متحده ایالاتو طالبانو او حقاني شبکې ته اسانتیا برابرونکي ۶ کسان په تور لست کې ونیول

سلام ټایمز

واشنګټن -- د یوې خبرپاڼې په اساس، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت په ۶ کسانو باندې، چې له طالبانو او حقاني شبکې سره یې اړیکې لرلې، بندیزونه لګولي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد وزارت د بهرنیو شتمنیو د کنټرول ادارې دغه کسان د پنجشنبې په ورځ /د سلواغې ۵ مه/ د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي لست کې شامل کړل.‌

د طالبانو په څلورو همکارانو -- عبدالصمد ثاني، عبدالقدیر بصیر، عبدالبصیر، حافظ محمد پوپلزي او مولوي عنایت الله -- باندې بندیزونه ولګول شول. دوه نور، فقیرمحمد او ګلاخان حمیدي د طالبانو د اړوندې حقاني شبکې په استازیتوب د کارونو ترسره کولو له امله په لست کې زیات شوي دی.

د خبرپاڼې په اساس، د یادو شپږو کسانو له ډلې څخه پنځه تنه په پاکستان کې اوسېږي.

دغه ګام د متحده ایالاتو کسان له دې څخه منع کوي چې له هغوی سره معاملې وکړي او په متحده ایالاتو کې د هغوی شتمنۍ او ګټې بلاکوي.‌

د ترهګرۍ او د مالي استخباراتو د چارو مرستیالې سیګل منډیلکر وویل، «مونږ شپږ داسې کسان، چې طالبانو یا حقاني شبکې پورې تړاو لري او په ایتلافي عسکرو باندې بریدونو، د انسانانو په قاچاق یا د دغو ترهګرو ډلو په تمویل کې لاس لري، په نښه کوو،»

هغې وویل، «دا عمل د یادو ترهګرو سازمانونو د مختل کولو له لارې د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنوبي اسیا ستراتیژي حمایه کوي او هغه افراد خلکو ته ښیي چې د هغوی فعالیتونو ته اسانتیا برابروي،»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500