امنیت

متحده ایالاتو د داعش خراسان څانګې مشران د نړۍ والو ترهګرو په لست کې شامل کړل

د سلام ټایمز راپور

یو افغان سړی د لړم په ۱۱مه په کابل کې د یوه سړک په اوږدو کې بایسکل چلوی په داسې حال کې چې مخامخ ورته په یوه پوځي روغتون باندې د داعش خراسان څانګې د یوه برید له ځایه لوګي پورته کیږي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. [ای اېف پي]

یو افغان سړی د لړم په ۱۱مه په کابل کې د یوه سړک په اوږدو کې بایسکل چلوی په داسې حال کې چې مخامخ ورته په یوه پوځي روغتون باندې د داعش خراسان څانګې د یوه برید له ځایه لوګي پورته کیږي. په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول او ۵۰ نور ټپیان شول. [ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱/ د داعش خراسان څانګې درې مشران نړۍ وال ترهګر ونومول.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، دا ګام د دې لپاره واخیستل شو ترڅو د نړۍ والې ترهګرۍ لپاره په یوه پلاټفورم باندې د افغانستان د بدلېدلو مخه ونیول شي.

اعلامیه وایي، ثناءالله غفاري چې د شهاب المهاجر په نامه هم یادېږي د داعش خراسان څانګې عمومي امیر دی او د ۱۳۹۹ د غبرګولي‌ په میاشت کې د داعش له خوا د دغې څانګې د رهبرۍ لپاره ټاکل شوی.

غفاري په ټول افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د عملیاتو د منظورولو او د عملیاتو د ترسره کېدلو لپاره د مالي امکاناتو برابرولو مسؤلیت پر غاړه لري.

سړي د تلې په ۱۷مه، د کندوز په سید اباد سیمه کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې د داعش خراسان څانګې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه یوه ورځ وروسته د شوي برید زیانونه څیړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

سړي د تلې په ۱۷مه، د کندوز په سید اباد سیمه کې د شیعه ګانو په یوه جومات باندې د داعش خراسان څانګې له یوه ځانمرګي بمي برید څخه یوه ورځ وروسته د شوي برید زیانونه څیړي. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]

سربېره پر دې، د بهرنیو چارو وزارت سلطان عزیز اعظم چې د سلطان عزیز په نامه هم یادېږي او افغانستان ته د داعش خراسان له راتګ راهیسې د داعش خراسان څانګې د ویاند په توګه کار کوي هم نومولی دی.

وزارت په مولوي رجب باندې چې د مولوي رجب صلاح الدین په نامه هم یادېږي او په کابل ولایت کې د داعش خراسان څانګې یو جګپوړی غړی دی، او په پلازمېنه کې د یادې ډلې بریدونه او عملیات پلانوي، هم بندیز لګولی دی.

سربېره پر دې، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت عصمت الله خالوزی د داعش خراسان څانګې ته د مالي ملاتړ د برابرولو له امله د بندیزونو په لست کې نیولی دی.

د اعلامیه وایي، خالوزي د داعش خراسان څانګې لپاره د نړۍ وال مالي اسانچاري په توګه د داعش د جګپوړو مشرانو لپاره کارونه ترسره کړي دي.

هغه په ترکیه کې د حوالو او په متحده عرب اماراتو کې د تجملاتي توکو د پلورلو او په نړۍ کې بېلاېبلو ځایونو ته د لېږلو کاروبار پر مخ وړ، چې د دواړو عواید د داعش خراسان په عملیاتو باندې لګیدل.

له دې جلا، خالوزي د داعش خراسان څانګې لپاره د انساني قاچاق عملیات ترسره کول او په دې لړ کې یې شخصا له افغانستان څخه ترکیې ته د داعش یوه ډله خلک په قاچاقي توګه وړي ول.

دغه بندیزونه امریکایان له یادو نومول شویو کسانو سره له هر ډول معاملو څخه منع کوي او هغوی او د هغوی ملګري هغو پیسو او شتمنیو ته له لاسرسي څخه ایساروي چې د متحده ایالاتو له مالي سیستم سره په تماس کې وي.

په اعلامیه کې راغلي، «موږ به د هغو ترهګرو، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په بې توپیره ډول د ملکي خلکو د وژلو لپاره عملیات طرحه کوي، او هغه کسان چې دې ته لاره هواري، اسانتیا برابروي او د هغوی کارونه تمویلوي، د په نښه کولو لپاره له ټولو لارو چارو څخه کار اخیستلو ته دوام ورکړو .»

د امریکاغږ د راپور په اساس، امریکایي چارواکي وایي چې د داعش خراسان څانګه اوس لږ تر لږه ۲۰۰۰ «فعال» جنګیالي لري، چې ډېر یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ګروپونو کې تنظیم شوي دي.

د داعش خراسان څانګې تاوتریخوالی

د بندیزونو دغه وروستۍ لړۍ له هغه وروسته رامنځته شوه چې د داعش خراسان څانګې د زمري په ۲۴مه د افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې د یو لړ بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.

په کابل کې د زمري میاشتې راهیسې څو بمي بریدونو د اکثریت شیعه هزاره ټولنې غړي په نښه کړل. هغوی له کالونو راهیسې د داعش خراسان څانګې له خوا په نښه کیږي.

د داعش جنګیالیو د لړم په ۱۱مه په پلازمېنه کې په ملي پوځي روغتون باندې برید وکړ چې د سخت دریځې حقاني شبکې د یوه جګپوړي غړي په ګډون لږ تر لږه ۱۹ کسان یې ووژل او ۵۰ نور یې ټپیان کړل.

ځایي خلکو وویل، د تلې په ۱۶مه د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کندوز کې یو جومات په نښه کړ چې د ځایي خلکو په وینا شاوخوا ۱۰۰ شیعه مسلمانان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.‌

دغې ډلې وویل چې ځانمرګی بمي بریدګر «د اویغوریانو له ډلې څخه وو» او دا چې دغه برید «په سینکیانګ کې د مسلمانانو پر ضد د چین د تګلارې په غبرګون کې ترسره شو.»

خواوشا یوه اونۍ وروسته، په کندهار ښار کې د شیعه ګانو فاطمیه جومات سره څو چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۳۳ کسان یې ووژل او ۷۴ نور یې ټپیان کړل.

دغه راز د داعش خراسان څانګې د کابل هوایي ډګر کې د وږي په ۴مه د شویو دوو مرګونو ځانمرګو بریدونو مسؤلیت هم پر غاړه واخیست.

هغو چاودنو له ۱۰۰ څخه ډېر ملکي افغانان او ۱۳ امریکایي عسکر چې د وتلو لپاره د ګڼ شمېر منتظرو افغانانو د اسنادو د پروسیس کارونه یې کول، ووژل.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500