزي دغه برید د جنګ په میدان کې د طالبانو د ماتې عکس العمل وباله.‌

هغه خبریالانو ته وویل، «دا په امنیت کې د کمزورۍ په معنی نه دی.‌ مونږ ډېر بریدونه شنډ کړي، خو د ځینو کنټرول سخت دی.»

'مونږ ډېر زیات پرېشان یو'

د کابل مرکزي برخه، په داسې حال کې چې افغانستان یکشنبه /د جنورۍ ۲۸ مه/ د ملي ماتم د ورځې په توګه لمانځله، په غیرمعمول ډول چوپ وه، چې لږ موټرونه او کم پلي خلک په کې لیدل کیږي.

عادي افغانانو ټولنیزو رسنیو ته مخه کړه او خپل قهر یې په کې څرګند کړ.

فرشتې کریم په ټوېټر لیکلي، «مونږ په کابل کې دومره ډېر پرېشان یو چې په دې نه پوهېږو چې خپله نوې ورځ څنګه شروع کړو،)

«آیا په کور کې پاتې شو که کار ته لاړ شو، که له دوستانو سره وګورو او وژاړو، یا که په خپلو ځانونو باندې داسې زور راوړو چې په ظاهري توګه هیله مند شو؟ تاسو په کابل کې خپله ورځ څنګه پیلوئ؟»

په پراخه کچه غندنه

نورو افغانانو ترهګر او د هغوی عملونه وغندل.

په کابل کې یوه دیني عالم جمال الدین رحماني سلام ټایمز ته وویل، «په اسلام کې ځانمرګي بریدونه، چاودنې او د بې ګناه خلکو وژل په مطلق ډول حرام دي،»

هغه وویل، «که څوک یو بې ګناه شخص ووژني، هغه دا معنی لري لکه ټول انسانان چې ووژني، او د بې ګناه خلکو وژونکي به د تل لپاره په دوزخ کې وي،»

د کابل پوهنتون یوه استاد موسی فرېور سلام ټایمز ته وویل، «د عامه ځایونو په نښه کول او د بې ګناه خلکو وژل او ټپي کول او همدارنګه عامو خلکو ته مالي تاوانونه ور اړول په ښکاره د قران کریم د ایتونو پر ضد دي... مرتکبین به یې هم په دنیا او هم په اخرت کې سزا وویني،»

د متحده ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ل. وټېل د شنبې ورځې د امبولانس د بمي برید پر وخت په کابل کې و.

وروسته د اردن په [پلازمېنه] عمان کې له خبریالانو سره د خبرو پر وخت، هغه سي اېن اېن ته وویل چې وروستي بریدونه «په افغانستان کې ژمونږ په ژمنتیا، ماموریت ته زمونږ په ژمنتیا او د دې په دوام، چې دا ډاډمنه شي چې افغان ملي امنیتي ځواکونه له دغه ځانګړي دښمن سره د مقابلې لپاره څه ته ضرورت لري، تاثیر نه کوي.»

هغه زیاته کړه، «څومره چې دا وحشیانه ده، هومره زمونږ هوډ پیاوړی کوي چې د پرمختګ په برخه کې مرسته وکړو،»‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د مړو او ټپیانو شمېر له هغه څه څخه، چې خپور شوی دی، ډېر زیات دی.

ځواب ورکړئ

بي بي سي په ټوله نړۍ کې یوه له ډېرو فعالو رسنیو څخه ده او خپل مینه وال او لوستونکي لري. زه د دغې رسنۍ له مینه والو څخه یو یم او زه د دې وېب سایټ له لارې نړیوال خبرونه تعقیبوم. د ډېرو نورو رسنیو په نسبت، بي بي سي ځانګړی اعتبار لري.

ځواب ورکړئ